شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبلنډه کیسهجګړه/ هیله پسرلی

جګړه/ هیله پسرلی

د کمیس درې سره ګروې یې خلاصې وې. د سینې ویښته یې نېغ نېغ ولاړ ول. 

سړي غاړه په ګوتو وموښله، د پوست خیرې یې په ځمکه خطا کړې. د فلزي چایجوش چوشکی یې په سر واړاوه، له زنې یې اوبه وڅڅیدې. خوله یې په لستوڼي وچه کړه.

 د نوکانو په سر یې چایچوش ټنګاوه او چرت یې واهه چې څه سندره وبولي. ژړا یې تر غوږ شوه. د اواز په لور یې وکتل. درې قبره ها خوا یوې ښځې ژړل. 

 ده له ځان سره وویل: اف، دا د اوښکو فواره بیا پیدا شوه! 

ورو وغځېد. لکه ځان چې پټوي. د غاړې چار خانه سپینچکه دسمال  یې په مخ واچاوه.

 سر او پښې یې سوکه سوکه شورول او په زړه کې  یې مسته سندره بلله: چې لونګ لو سي بیا به لاس تر غاړه ځونه… وۍ کډ سو، ګډ سو د لونګو لو کډ سو…

ښځې پر قبر لاس تیر کړ. سلګۍ یې جګې شوې، لاس یې خولې ته ونیو: اوس مې باید په غیږ کې وای! اوس مې باید په غېږ کې وی!…

یو هلکی له بدنۍ سره قبر ته ودرید. بوډا هم له اوبو سره  ځان را ورساوه.   

هلکي وویل: ترورې مه ژاړه، خدای دې یې وبخښي، قبر به پریمینځم چې اروا یې ښاده شي.

اوبه یې په سپېرو مرمرو خالي کړې او ژړ ژړ یې په ډبرو لاس تیر کړ. بوډا هم د قبر په وینځلو بوخت شو. 

بوډا وویل: لورې څه دې کیدو؟  

ـ زوی مې و.

ـ الله دې وبخښي. څه پې شوي ول؟

ـ کور ته مو نږدې چاودنه وشوه، د کور کړکۍ ماتې شوې، دی کړکۍ ته نږدې ولاړ و… د ښځې د سلګۍ اواز لوړ شو، لکه چیغه چې وهي: وه خدایه پاکه، اول دې نه راکاوه، چې بیا دې راکړ ولې دې  دومره ژړ اخیست!

بوډا وویل: الله، الله… 

هلکي غږ کړل: ترورې مه ژاړه، خدای مهربانه دی، بل به درکړي. 

سړي چار خانه دسمال له مخه لرې کړ. په غلا یې ښځې ته وکتل. هغې لا ژړل. ده غږ لوړ کړ: اوو لو کډ سو کډ شو، ګډ سو د لونګو لو کډ سو…

ښځې بد بد وروکتل. دا لیونی بیا دلته ناست دی!

هلکي وویل: لیونی نه دی، چرسي دی.

ـ که لیونی نه وی د شهید د قبر  څنګ ته به یې بدلې بللې؟ په ځان ریشخند وهي که په شهیدانو. توبه، توبه!

ـ هغه د شیهد قبر نه دی. 

ـ ها ده جنده پې ولاړه ده..

بوډا وویل: هغه یې ګویا د وراره قبر دی. څو کاله مخکې په چاودنه کې مړ شو. ده یې قبر ونه موند. د وراره کالي یې دلته ښخ کړل. جنډه یې پې ودروله. شمعې یې ورته بلې کړې. وروسته له هغه شپه ورځ دلې پروت وي. چې چرس ورته ورسیږي خو ښه، کنه سندرې بولي.

ـ توبه خدایه ،خپل و خپلوان نلري؟ 

ـ د جهاد په وخت یې پر کور راکټ لګیدلی و. ټوله کورنۍ یې مړه شوه. یوازې دغه یو کوچینی وراره یې پاتې و. 

ـ وخ، توبه خدایه توبه، الله دې ټول شهیدان وبخښي..

ښځه د سړي خوا ته ورغله. سړي لمن سمه کړه. پښې بې راټولې کړې. 

ښځې ورته کړل: ګوره وروره، منم ، غم دې دروند دی، خو دا کارونه به هغه پاک شهید ته څه ګټه ورسوي؟ د دې پر ځای نفلونه پسې وکړه، دعا ورته کوه!

سړی: د هغه سندرې خوښې وې.

ښځه: په دې دنیا کې هغه راوښیه چې غمجن نه وي، ماته وګوره زوی مې تازه تازه په خبرو راغلی و چې شهید شو… ښځې اوښکې او پزه د ټیکري په پیڅکه پاک کړل… ګوره وروره زه به لږ پیسې درکړم، خپل ژوند…سړي یې خبره غوڅه کړه: غم مه کوه، کله کله ستا بچي ته هم اکو بکو وایم چې دق نه شي.

ښځه: لا حوله، ته په ځان ریشخند وهې که په مړو ریشخند وهې، سبا به په ګور کې څه ځواب وايې؟

سړی: مردګان خبرې نه کوي، خبرې اوري.

ښځه: توبه اوباسه، ګوره وروره…

سړي سټرګې پټې کړې، پښې یې وغځولې، د فیروزه يي ګوتې په نګین یې چایجوش وټنګاوه: آدم خانه چرسي، کټ دې راوباسه دالان ته… 

هلکي وخندل. بوډا بد بد ور وکتل.ښځې پزه کشه کړه، چټک چټک ګامونه یې واخیستل، ویې ویل: سم یې ویلي چې چرسي سړینه سړی.

چرسي  سترګې پرانیستې. هیڅوک نه ول. پاڅېد. د جنډې په سرو، زرغونو تراډو یې لاس تیر کړ. د کوچیني قبر ته ورغی. سر یې په قبر کیښود. آ للو للو، بچی للو، خوب دې درسي تر غرمو، خدای دې د اوښکو فواره ورکه کړي له هدیرو، اه للو للو بچی للو….

پای

کابل، د ۱۳۹۸دوبی

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب