جمعه, مې 3, 2024
Home+پښتنه ټولنه او د هنري اسمان ځلانده ستورې / میمونه کامران

پښتنه ټولنه او د هنري اسمان ځلانده ستورې / میمونه کامران

بلبله اثر په پښتو کې بې مثاله دی. زه دا ادعا ځکه کوم چې زموږ غوندې ټولنه، کلتور، د ژوند عادتونه، انګیرنې، باورونه او خلک د یوې ښځې په ځانګړې ډول د یوې هنرمندې میرمنې پر وړاندې له خنډ، او ستونزو پرته نور څه نه ورکوي.
حداقل زما د معلوماتو له مخې «بلبله» به په پښتو کې یوازینی اثر وي، چې د یوې پښتنې سندرغاړې په اړوند لیکل شوی دی. هغه ښځینه غږ چې له زړه راووت او په زړونو یې اغیز وکړ. هم هغه مشهوره خبره چې «پښتانه هنر خوښوي خو هنرمند نه.» امریکایي لیکوال ویلیم سېوارډ بورو د هنرمندانو په اړه وایي چې هنر واقعي بدلون رامنځته کوي. په نوره نړۍ کې هنرمندان د خپل کلتوري استازي بولي، خو بدبختانه زموږ په ټولنه کې د لعلونو په قدر مو پوه ولس ونه لید. د هند د وتلې سندرغاړې لتا منګیشکر په مړینه د هند بېرغ نیمه ځوړند و. جنازه یې په ملي سطحه وشوه او په مرګ یې ملي ماتم اعلان شوی و. خو زموږ هنرمندان په مساپري کې مري، حتا د دې فرصت نه مومي چې په خپله مېنه او خاوره کې خښ شي. له بدمرغه د میرمن قمرګلې مرګ همداسې یوه تراژیده وه. خو سره له ټولو ناخوالو میرمن قمرګله د دې ټولنې د حافظو له پردو ورکه نشوه. له مړینې وروسته یې استاد لعل پاچا ازمونه په ژوند رومان ولیکه. داسې کتاب چې د سندرغاړو پر وړاندې هغه ناخوالې په ډېره ښه توګه راوړل شوې دي چې خپل هنر پالي، په مخ یې وړي، خلکو ته خوښي ورکوي او شېبې یې رنګینوي. د دې کتاب په یوه برخه کې پلار خپلې لور چې «میرمن قمرګله» ده وايي:
– «لورې د هیچا پروا نه لرو او نه چاته کلی پرېږدو
د خلکو پیغورونو او سپکو سپورو اورېدل بېغیرتي نه ده، هنر پرېښودل بې غیرتي ده.
ورځه لورې! زما شمله ستا په هنر لا هسکیږي، ټیټیږي نه، په مخه وچلېږې.»
دا په یاد کتاب کې په افغانه ټولنه کې د پلار خبره ده چې لور ته یې کوي، او په دې هم پوهېږي‌ چې د لور د هنر قدر به یې څوک ونه کړي. خو مخه یې نه نیسي او دې ته خوشحالېږي چې د لور استعداد یې وغوړېږي. په هغه ټولنه کې چې ښځه د ډېرو انساني حقونو څخه محرومه ده؛ لور هڅوي، انرژي ورکوي او تر شا یې درېږي.
دا هغه پښتون پلار دی چې لور ته د ټولنې د محدودیتو د کړیو ماتولو سپارښتنه کوي، هغه کړۍ په ماتوي چې له دې څخه د حق او هنر اخیستونکې دي. پدې باور لري، چې لور به یې په خپل هنر د پلار شمله هسکوي.
هره افغانه او پښتنه لور د کورنۍ باور، ملتیا او هڅوونه غواړي، او دا چې ورکړل شي، بیا د ابادۍ وزرونه شړک وهي او رڼا راوړي.
همدارنګه یاد اثر د پښتنې ټولنې یوه هنداره بللی شو، چې په خپلو خوږو او هنري الفاظو کې د فلکور ډېره برخه نغاړلې ده.
چې د انګېرنو، دودونو، سروکو، لنډیو، خوړو، ځایونو، د سینګار سامان، ښادیو او کلیوالي ژوند یو ښه انځور پکې موجود ده.
د کتاب له یوه کوچنۍ برخه راخلم دلته:
«له جینۍ نه همزولې راتاو شوې، او سینګاروله یي. ښایسته لوی ګرد کمیس یې، پر تندي یې ټیک په غاړه چمکلي او په ټټر یې د سېتارو او پاولیو لړ را خپور کړ. ښایسته لوی چارګل یې په پوزه کړ، په لاسونو یې باهوګان او په سر یې ماټوۍ واچولې، په ملا یې خواره واره ګټ ویښتان یې په پېوي وبڼل او غبرګې کمڅۍ یې په سیخکو ټینګې کړلې، په پېکي کې یې هم دوه درې ګلداره سیخکي کېښودل، شین شال یې ور په سر کړ، پڼې یې ور په پښو کړې، شونډې يې په دنداسه سرې کړې وې، د همزولو په بدرګه ډولۍ ته وخته، دې وخت کې یې یوې همزولې دا سروکی رواخیست:
 ستا د چهارګل پرو کې زیړۍ روښنایي ده
شال واچوه ګرمي ده»
دا د هغې طلایي حنجري لرونکې ناوې د سینګار ډول وه، چې د بلبلې په کتاب کې یې یاد شوی دی او په هغه وخت کې به پیغلو او ناوې ګانو په همدې ډول ځان سینګار کاوه..
همدارنګه د ښاغلي ازمون دا پنځونه د هغو سروکو او لنډيو ډېره برخه له ځان سره لري، چې بلبلې او د هغه وخت هنرمندانو ویلي دي.
زه یې یوازې هغه څو سروکي او سندرې په مقاله کې را اخلم چې بلبلې یعنې میرمن قمرګلې په خپل خواږه غږ ویلي دي:.
په ما مینه سترګې دې سرې دي
بېګا د ډېر ژړلي دینه
په ما میېنه
زه خیالي مومنده یمه
ما واړوﺉ وطن ته ځمه
یار مې نادان دی
په نیمه شپه کړي اوازونه وه توره بلبله ناښاده!
ستا په تومت رنګ شوم   جانانه
ورو ورو ږده قدمونه اشنا
شرنګ د پایزیب مې عالمونه خبروينه اشنا…
په لوړو غرو باندې راتاو شول توپانونه یاره
ګلۍ وریږينه    مه ځه دلته شپه وکه
پاتې شه باران دی
لو دی د غنمو یاره
ګېډۍ راواچوه بنګړي راغلي دینه
یاره لو…
هلک نری چینار دی
جلۍ د ګلو ونه
په سر یې زرین شال دی
په غاړه تاویزونه
زه چې په تورو سترګو تور رانجه کړم پورې مورې
ځواني مې ګورې مورې
په نیمه شپه کړې اوازونه
وه توره بلبله! ناښاده
خوږ اشنا دې بیل که، له ما نه
شیرینه یاره ګیلي مکوه
راباندې بل دي ستا د مینې سره اورونه
 ګیلې مکوه
د بلبلې کتاب موږ ته د هېواد هغه ویاړلې مېرمن راوپېژنده، چې په هنري اسمان کې وځلېده.
په خپل جادویی غږ یې د ډېرو اوریدونکو زړونه خپل کړل، هوډمنه وه، مبارزه یې دومداره وساتله، پښتو موسیقی ته یې خوند او رنګ ور وباښه او لا غني کړه. یوه لویه هنري هستي وه، چې شاوخوا نیمه پېړۍ یې پښتو موسیقي ته د خپل غږ خواږه ور وبښل.
یاد ځلانده ستوري د خپل طلایي غږ په زور د وخت له واکمنو طلایي مډالونه ترلاسه کړل او د بلبلې په لقب ونومول شوه.
د ښاغلي ازمون دا عالي پنځونه په پښتو ادب کې یوه ښه لاسته راوړنه ده، تر څنګ یې ټولنې ته دا څرګندوي چې هنرمندان باید وستایل شي، قدر یې وشي، یاد یې وشي او ونازول شي.
 نوموړي د بلبلې کتاب او په زړه پورې پنځونې سره نه تنها چې د ویاړلې بلبلې یاد یې کړي او ژوند یې را اخیستی، بلکې د پښتو موسیقي ونازوله، یو ستر یې او نه تکراریدونکی خدمت یې وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب