یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان کې د بشري فاجعې په اړه د سراج الدین حقاني...

په افغانستان کې د بشري فاجعې په اړه د سراج الدین حقاني خبرداری

تاند ( دوشنبه، د جدي څلورمه) د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني خبرداری ورکړی چې که د دوی پر رژیم د نړیوالو بندیزونه دوام ولري، په افغانستان کې به بشري فاججعې ته زمینه برابره کړي.

حقاني د جاپان د یوې موسسې له استازو سره د لیدنې پر مهال له نړیوالو غوښتي چې بشري مسایلو سره غیر سیاسي چلند وکړي او پرته له دې چې د دوی رژیم سره خپلې اړیکې په نظر کې ونیسي، له افغانستان سره دې بشري مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړي په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو د بېلابېلو نړیوالو سازمانونو په راپورونو کې د افغانستان اقتصادي او بشري وضعیت په پرله پسې ډول د اندېښنې وړ ګڼل کیږي.

تازه، د خوړو نړیوال سازمان د نوي ۲۰۲۴ میلادي کال په اړه په یوه اعلامیه کې وویل چې نیمایي افغانان یانې څه باندې ۲۲ میلیونه پکې بشري مرستو ته اړ دي.

طالب چارواکي د بشري وضعیت په اړه وخت په وخت ضدو نقیضې خبرې کوي.

یو شمېر طالب چارواکي په دې اړه خپریدونکي ارقام بې ځایه تبلیغات بولي او ادعا لري چې د دوی له واکمنیدو سره وضعیت ښه شوی، خو یو شمېر یې بیا له نړیوالو د مرستو غوښتنه لری او وایي بېوزلۍ د افغانانو ژوند ځپلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب