یکشنبه, مې 19, 2024
Home+د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر ۴۰مې غونډې راپور

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر ۴۰مې غونډې راپور

ځای: انلاین
نیټه: د اپریل ۲۸مه. ۲۰۲۴
وړاندې کوونکې: میمونه کامران
راپور لیکونکې: خدیجه
د ګډونوالو شمیر: ۱۵
د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر اوونیزه غونډه په معمول وخت پیل شوه، او په لومړۍ برخه کې د کتاب د ورځې یادونه او په ارزښت یې خبرې وشوې.
شفیقې خپلواک وویل کتاب لوستل نه یوازې د معلوماتو او علم لپاره اړین دې بلکې شخصیت جوړولو کې هم ستره ونډه لري، بخصوص د انسان په فکر او تخیل خورا مهمه اغیزه لري. دې څو مهمو ټکو ته چې د کتاب په انتخابولو کې مهم دي اشاره وکړه او ویې ویل، چې د لوستلو نه مخکې، ښه ده د کتاب او لیکوال په اړه لږ معلومات وشي ځکه د انسان ټولنیز چاپیریال او سیاسي حالت د اثر په جوړولو کې تاثیر لري. دې زیاته کړه چې دکتابونو لوستلو کې سلیکټیف واوسئ، ځینې کتابونه وي چې په لوستلو نه ارزي، ځینې کتابونه وې چې هر وخت لوستل کیدای شي
او د لوستلو لپاره یې وخت لرو، خو ځینې کتابونه په ځانګړې توګه د فرد مسلک پورې چې اړه لري باید په وخت یې ولوستل شي، ځکه وروسته بیا هغه انرژي او حوصله انسان ورته نلري. که یو څوک ادبیات اساسا خوښوي او د کریر په حساب یې لولي نو ښه ده چې هر ډول ادبي کتاب ولولي کنه بهتره ده چې لومړی د خپلې برخې اساسي کتابونه ولوستل شي. دې نورو ته په وړاندیز کې وویل چې د بلې ژبې زده کولو مهارت به د عصري او علمي کتابونو په لوستلو کې خورا اغیزه ولري. ځکه پښتو ژبه کې ډېر علمي او ساینسي کتابونه نشته او ډېرو علومو کې شاته پاتې یوو، نو د داسې ژبې زده کول چې په هغې کې ډېر کتابونه پیدا کیږي، لوستلی شو چې دا د انسان ټول ژوند بدلولی شي. اغلې خپلواک په پای کې وویل چې د خوشال خان خټک کلیات او پاچا خان ژوندلیک د پښتو ژبې مهم اثار دي او باید ولوستل شي.
ځلا نور وویل د ځینو کتاب لوستونکو ستونزه دا ده چې د تیر وخت کتابونه له اوس سره پرتله کوي او بیا یې قضاوت کوي. د کتاب په ارزښت هغه وخت ښه پوهیدای شو چې هغه وخت ته لاړ شو، مثلا که د استاد حبیب الله  رفیع کتاب لولو یوځل باید د هغه د کتاب د لیکلو وخت ته وروګرځو، د هغه حالت په کتو کتاب قضاوت وکړو.
بله ستونزه دا ده چې ډېر لوستونکي کتاب د نقد په شکل نه لولي، یایې سل فیصده کتاب منلی وي او یا یې هم رد کړی وي. اغلې نور زیاته کړه چې په هرکتاب کې مثبت او منفي ټکي وي. د دې په وینا د کتاب اثر هغه وخت زیاتیږي چې د نقد په شکل ولوستل شي. دې زیاته کړه چې ډېر وخت د کتاب په پای کې فکر کیږي چې هیڅ شی مو ترې زده نکړل، خو کله چې کوم مجلس کې بحث کوو او د لوستل شوي کتاب خبر ریفرینس ورکړو پوهیږو چې څومره مو ترې زده کړې دي. دې د کتاب لوستلو بل مثبت تاثیر په لیکلو وښود، او ویې ویل، څومره چې لولو هغومره به مو لیکل ورسره ښه کیږي.
نعیمې غني وویل چې دې په ماشومتوب کې ډېر کتابونه او مجلې لوستې دې او دې ورسره د پښتو او دري لیک او لوست کې ډېره مرسته کړې ده. دې زیاته کړه، کله چې کتاب ته لاس رسی کم وې نو ښه ده چې هرکتاب مخ ته راځي ولوستل شي. خو اوس وخت کې چې کتابونه اسانه ترلاسه کیږي نو بهتره ده چې د کتاب لوستلو په انتخاب کې دقیق واوسو او لومړیتوب هغو کتابونو ته ورکړل شي چې له مسلک سره نیږدې وي ځکه چې نور کتابونه هروخت لوستل کیږي خو د مسلک وخت بیا نه راګرځي.
د خپرونې دویمه برخه د اغلې فهیمه دانش په لاندې غزل کرکتنه وه:

شوم دبیلتون په اورکې سوی سکور لکه کباب
رګونه د وجود مې شول تارونه د رباب
ستا ترخه ترخه ویل راته کم نه دي له شکرو
ستا د خمارو سترگو په لیدو شومه بی تاب
دا چې افغان نجونې بندې په کاله دي
زړه مې دردکوي سوځیږي د کفترو په عذاب
په تیاره کې لټوم ورک شوی سیوری د وجود مې
قسم دی خزان شوی ښکلې مخ مې د گلاب
چاته به هسې چاته داسې ښکارم
زه مې رب ته ورکوم هر وخت حساب
ځان به کړم د ژوند هرې ایینې ته برابر
زه دانش به لولم د ژوند هر تریخ کتاب

د شفیقې خپلواک نظر د شعر په اړه داسې وو: قافیه یې ښه ده او ځینې مفاهیم پکې ډېر ښه لیکل شوي، مثل ( افغانې نجونې بندې په کاله دي ) تشبیه له کوترو سره ډېره ښه راغلې. کوتره د سولې او ازادۍ سمبول ده او د افغانستان اوسني حالت کې له ښځو ټول واک اخیستل شوی نو دا حالت یې ډېر ښه بیان کړی دی.
د رګونو او رباب تشبیه ډېره خیال پارونکې ده. په وروستي بیت کې ( آیینې ته دریدل ) ډېر عالي مفهوم دی ځکه هر ښه او بد بیرته له انسانه راځي او دا د لیکوالې پياوړتیا هم څرګندوي چې د ژوند هرې بدې او ترخې  تراژیدي ته تیاره ده. البته ځینو ځایونو کې وزن مات شوی که کار پرې وشي له دې به هم بهتره شي، بخصوص د جملو جوړښت باید ډېر په نظر کې ونیول شي. په پای کې یې مشوره ورکړه که غواړي شعرونه یې لا ښه شي نو باید ډېر غزلونه ولولي.
نعیمې غنې وویل چې په غزل کې ډېرې نوې خبرې شته خو ډېرو ځایونو کې که وزن کم یا زیات شي نور به هم عالي شي. د بیلګې په ډول دا بیت که داسې شي:

( رګونه د وجود مې شول لکه رباب)

ډېرو ځایو کې وزن ټکنی شوی او د غزل په لیکلو کې د جملې ځینې جوړوښتونه که مراعات هم نشي سم راځي مثلا په دې دریم بیت کې:
(د) ترې ایسته شي وزن یې به سم شي.
د اغلې نعیمه غنې د نظریاتو په پایله کې غزل داسې اصلاح شوه:

د بیلتون په اور دې شوم لکه کباب
شول رګونه مې تارونه د رباب
ستا ترخه ویل کم ندې له شکرو
په لیدو د ښکلې مخ دې زړه بې تاب
چې افغانې نجونې بندې په کاله دې
زړه مې درد کړي د کوترو په عذاب
زه مې ورک سیوری تیارو کې لټومه
خزان شوی مې دی ښکلی مخ ګلاب
چاته هسې چاته داسې به ښکارېږم
زه به رب ته ورکومه خپل حساب
د ژوند هرې آیینې ته به ځان مخ کړم
زه دانش به لولم هر د ژوند کتاب

1 COMMENT

  1. ” رګونه د وجود می سول تارونه د رباب” مناسب او وړ شکل لری البته که د وجود پر ځای ” بدن ” کارَول سوی وای بهتره به وای ځکه ” وجود ” بل مفهوم دی.
    اما
    « پښتنې نجونی بندی چی په کاله کی » به هم مناسبه بڼه وی ځکه:
    که څه د نعیمی جانی پیشنهادی بیت هم ۱۲ سیلابه دی او زما پیشنهادی بیت هم ۱۲ سیلابه دی خو یو لدې دوو بیتونو څخه ( د سیلابونو د نظم له مخی ) ټنبل غوندی ښکاری.
    بله لږ غوندی تُروه یادونه دا ده چی:
    ( مثلاً ) د ترافیک د مکتب یو شاګرد د موټر چلولو د زده کړی په وخت کی مجبور دی چی د ښوونکی هر دستور او تشریح ته د زړه له کومی بلی ووائی
    امّا
    ( که څه زه شاعر نه یم ) خو دومره احساس او درک لرم چی د یو شاعر د شعر په ماهیت او ذائقه کی مداخله دومره بی خونده کار دی لکه د ۷۰ کلنی او مجربی شاه ببو د اوړو په کاشین کی د ۳۰ کلنی ګُل ببو د مالګی یا خمیری د اندازی د تشخیص مداخله.
    بناً زه یا موږ له فهیمی جانی څخه بخښنه غواړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب