Homeخبرونهایران: د اسراییلو پر ضد د طالبانو دریځ مسلمان ملتونه هیله من...

ایران: د اسراییلو پر ضد د طالبانو دریځ مسلمان ملتونه هیله من کړي

تاند ( ۲ شنبه، د ثور ۱۷ مه ) په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي وایي، چې د اسراییلو پر ضد له دوی څخه د طالبانو د رژیم ملاتړ مسلمان هېوادونه هیله من کړي.

نوموړي د طالبانو د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف سره د لیدنې پر مهال دا خبره کړې، خو نه یې دي ویلي چې مسلمان هېوادونه د ده په وینا، ولې او څه ته هیله من شوي؟

مخکې د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او په کابل کې یې د سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي ویلي وو، چې له افغانستان څخه د اړتیا پر مهال د ځانمرګو بریدګرو لښکرې به د فلسطین د دفاع لپاره غزې ته لاړ شي.

د طالبانو رژیم تر اوسه هم د نوموړي دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

ایران سره له دې چې طالبانو سره د ملاتړ خبرې کوي، خو په خپله خاوره کې یې د دوی د رژیم یو شمېر وسله والو او سیاسي مخالفانو ته پناه او د فعالیتونو اجازه ورکړې ده.

دغه هېواد تورن دی، چې په ټوله کې افغانستان او له هغې ډلې یې واکمن رژیم سره دوه ګونې لوبه کوي او د خپلو سیمه ییزو او نورو موخو لپاره ګټه ورڅخه اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...