یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهجاپاني رسنۍ: د طالبانو واکمنیدو سره د ناکامورا د وژنې د قضیې...

جاپاني رسنۍ: د طالبانو واکمنیدو سره د ناکامورا د وژنې د قضیې څېړنه درول شوې

تاند (دوشنبه، د ثور ۱۷ مه ) یوې جاپاني رسنۍ په اعتراضیه ډول یوه تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره د دوی لخوا د وژل شوي جاپاني ډاکټر تیڅو ناکامورا د وژل کېدو د قضیې څېړنه ودرول شوې ده.

د  (ان اچ کا) په نوم جاپانۍ رسنۍ نه دي ویلي، چې دا معلومات یې د کومو سرچینو په اساس خپاره کړي، خو د طالبانو د رژیم منتقدان تور پورې کوي چې د هغه په وژلو کې طالبانو پاکستان سره همکاري کړې ده؛ هغه تور چې طالبانو وار د مخه رد کړی و.

تیتسو ناکامورا، چې د افغانستان په ختیځ کې یې د اوبو مدیریت د پروژو په برخه کې د پام وړ پروژې عملي کړې ، په ۲۰۱۹ کال کې په جلال اباد ښار کې په ډزو ووژل شو.

 د ننګرهار د هغه مهال والي شاه محمود میاخیل مخکې ویلي وو، چې ناکامورا د تحریک پاکستان (تحریک طالبان پاکستان) د ډلې د یو قوماندان چې له ای ایس ای سره یې نېږدې اړیکې درلودې امیرنواز محسود چې په حاجي دوبی مشهور و، لخوا شوې دی.

هغه دا هم ویلي چې امیر نواز محسود د کابل په یوه بله پېښه کې وژل شو خو په ټکو یې د عظیم په نوم یو افغان همکار یې ټپي او ونيول شو.

د نوموړي په خبره، پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو ورسته عظیم له زندان خوشې شو، خو دا چې اوس چیرې دی ورنه خبر نه دی.

د طالبانو د رژیم چارواکو د جاپاني رسنۍ راپور ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې د ناکامورا د نیمګړو پاتې پروژو له بشپړولو سره د همکارۍ خبر ورکړی و.

4 COMMENTS

  1. ناکامورا مفید انسان او د بشریت ریښتونی خادم وو،خدمات یی دافغانستان په ګټه وو؛ د هغه وژنه ظلم او جنایت وو،رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایی :من مشی مع الظالم لیقویه و هو یعلم انه ظالم فقد خرج من الاسلام.
    ناکامورا داسی وخت کی د ابادۍ کار کولو چی ځینو په نامه مجاهدینو اوبقالانو ،شیوخو او جنرالانو په ګډه دا ملک ورانولو او لوټلو.
    ددی قاتلانو پټول یا دفاع د اسلام او افغان لپاره لوی شرم او عمیق ترین موقف د دناأت دی چي په افغانی تاریخ کي سابقه نلری نو نباید بی له عدالت دا ننګینه دوسیه وتړل شی.

  2. د دی وطن په نصیب ندی زسیدلی خلک….چی یی موندلی دی په کاڼو یی ویشتلی خلک. دا خو تر لمر روښانه خبره ده چی ناکامورا په هغو پروژو کار کولو چي په اوږده مهال کی یی په پاکستان باندی دا وړیا او پریمانه خوږی اوبه کمولی. له هغی روځی چی نه چی پاکستان د افغان جهاد ټیکه داری له غربی نړۍ نه تر لاسه کړه تل یی دوی موخی په نظرکی لرلی ،اول: دافغانستان په داخلی او بهرنیو سیاست کتنرول دوهم: د هند د نفوذ مخنیوۍ. که چاته یاد وی د ۱۳۵۹ کال د کب میاشت کی د بینظیر بهوټو ورور پی آی ای اولته اغوا او افغانستان ته راوتښتوله او وروسته له دیارلسو ورځو بیا سوریی ته والوته او هغلته یی معامله او بندیانو تبادله وکړه. چی وروسته پاکستان خپل کسات له هندوستان څخه په افغانستان کی د طالبانو په اولینۍ واکمنۍ کی واخیست چی د هندوستان الوتکه یی د کندهار هوایی ډګر ته یرغمل راوسته. او د کشمیری ترهګر په بدل کی معامله بشپړه شوه. همدا راز له هماغه اوله بیا تر اوسه پوری په هغو پروژو هیڅ حکومتی کار ندۍ شوۍ کوم چی پاکستان ته زیان اړوی. او دغه ټولو کارونو مخنیوۍ د خپلو لاسپوڅو پوسیله تر سره کوی. د ناکامورا په وژنه کی طالبان هیڅ ځان نشی خلاصولۍ او دغه قتل تور داغ د دوی په ټنډه باندی شته او وی به.

  3. لکه څنګه چې ښاغلي آماج ورته نغوته کړې ده د هغه فقيد د وژنې سوراغ آی آیس آی ته رسيږي، نو پاکستان خو دا خلک هلته واک ورسېدل او فيض حميد ورته ځان راورسولو او د دوی ترمينځ د واک وېش يې سره وکړ او همدا اوس ټول هر څه د اسلام اباد له کنټرول مرکز څخه اداره کوي، نو پاکستان خو لېونی نه دی چې طالبانو ته ووايه چې د ناکامورا د ترور او وژنې په اړه همکاري وکړي چې دا کار هېڅکله نه کوي، بلکې مخه به يې هم ونيسي، لکه څنګه يې چې د ټاپي او د کاسا د پروژو مخه يې ونيوله او خپله د پاک – ازبک تجارتي ترانزيټ قرارد يې رامخته کړ.
    له دې خو بيا دا ورته ښه ده چې په زغرده يې منښته وکړي چې موږ وژلې او ترور کړی دی.
    پاکستان په دا ډول تروري کړنو تر هر چا ځه مخينه لري او ټول پوهېږي چې ناکامورا چا ترور کړی دی؟

  4. د جاپان د حکومت ګیله بې ځایه ده. د داکټر ناکامورا د قتل طراح ای آیس اي او د حقاني شبکې په لاس یې وواژه. خبره واضح دي، جاپان دی ای آیس ای او حقانیان تر ستوني ونیسئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب