ارسطو چې د ناپليون شاګرد، د مقدوني سکندر استاد، د فلسفي لوي استاد او د میلاد څخه مخکي يې د یونان په اتن کې له ۳۸۴ څخه تر ۳۲۲ کلونو تر منځ ژوند کاوه، د خورا تجربو او د ډیرو کتابونو د لوستلو او لیکلو وروسته يې د ژوند په هکله ويل: که غواړئ چې ژوند مو له خوندونو سره مل وي، د خپلو نیږدې ملګرو سره د سیاسي بحث څخه ډډه وکرئ. ځکه په سیاسي بحث کې هرو مرو خپل ملګری له لاسه ورکوئ.
سیاست د سياسیونو کار دی، هغوي خپل کار ته دوام ورکوي خو زیان يې تاسو ته رسیږي.
نوموړي وايې: شتمن کیدل په لوستي او نا لوستي پورې اړه نه لري، پایله يې له څلویښت کلنۍ وروسته معلومیږي. کیدای شي د لوستي څخه نالوستي ډیر شتمن وي.
په خپل ښایست د غرور تر کچي پورې وياړ مه کوئ، ځکه که غواړئ او که نه غواړئ له پنځوس کلنۍ وروسته تور ټکي ستاسو د وجود میلمانه کیږي.
[ ] په لوړ مقام ډیر مه نازیږئ، ځکه له شپیته کلنۍ وروسته ستاسو مقام هم د یوه چوپړ د مقام سره برابريږي. لوړ، ټيټ لوی او واړه کورونه هم دومره د ویاړ وړ نه دي، ځکه له اویا کلنۍ وروسته هر څوک یو ارام او کوچني چاپيريال ته اړتیا لري، ځکه پورته کیدل، ښکته کیدل او ډیر ګرځیدل هم د ټولو له پاره يو شان وي.
[ ] ژوند ډیر عجیب دی، ځکه په اتیا کلنۍ کې د ډیرو پیسو لرل کوم ځانګړی ارزښت نه لري، پیسي به وي، خو د لګولو لپاره به يې به نه ځای وي او نه به د کوم شي اشتها وي.
[ ] له نوي کلنۍ وروسته د ټولو لپاره ویښ او ویده کوم ارزښت نه لري، ځکه کله چې ویښ وي نه پوهیږي چې څه وکړي.
[ ] په پایله کې ارسطو وايې: ژوند کومه معما نه ده. که وغواړئ چې اسانه یئ کړئ، دا کار ډیر ستونزمن نه دی. اړینه ده چی د خپل ژوند لوری له څلویښت کلنۍ مخکې په ځوانۍ کې وټاکئ.
[ ] زه وایم,:
[ ] د ژوند له هرې شيبې ګټه پورته کول او په ژوند کې له تکبر، غرور، حرص او ځانغوښتنی څخه ځان ساتل د هوښیارانو کار وي.
[ ] په تیر پسې ارمان کول د اوس ضايع کول او د ناڅرګندي راتلونکي لپاره په تمه کښیناستل د لټ او ناکامو خلکو کار دی.
[ ]
[ ]