پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeخبرونهترکمن پلاوي د هرات صنعتي پارک ولید

ترکمن پلاوي د هرات صنعتي پارک ولید

تاند (سې شنبه، د ثور ۱۸ مه) افغانستان او ترکمنستان په خپل منځ کې د سوداګري اړیکو او د هغو د پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړې.

د منځنۍ اسیا د تریند خبري اژانس د راپور له مخې، په دې موضوع د افغانستان د هرات د والي نوراحمد اسلامجار او د ترکمنستان د صنعتي شرکتونو د اتحادیې د ريیس ناکرقلي عطاګلي اوف په مشرۍ پلاوي ترمنځ په کتنه کې خبرې وشوې.

د ترکمنستان پلاوي د هرات د سفر په ترڅ کې د هرات په صنعتي زون کې د مرمرو د پروسیس فابریکه هم له ولیده او له ځايي صنعتکارانو سره یې خبرې وکړې.

د هرات والي ترکمن پلاوي ته وویل چې د هرات په صنعتي پارک کې اوس شاوخوا زر فابریکې فعالې دي او هر راز تولید لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب