Homeخبرونهازادۍ جبهې په مقاومت جبهې کې د ادغام خبرونه رد کړل

ازادۍ جبهې په مقاومت جبهې کې د ادغام خبرونه رد کړل

تاند (سې شنبه، د ثور ۱۸ مه) د طالبانو پر ضد یوې وسله والې ډلې ازادۍ جبهې هغه خبرونه رد کړل، چې ګواکې په یوه بله وسله واله ډله مقاومت جبهه کې مدغمه شوې ده.

دا خبر، د مقاومت جبهې ځینو سرچینو په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړی او ادعا کړې وه چې د ازادۍ جبهې مشر جنرال یاسین ضیا د دغه ادغام په نتیجه کې د مقاومت جبهې د پوځي برخې عمومي مشر ټاکل شوی او په پام کې ده چې د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود به یوازې د دغې ډلې سیاسي چارې مخته وړي.

د ازادۍ جبهې بیا دا خبره رد کړې او ویلي، چې مقاومت جبهې سره پر ګډو موضوعاتو خبرې لري، خو پکې مدغمه شوې نه ده.

د دغو دوو جبهو سرچینو تر څه مودې مخکې هم د یو بل خلاف تبلیغات کول او ځانونه یې تر یو بل ستر او پياوړي ګڼل، خو شاوخوا یوه میاشت مخکې د دواړو ډلو مشران په یوه انلاین غونډه کې یو ځای څرګند او د طالبانو خلاف پر ګډو هڅو ټینګار وکړ.

د طالبانو رژیم بیا د دغو ډلو په ګډون خپل ټول مخالفان، د ځان پر وړاندې کمزوري ګڼي او ادعا کوي چې څوک یې پر ضد افغانستان کې عملي وسله وال مخالفت نه شي کولی او که یې هڅه وکړي، وبه ځپل شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش څه موده مخکې په یوه راپور کې وویل، چې د طالبانو خلاف د وسله وال فعالیت ډېرې ادعاوې تایید شوې نه دي، خو له دې سره بیا هم د ازادۍ جبهې ځینې بریدونه تایید شوي او له کلیوالي سیمو ښاري برخو ته غځیدلي.

2 COMMENTS

  1. دوی پښتانه نه دي او اصل و نصب هم نه لري، د غربي اروپا په لمسون او د غربي اروپا کټو له پاره غلامي کوي، دا ټول د اسکندر خبیث د دورې نه وروسته په آسیا کېنول شوي دي! نننی افغانستان یوازې د هزاره ګانو او پښتنو وطن دی!

  2. آوغو آزره بیراره
    دشمن شورای نظاره.

    ریش دانه دانه
    دسمال چار خانه
    سلاح سر شانه
    چور سر خانه
    مسعود سر….

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...