یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهپاکستان: افغان موټر چلوونکي په یوه اجازه لیک بېرته تګ راتګ پيلولی...

پاکستان: افغان موټر چلوونکي په یوه اجازه لیک بېرته تګ راتګ پيلولی شي

تاند (سې شنبه، د ثور ۱۸ مه) د پاکستان د سوداګرۍ وزارت افغان موټر چلوونکو او کلینډرانو ته یې په یوه اجازه لیک، دغه هېواد ته د سوداګریزې راشه – درشې د بیا پيل د اجازې خبر ورکړ.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د (ټي اې ډي) په نوم د دغه اجازه لیک د عملي کولو کار پېل شوی.

دغه اجازت لیک به په لومړي پړاو کې د مې میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۵ کال د اپرېل تر ۳۰م نېټې پورې فعاله وي.

پاکستاني چارواکي وايي، چې دغه اجازه لیک د پاسپورټ حیثيت لري او تر يو کال پورې به ډرايوران پرې تګ راتګ وکولای شي.

دغه اعلاميه وايي، چې د ټرانسپورټرانو د اسانتیا لپاره په پېښور ګمرک څانګه کې او بيا په تورخم، انګور اډه، خرلاچي او غلام خان کې ځانګړي دفترونه پرانیستل شوي چې دوي پکې (ټي اې ډي) ترلاسه کړي.

پاکستان په وروستیو کې څو ځله افغانستان سره د سوداګرۍ پر وړاندې ګڼې ننګونې او ځنډونه رامنځته کړل، چې د سوداګرۍ د اړوندو کسانو له شکایتونو سره مخ شو.

څارونکي باور لري، چې د افغانستان چارواکو هم په جمهوري نظام کې او هم اوس له دغه هېواد سره د سوداګریزو ستونزو د اساسي حل لپاره اقدام نه دی کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب