یکشنبه, مې 19, 2024
Home+د ژوندانه د فلسفې پر لور | عبدالله بشرمل

د ژوندانه د فلسفې پر لور | عبدالله بشرمل

ژوند د ډېرو انسانانو او ژوندیو موجوداتو له زېږېدني بیا تر مرګه د لایتناهي ورځو، شپو ، هفتو ، میاشتو ، کلونو او پیړیو سیر دی. ژوند اساساً یو راز دی او دا راز سپړل لوی وخت او ډېر عمر ته اړتیا لري. ژوند د مادیاتې منابعو او سرچینو سره سره د میتافزیکې اتڪاء تکیه ګاه هم ګڼل کېدای سي. ژوند د ویل ډیورانټ په قول سره د اوږده سیند د تګلوري او خپلو احساساتو او غرایزو ته د بې نظمۍ څخه مانا او هدف ورکول دي. انسانانو د ژوند په تېرېدو سره د عمرونو عمرونو څخه خپل احساسات او خواهشات بدل کړي دا بدلیدل به د انسان په واک وي یا نه خو فطرتې جوړښت د ژوندیو اشیاوو همداسي دی چې هیڅ کله پر یوه مسیر همداسي ساکت نه پاتیږي.

ژوند به دلته د دورو له نګاه څخه پر ماشومتوب، ځواني، منځي عمر او مړیني ووېشو او بیا یې د اخلاقي او میتافزیکي سرچینو سره هممهاله د بحث محور وګرځوو .

اول: ماشومتوب
د دې دوران حالات لکه د رڼو اوبو غوندې، نرم، ملایم، عاطفي، احساسات آوره او بیخې د انسان په زړه پوري نښلېدونکي وي. زیاته سلنه وګړي د ماشومانو سره د مینې له خوږو یو ډول سکون او آرامي احساسوي دا ځکه چې ماشومان د لویانو په پرتله د انسانې خونکاریو، چټلیو، بدکاریو او .. څخه سپېڅلي وي. د اولادونو او یا ماشومانو سره مو مینه د وراثتي کیسو ور هاخوا ځکه هم کېدای سي چې زموږ د وجوده را بیلې اعضاوي وي. ماشومان د نر او ښځې هغه برخې دې چې د نهه میاشتو په تېرېدو سره څه حصه د پلار او څه حصه د مور له وجوده وړي. ماشومان زموږ د لویو انسانانو د جذباتو دوام دی.

یو ځای مې لوستلي وو چې حقیقت ویونکي یا ماشومان وي او یا لېونیان. دا کېدای سي په دې خاطر وي چې د خطراتو د سنجش قوه یې سمه فعاله سوې نه وي او یا هم ماشومان د نورو لویو انسانانو څخه د ځانونو غوندې د پاڪۍ او منزه والي توقعات په زړونو کي لري.

ویل ډیورانټ لیکي: ماشوم د خپل پیدایښت سره په سا کښلو مجبوریږي په داسي حال کې چې سا کښل ورته سخت وي، مجبوره کیږي چې روڼا ته وګوري په داسي حال کي روڼا یې د نازکو او شفافو سترګو ته تخریب رسوي ، مجبوره کېږي چې ږغ واوري په داسي حال کې چې له ږغه بېره احساسوي او د هوا په جریان یې پوست نرم نرم درد احساسوي خو بیا د طبیعت یو بې رحمه بېسده ګي ماشوم په خپل ځان کې رانغاړي او ددې هر څه سره عادت کیږي.

ماشوم د تجسس څخه تر دې حده ډک وي چې له عادې زنګولې نیولې تر سپوږمۍ پوري لمسوي او په خوله کوي یې. لویان د غټوالي سره ورته نصیحتونه شروع کړي په داسې حال کې خپله نړۍ د لویانو له درواغو نوره ستړې سوې، د جنګ او خشونت پر نه کولو سزا ورکوي خو دا نه ورته تقلیدوي چې نړۍ مو د لویانو د بې فڪرۍ له کبله په تنور بدله سوې په داسې حال کې چې ضامنین یې لویان دي نه ڪوچنیان او آخر داچې لویان و ماشومانو ته د پیسو په باره کې بې علاقه والۍ ښیې په داسې حال کې چې ددوی خپله ورباندي جنګ وي.

لویان کېدای سې زیاته سلنه په دې نه وې خبر چې ماشوم له والدینو دومره د پوهي په سبب څه نه زده کوي لکه د تقلید څخه یې.

دوهم: ځواني ..
د ماشومتوب له حبسه د وتلو وروسته انسان د ځوانۍ د ازادي او لویې نړۍ ور پرانیزي. او دا ور دومره په شدت پرانیزي چې بیخې له همدې آزادۍ څخه د کورنۍ ، ټولنې او هیواد پر طرف هم درېغ ونکړي. دا آزادي د ماشومتوب د وختونو په انحصار پوري هم اړه لري . د انسانې جذباتو ، خواهشاتو، لوبو او غرایزو نه پوره کېدل د ماشومتوب په دوران کې ؛ یاغې ځوانې را زېږوي چې بیا د هیڅ ډول قانون تر پابندۍ لاندي نه راځي . هغو انسانانو چې ګواښونو ته یې په ماشومتوب کې ځای ورکړی تر هماغي کچې ځوان دی . یانې د ځوانۍ اندازه د ګواښ له کچې سره مستقیمه اړیکه کي ده.

ځواني د تیزو احساساتو او غرایزو موسم دی. ټولنه د ځوان څخه د قانون پابند ، سنجش کونکی او د متین انسان توقع لري په داسې حال کې چې سرکښې د ځوانۍ په موسم کې د انسان د وجود په رګونو کې داسې جاري وي لڪه وینه.

ځوان د تیرو ورځو فڪر او د راتلونڪي غم په ځان نه باروي او د ژوند درد په همدې فلسفه کې دی چې “کاش ځوان پوهېدای او سپین ږیري کولای سوای.”
او یا د بنجامین فرانکلین خبره چې وایې:
د ژوند لویه فاجعه دا ده چې موږ زړېږو ژر، خو هوښیارېږو ناوخته…!
د ځوانۍ وخت د جوش سړولو دوران وي او داسې نه چې ځوان دې د نورو د لوبو، خوښیو، او باندارونو څخه خوند واخلي بلکه خپله دې هم کله کله په دې ګډون ور ګډ کیږي. د انسان ژوند هغه وخت له مشقتونو او مشکلاتو څخه مالا مال ڪیږي چې د عمر سره متناسب ژوند ونه کړي. کافکا به ځکه ویل چې زه وزېږېدم او بیا سپین ږیری سوم ، ما هیڅ ځواني تجربه نکړه. همدا خبره ده چې ځواني دې د خپلو خوښیو او باهدفه ژوندانه په تول مصرف سي.

ځوان د خپل ژوند ددې دورې پر مهال پوښتنې کوي ، شکونه را پاروي او بالاخره په دین، فلسفو، ادبیاتو او هنرونو کې د ځان دلاسایې، هوسایې او ارامتیا پیدا کوي. په هغو ټولنو کې چې د لویانو د زغم او حوصلې ګرافونه یې لوړ وي د ځوانانو پوښتنې هیڅ کس نه خفه کوي او ددې ځوانانو دا پوښتنې په ښه اشکالو ځوابیږي چې بیا ددې ځوانې طبقې څخه د وخت په تېرېدو د هیوادونو مخکښان، ادیبان، فیلسوفان، لوی شاعران، ساینسدانان او .. جوړیږي.

درېغه د هغو ټولنو پر حال چې ماشومان یې لا تر اوسه د پوښتنو، شکاک ذهن او د ژوند له لمړنیو اړتیاوو څخه شکېدلی ژوند تېروي ؛ نو چیرې به ځوانان د خپلو فکرونو او شکونو اظهارات مطرح کاندي؟!

په داسې یو لاسي ټولنو کې ځوانان دا د کشش او تجسس قوه د لاسه ورکوې او ټول افراد په یو ډول عامه وګړیو بدلیږي او د ټولنو تغیر، تحول او دوام کرار کرار صفر ته تقرب کوي.

د ماشوتوب او ځوانۍ د مهال وختونه د انسان په بدن کې لکه د ملا د تیر غوندې حیثیت لري . په نقابي ټولنو کې چې خلګ یې د دینې ، علمي ، رواجي او کلتوري استرونو لاندې بلاوي او کچه انسانان وي ولې په ظاهره نېک خلقه ؛ داسې ټولنو کې ددې انسانانو ژوند همداسې پر همدې مسیر روان پاتیږي چې د کلونو په تېرېدو سره دداسې ټولنو سمون لا پسې سختیږي .
د ماشومتوب په دوران کې د ماشومانو هیلې او غریزې عمداً او په قصدې توګه کولای سو تر خاورو لاندي کړو خو په ځوانې کې ددې غرایزو اور شدید کیږي او کېدای سې بغیر له اور مو یې لمبې هم د جسم پوست را ویلي کړي.

ځوانان د خپلې ټولنې د قوانینو د پابندۍ پر اساس مخکې له مخکې د خپلو غرایزو د اشباع حللاري غواړي نه داچې د فکر او تفڪر قوې، د نظر حق او په خپل انسانې جسم کې د تصرف حقوق دې ترې واخیستل سي.

منځنی پړاو:

د ځوانۍ تر یاغي او سرکښ پړاو وروسته د انسان لپاره د فڪر ، مسؤلیت ، سنجش او اقتصادي رفاه دارۍ پړاو پیلیږي. ځینې پوهانو دا پړاو د واده وروسته مرحله بللې ، چیرې چې یو انسان د بل انسان سره د رشته کولو وروسته خپلو مسؤلیتونو ته توجه کوي او نور د مسؤلیت منل په ارامه مغزو مني. دې وختونو کې د انسان لپاره نوره ځوانې تېره شوې وي او د ځان سره د پوخوالي احساس پکښې را ژوندی کیږي.

حسن به د وخت بادونه والوزوي پورته
ګوره د حباب ځوانې د باد په توره تېغ شي
زاهد زغم

په ځوانې کې په اشعارو مین وي خو وروسته د پوخوالي په موسم کې د نثر لوري ته سترګي اړوي. هغه کسان چې په کم سین کې واده وکړې په هغومره کم سین/عمر کې سپین ږیري ڪیږي هم. کله چې د منځنې عمر دور پیل کیږي د انسان د وجود هغه باطنې او جسمې جوشونه نور د سیند د ارامو اوبو په څېر خپلي لارې وهې بغیر له دې چې د جذباتي موجونو سره مل وي. دا عمر کې انسان صرف د غنې خان غوندې خیالي دنیا غواړي:
ما له راکړه څو ګلونه
يو نيازبين غوندې جانان
يو وړوکی غوندې باغ
او په خوا يې سيند روان
چې زه ناست يمه په غاړه، په يخ سيوري د خرولې
په مزه مزه ليکمه د مزې مزې غزلې
غني خان

دغه دوره د ارسطو د حکمت غوندې نومولای سو چې ویل به یې: هر څه کې اعتدال حکمت دی او همدا عمر چې موږ یې منځنی عمر بولو د اعتدال او حکمت عمر دی. دلته د مینې او عشق مزي سستیږي.

زه د عشق کیسو ته بلکل اوزګار نه یم
زما وینې څیښې د کور ضرورتونه؟

همدغه دوران کې د ځوانۍ غریزه، نوښت، اختراع، لوبي، هنرونه، دوه زړه توب خپل ځای و پلټني، عادت، ترسره ڪولو، ڪار، علم او ثبات ته پریږدي. په دې عمر (منځني پړاو) کې انسان د ځوانانو له مجالسو خوند اخلي او د ماشومانو سره یې د زړه له کومې دلچسپې زیاتیږي. منځنی عمر د ماشومتوب دوران او د ځوانۍ له دوران څخه سخت اغېزمن کیږي او حتی آن کله کله هم بیرته د وخت د شاتګ هیلې په زړه کې ورګرځي.
د دې عمر (منځني پړاو) د خوښۍ او لذت اوج هغه وخت را ورسيږي چې کله نړۍ ته نارینه او ښځینه د خپلو اجسادو له برخو یو برخه د اولاد په څېر له خپلو جسدونو را بېله کړي او الله ﷻ یې په خپل بې شانه قدرت ددې نړۍ تر روښنایې پورې د مور له تاریڪه رِحَمه را پرې کړي.

“شاید د ژوندانه بنسټ او د خوشحالۍ راز همدلته وي، داسي ځای چې هیڅکله یې چا په اړه فکر نکوئ ؛ په ماشوم کې!”
ویل ډیورانټ

مړینه:
د ماشومتوب، ځوانۍ او منځني عمر وروسته بلآخره انسان د مړینې او مرګ دوران ته ور رسیږي. بوډاتوب څه دی؟ بوډاتوب او زوړوالۍ د طبابت له نظره د انسانې حجراتو د اقسامو د قابلیت د لاسه ورکول او د رګونو تنګېدل دي چې یو شخص ورڅخه مري خو دا بوډاتوب د عمر په لحاظ په مختلفو مرحلو کې د عمر پیښیږي. ځینې آن په ځوانۍ کې د بوډاتوب تر عمر رسېدلي وي او ځینې بیا آن په پنځوس کلنۍ کې هم په ځان کې بسیا انرژي احساسوي. نجیب محفوظ د زوړوالي په اړه داسې وایې:

” موږ یوازي هغه وخت نه مرو چې روح راڅخه وکوچیږي، موږ له دې وړاندي هم مرو ، کله چې زموږ ټولي ورځي یو شان وي، او په ځان کې بدلون راوستل پرېږدو ، په داسې وخت کې زموږ له عمر او وزن پرته هیڅ هم رشد نکوي.”

همداسې زما نظر هم دی یانې انسان هغه وخت مرې چې امیدونه یې مړه سي او د ژوند د اشیاوو تنوع ورته یو رنګه سي.

پر عمر او د ژوند پر زړوالي یوازې فزیولوژیکي پروسې نه ! بلکه روانې پروسې هم سخت اغېز شیندي. دا هغه عمر وې چې نور نو د ټولنې څخه انسان د انزوا خواته درومي ، ځوانان او اکثر منځني عمره کسان په دې خاطر درسره بحث نکوې چې څومره زیات غږېږئ.

وخت که تنها کړم ما له ځان سره خبرې کړې زده
زه د ابشار غوندې له خپله شوره ونه لوېدم
ممتاز اورکزی

دغه حالت (د بوډاتوب په پړاو) کې انسان ته د خپل تېر ټول عمر کلونه کلونه تش یوه لمحه مالومیږي. ښایې د ژوند یوه المیه (تراژیدي) دا هم وي چې کله په بوډاتوب کې د ماشوتوب، ځوانۍ او منځني عمر د ښکلو خوشحالیو او خوښۍ ورځې هم را یادوو نو ؛ ژړوي، خپه ڪوي او دردوي مو .

دوه درې ځل له خندا نه ، باقي ټول عمر له غمه
ژوند څه وو ؟ خو دوې سترګې وې نمجنې به مې کړې

نذیر احمد نذیر

ویل ډیورانټ د زوړوالي او ځوانوالي په پار داسي ویلې: “یو کس تر هغه اندازې بوډا دی په کومه اندازه چې یې حجرات او د وینې رګونه زاړه وي او یو ځوان تر هغه وخته ځوان دی چې نظریات یې ځوان وي.” د انسانې ژوندانه لپاره دا نه چې یوازي فزیکي ترضیضات او ضربې د انسان د جسمې فعالیت، نشو نما او ودي پرمختګ ټکنی کوي بلکه د انسان لپاره د دې سره سره ځینې روانې پیښې هم د انسان پر روان سخت اغېز شندي . حساس انسانان د نورو په پرتله ژر د بوډاتوب پړاو طی کوي ځکه دوی د بل انسان درد خپل درد بولي، د بل (انسان) خوږ د خپل بشر او آن د ټول بشریت درد او خوږ بولي.

زړه چې څومره سخت وي نو هغومره بې احساسه وي
نه وې د موجونو شور په تیږو کي
پسرلی

د ډیورانټ دا خبره چې وایې د بوډاتوب تر ټولو لوی مصیبت دادی چې کله په رومانټیکو سترګو پخوا ته ور وګورو او د بشر رنځ ووینو ، ماته د جلال امرخېل دا دوه بیته را یادوي:

په سپینه ږیره میکده کې سلګو واخیستمه
خپل زلمیتوب را یادېده ، یو چا دې نوم اخیسته
جلال امرخېل

زیات انسانان فزیکي کارونو او ذهنې شکنجو د وختونو څخه مخکي له مخکي د بوډاتوب تر پړاوه رسولي وي . دداسې انسانانو زړونه ځوان او تش د جسم او جسد قیافه یې د سپین ږیرو او زړو غوندې حجابونه اغوستي وي .

په انسانې تاریخ کې یو شی قطعي دی ؛ پاشلتیا ..
او په ژوند کې یو شی قطعي دی هغه مرګ ..!
او آخر د ټول لیک خاتمه به د لیکوال (ویل ډیورانټ) پر دې وینا ختمه کړو.
“موږ ځو ، تر څو ژوند ځوان پاته سي او پیاوړی سي. که موږ د تل لپاره ژوندي پاتي سوي وای ، وده له منځه تلل او ځواني د ځمڪې په هیڅ ځای کې نه پیدا کېدل. مړینه لکه د زوایدو زدویل (د اضافه شیانو تراشل) داسې ده.
ژوند د مرګ په بطن کې خپل ځان تر ابده نوی او تازه کوي.

پر انسان باندي اویا .. اتیا .. او یا زیات کلونه د ژوند تیر سول، دی (انسان) یې د یو حیوان څخه په یو مستعد انسان چې د حقیقتونو په لټه او د ښکلاوو پنځونکی دی تېر کړ. خو مړینه اوس دده پر سره ده او پر ده رنځونه تېروي، ستونی یې ورنیسي او وینه یې ورخټه کوي، زړه یې په منګولو کې نیسې او پر دماغ یې فشار راولي؛ بالآخره یې مړینه ګټي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب