دیوال له بهره لکه د غومبسو ځاله سوری سوری و. حاجي لاس پرې تیر کړ:
« شکر مرمۍ خو نه دې پورې وتلي»
د کړکۍ په کونجونو کې ماتې ایینې یې پر امسا پورې وهلې. کړنګ کړونګ شو. له بهره یې د کوټې مینځ ته سر ورهیسته کړ. کوټه تکه توره ښکاریده، دیوالونه لوګي وهلي و.
د مرغۍ چغا په خود کړ مخ یې پسې ورواړاوه د چنار له مینځه غږ راته. د ونې پورته څانګې غوڅې شوې وې. ده په مرغۍ پسې کتل چې څو پرله پسې ډزې شوې. مرغۍ غلې شوه که والوته؟!
د غولي په مینځ کې د څاه خواته ورغی. سلواغه یې نه وه، تسمه شکیدلې وه. څرخ یې وڅرخاوه، د زنګنې ګرارۍ ګرهاری شو. د څاه دننه د اوبو پر سر خلي خاشې ولاړې وې.
کوڅې ته تیر شو. د ګاونډي له کوره دوه نا اشنا خیرن ماشومان راووتل، چې پر ده یې سترګې ولګیدې په منډه په خپل کور ننوتل.
حاجي له ځان سره وبڼیده:
« بیرته به څرنګه کډه راکوم؟»
امسا یې ولګوله، سر یې ټیټ واچاوه، ورو ورو د تشې کوڅې کوز سر روان شو. د دوی سیمه امن شوې وه، خو حاجي تر ژبې لاندې همدا خبره کوله:
« په ښار کې به کرایه نوره څرنګه ورکوم؟»
پای