دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeکلتورسینماسیتا قاسمي، د هېواد محروم ترین کلي کې ښوونځی جوړوي

سیتا قاسمي، د هېواد محروم ترین کلي کې ښوونځی جوړوي

تاند: افغانه سندرغاړې سیتا قاسمي غواړي په سل زره ډالرو د نجونو لپاره یو ښوونځی ودان کړي.

  سیتا قاسمي چې د خپلو ښو سندرو له کبله خورا شهرت لري، نن یې له پوهنې وزارت سره په دې تړاو یو سند هم لاسلیک کړ او زیاته یې کړه د دې ښوونځي ټول لګښتونه به له خپله جیبه پرې کړي.

 د پوهنې وزارت وايي، سیتا قاسمي ورته ویلي چې دا ښوونځی به د هېواد تر ټولو محرومه سیمه کې جوړوي.

 د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي په دې اړه له سیتا قاسمي سره د سند تر امضا کولو وروسته له ټولو هنرمندانو او مشهورو څېرو وغوښتل چې د هېواد د ښوونیز او روزنیز بهیر په وده او پیاوړتیا کې ورسره ونډه واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې یوې بلې افغانې سندرغاړې مژده جمال زاده په کابل کې د فوټبال لوبغاړو ته د یو جمنازیوم جوړولو مسوولیت پر غاړه اخیستی و.

1 COMMENT

  1. دی ته وایی احساس! مگر تر اوسه می نه دی اوریدلی چی فلانی ملا فلانی مجاهد یا رهبر داسی کار کئی وی!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب