سه شنبه, دسمبر 3, 2024
Homeادبلنډه کیسهګناه/ هیله غضنفر

ګناه/ هیله غضنفر

په قصابي کې لکه تل بيروبار و۰

 هر څوک خپل نوبت ته منتظر و۰

 ټولو غوښه اخیسته، ځینو کمه ځینو ډېره۰

زما مخې ته نهه کسه ول،شاته مې نه کتل۰

 هره خوا د وینو بوی و۰

له فولادي چنګکونو غوښې را ځورنډې وې۰

 لاندې په المونیمي لوی ظرف کې د سخوندر په اور سوځېدلی سر او پښې ایښې وې۰

په کونج کې یو سړی په نوي حلال کړي پسه لګېا و، پوست یې ترې لرې کاوه۰ په دغه دکان کې چې د جسم قدر نه و، روح اصلا نه و.

په ایله کې مې نوبت راورسېد۰

-دوه کیلو د پسه غوښه، خو چې تازه وي مېلمانه لرو

-ترتازه هم تازه ده، نازنین مال مې لږ مخکې حلال کړ.

قصاب په تور صافي چاړه پاکه کړه خو د چاړې په تېره څوکه د غوښې کوچینۍ زرې لاپاتې وې. خدایزده چې د کوم حیوان به وې.

قصاب د پسه له جسم نه یوه برخه جلا کړه،په ترازو یې وزن کړه، لږ یې ترې لرې کړه ، پاتې غوښه یې د نامعلومې ونې په کندې واچوله، ټوته ټوته یې کړه، بیا یې په پلاستیک کې واچوله.

ما پیسې د قصاب د قوي میز، د ونې د کندې څنک ته کیښودې۰ ده غوښه رامخته کړه ،شونډې یې مسکۍ شوې، ویې ویل هر کله راشئ.

سترګو ته مې یې وکتل، دومره سړې وې لکه د شمالي قطب د پیړیو پیړیو یخونه.

پلاستیک ګرم غوندې و، د ژوندي پسه د بدن حرارت په مړې غوښې کې لا پاتې و.

خوشحاله وم چې تازه غوښه مې موندلې ده.

کورته چې دننه شوم د خور او ورور مې بیا په سیګرټو باندې بحث و. خور مې ویل: کوچینی خو نه یې، ته نه پوهیږې چې اغا جان همدغو لعنتي سیګریټو له لاسه ومړ؟

ورور مې وویل: پوهیږم!

خور مې اواز لوړ کړ: نو وه بدبخته بیا یې ولې څکوې؟

ورور مې خوله پرانیسته، د سیګریټو بندي دود یې ازاد کړ، ورو یې وویل: نه پوهیږم!

بلې کوټې ته لاړم. مې مې لمونځ خلاص کړی و، دعا یې کوله، ویل یې« خدایه ټول مړه وبخښه، له ګناهونو یې تیر شه، جنوته یې په نصیب کړه، پاکه ربه ته مو له شره وساتې!»

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب