پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeمقالېاقتصادد افغان میرمنو دفقر او اقتصادي ستونزو لاملونه او حل لارې/ ذکیه...

د افغان میرمنو دفقر او اقتصادي ستونزو لاملونه او حل لارې/ ذکیه وردګ

دامنیت  نشتون،د ښځو دحقوقو دخوندیتوب لپاره دیو بشپړ میکانیزم نشتون،د قانون نه تطبیق ، ناوړه دود او دستور، نامناسب رواجونه ، د نارینه و واکمني او بیسوادي دافغان میرمنو داقتصادي  پرمختګ پروړاندې مهمې ستونزې ګڼل کیږي .په یو هیواد  کې چې نا تمام شوی  جنګ روان وي او لرې کلي او باڼدې  شهري ژوندو نه لرې وي، ښونځي موجود نه وي، بازار نه وي، فابریکه نه وي، دحکومت حاکمیت کمزوری وي، نارینه حاکم وي او اسلامي قانون تطبیق نه وي ،خلک داسلامي قانون په اړه بشپړ معلومات ونه لري په داسې حالاتو کې کله چې  یوه ښځه کوڼده شي او اولاد  هم ونه لري او هغه میراث معرفي شي او د هغې میړه دارایې باندې چاپه اچول کیږي ځکه چې زوی نه لري نودا ټول  دمیرمنو د فقر باعث ګرځي  او دمیرمنو داقتصادي ستونزو مهم لاملونه دي .

حل لارې :

۱ـ د امنيت ټینګښت،دامنیت دټینګښت په برخه کې دکورنیو،ملي دفاع وزارتونه او دملي امنیت ریاست مهم رول ترسره کولای شي. دامنیت دټینګښت په صورت کې به میرمنې ددې فرصت ترلاسه کړي څو دخپل ژوند چارې په عادي ډول ترسره کړي. ۲ـ دمیرمنو دحقوقو دخوندیتوب لپاره دیو بشپړ میکانیزم جوړول چې په هغې کې دالاندې ټکي په پام کې ونیول شي .الف؛ په کلیو کې د یو ښځينه بازار جوړول تر څو ښځي وکړای شي خپل د لاس محصولات خرڅ کړي دا کار حکومت په انجو ګانو کولای شي  هم انجوګانې په کار اچول کیدای شي او هم ښځوته  زمینه برابریدای شي چې له کور نه ووځي او خپل محصولات خرڅ کړي .په دې برخه کې دسوداګرۍ او اقتصاد وزارتونه او دسوداګرۍ او صنایعو خونه ډیره مرسته کولای شي.

ب : دغو ښځو ته په ښارونو کې بازار یابي .ج : حرفه یي کورسونه، لکه د صفا کارۍ، د مربا جوړول، مرغ داري، د کرنې، مالدارۍ او خیاطي .  په دې برخه کې دکرنې  او پوهنې وزارتونه مهم رول ترسره کولای شي. د: فقیرو او کوڼدو میرمنو ته چې ښارونو  ته نږدې ژوند کوي د یو کار زمینه برابرول، د وړو فابریکو ایجادول ،چې ښځي کار په کې وکړي. 3 ـ د قانون تطبيق کول : الف: د داسې نویو مادو جوړول چې په وسیله یې د ښځو ژوند کې اسانتیاوې رامنځ ته شي ب : سخت او جدي قانوني برخورد د هر هغه چا سره چې په میرمنو ظلم کوي ج: د نارینه وو ذهنیت جوړول، د ښځو د حقوقي ستونزودحل لپاره یو د اړیکې تیلفونې لاین جوړ ول، تر څو ښځي وکړای شي خپل مشکل بیدون د شرم نه درج کړي او د دغه لاین اګاهي باید هر ه سیمه د افغانستان کې وي په دې برخه کې دمخابراتو او عدلیې وزارتونه مرسته کولای شي. 4 ـ دود او دستور  باید د قانون سره تړاو ولري. یوه ښځه کوڼده کیږي او بې اولاده  وي نو هغې ته میراث ویل کیږي  او د هغې دارایي چور کیږي. هغه یا په زوره نکاح کیږي یا دپلار کورته  لیږل کیږي. د هغې حقوق باید په قانون  کې خوندي کړای شي.په دې برخه کې دعدلیې ،دکورنیو چارو او دحج او اوقافو وزارتونه  او ملي شورا مهم رول ترسره کولای شي.

5  ـ نارینه و ته  بایدد ښځو د حقوقو په اړه  اګاهي ورکړای شي . د پارلمان له لوري داسې ماده په قانون کې ځای پرځای شي تر څو د ښځو دحقوقو په اړه نارینه و ته معلومات ورکړل شي په دې برخه کې ملي شورا،دعدلیې وزارت او دپارلماني چارو وزارت په ګډه کار کولای شي . 6 ـ د حکومت له لوري باید د بیسوادۍ کورسونه جوړ کړای  شي او زده کړې باید اجباري شي.په دې برخه کې دپوهنې وزارت مهم رول ترسره کولای شي.دپورتنیو حل لارو دعملي کولو په صورت کې به بې له شکه دافغان میرمنو اقتصادي ستونزې ترډیره بریده حل شي .

12 COMMENTS

  1. به لاس دی برکت وردګی خوری
    خوباید اسلامی نظام په تطبیق اصراروکړو چی هم خلک منی اوهم دشزوحقوق په کی تامین دی
    حسن وردګ

  2. آغلې ذکیه جانې وردک! ستاسونه ډیره مننه، ښکلی نظر لرۍ۰ لکه تاسوچې لیکلي د امنیت نشتوالی او ناوړه دودونه دی چې زمونږ د ښځواوټولنې د بدمرغیوعلت ګرځیدلي دي، دا رسښتیاخبره ده۰
    د یوه انسان زور یا قدرت(پوتنسیال) د هغه ماغزه دي چې دې ټول بدن کنترول په مغزوکې دی۰ «الله ج» ماغزه په نارینه او ښځینه وو کې تقریباً په یوه اندازه جوړکړي۰ د یوې ټولنې ماغزه یا دماغ ښځې او نارینه په ګډه جوړوي۰ زمونږ په ټولنه کې یوازي د مغزو د یوې برخې نه کار اخستل کیږي او بله برخه ئې معیوبه ده۰ کله چې د مغزو یوه برخه په کار بُخته او بله خوا کارونکړي، نوهغه ټولنه په معیوبویا معلولو(لیونو)شمیرل کیږی، نو موږ په خپله ټولنه او بیا هیواد کې ۵۰٪ معیوبین لرو۰ د هیواد د پرمختیا لپاره پکار دي چې د مغزو دواړه برخې پکار واچول شي، نه یوه برخه۰
    د هغې ورځې په هیله چې زمونږافغانۍ ښځې په یوه خپلواکه، نیکمرغه او سوکاله ټولنه کې له خپلوهیوادوالو ورونوسره پرته له کومه توپیره څنګ په څنګ ولاړې وي۰

  3. محترمی ذکئې
    ښه ایډه آله او ارمانی لیکنه ده خو خبره داه چه باور وکی نن سبا زموږ نارینه تر تاسو ښځو ډېر په تنګی او بدحالت کی دی
    ستاسی ښځو لپاره خو یوه تصنعی او احمقانه توجیه تراشله شوېده چه ګواکی ښځه یو کمزوره موجود دی چه البته ښځه یو دروند موجود دی امّا تاسی ښځی دا ومنی چه په هغه اندازه چه ستاسی سره ظلم کیږی زموږ نرانو سره درې چنده ظلم کیږی
    نوم او بازو مو د نر دی او ځان د اولاد او ماندینې د نفقې د تأمین مسئول ګڼو خو د بده مرغه هیځ پلاس کی نلرو بناً هغه حقارت چه یو نر ئې د خپلو بچانو د نفقې د نه برابرلو له امله ګالی تاسی ښځو یو شیبه هم د هغه حقارت د درد ترخه مزه نده تر ژبه کړې
    بناً ګرانی خوښینی
    هیله ده چه د یو څه مودې لپاره ددې ارمانی ونی د ټک وهلو څخه ډډه وکی او وخت راکی چه لومړی موږ نارینه د رښتینی نرتوب پر لیکه حرکت وکو او خپل موجودیت تنظیم او سمبال کو بیا به هغه وخت ستاسی سره هم ستاسو د مشروعو حقونو د تأمین او تمکین په هکله صادقانه مرسته وکو تر هغو مو د نړیوال مګسیزم او فمینیزم په ترانو غوږونه مه راخوری

  4. پښتانه هر ډول ته يو قسم اتڼ کوي او بل قسم یې ندی زده له پلاره تر نیکه بد بخته پاتې شوي او تر اوسه دوام لري فکرونه منجمد دي او غریبي په ملا کلک وهلي دي !! وروڼو د ښځو حقوق په افغانستان کې د یادیدو وړ ندي زما قلم نه پرې څرخیږي او ځینې وخت ژړا راځي ! زمونږ دښځو حقوق زمونږد بی سوادي او ډیرو مردارو عنعناتو قرباني دي خو سواد به څه وخت راځي او دغه مردار عنعنات او رواج به څه وخت له منځه ځي ؟ څه وخت به ښځې نه خر څیږي ؟؟؟ مونږ یو قانون ته ضرورت لرو او داسې دولت ، دیکتاتور ، هیواد دوسته نفر ته ضرورت لرو چې دغه د غلامي کلچر د سوټي او سواد په زور سره لري کړي او عاملین یې په خره سپاره او مخ یې ور تور کړي !! تف لانت پر هغوی چې په ښځه باندې ظلم کوي په هلک باندې ګډیږي او په نجنۍ باندې ژړا خو کله چې د ۱۲ کالو شي یا یې پر بن او یا یې زاړه سړي خرڅوي او پیسې یې جیب ته اچوي !! !!!
    هی دګوره زامنو چیرته دی اسلام او چیرته دی انسانیت
    زړه مې نور هم ډک دی خو دومره اوس بس ده !!!
    مننه

    • جار دشم پتنګه د زړه زنګ مې د لرې که ! ددې ټو بدبختویو علت دا جاهل ایدیالیزم دی چې د قدرت لپاره استعمالیږي ! دین توره د جهالت بندیخانه ده !!

  5. ددې ټولو جنایاتو او بد بختویو عامل دا مردار اسلام دی چې په انسانو خصوصا د اسلامي ممالکو په انسانانو باندې دغه مافیایې له وحشته څخه ډک دین تحمیلیږي . سیستم یې داسې جوړ کړی چې د کوچني په غوږ کې مردار خور ملا ازانګ کوي او له دې ځایه ځخه بدبختي او جهالت دوره شروع کیيږي ! د انسانانو په منځ کې وحشت او ډار اچوی ، دجنت وعدې ، ددوزخ او دقبر عذاب یې نور روحی په مذخرفاتو کې ککړ کارونه دی !
    اینسست او د ډيرو ښځو سره زنا کول یې له محمد څخه په میراث اخیستی او د مردار خور جاهل ملا له خوا څخه دشریعت په نامه عمل کیږي ، د ښځو خرڅول ، او بده انساني رویه ورسره د اسلام ددین میراث دي ! محمد لکه اوزګوړی ډيرې ښځې لرلې خو تقریبا د پنځوسو کالونو په عمر یې يه ۹ کلنه نجلۍ هم په نکاح کړه چې د بخښنې وړ ندی ! دین انسانان په ځنځير باندې په خوټو کلک تړلي دي چې یا دوزخ او یا جنت ورکوي خو لیدلی هیچا هم ندی !!ملا مردا خور په پټو سترګو په الوتکه کې سفرونه کوي خو په دې نه پو هیږي چې دا څرنګه او ولې پرواز کوي ! ددې جاهلو ځوابونه ټول غیرې منطقي او د الله په لاس کې یې بولي او یوه ظالمانه جاهله فضا د اسانانو په منځ را منځ ته کوي !!

  6. لوپر صیب زه درته سوال کوم، تر زنی دیی نیسم او ډیره زاری درته کووم چه د اسلام دین او حصرت محمد ص ته بد الفاط مه استعمالوه، ځکه اسلام د نړی د دوه میلیارده مسلمانانو دین دی. او حضرت محمد ص د دغه دوه میلیارده مسلمانانو پیغمبر دی.
    بیا هم درته په ډیره عاجزی خواست کووم چه زما دا غوښتنه ومنه.
    مننه

    • افغان صیب مات دې کړم خبره دمنم کاشکې زمونږ امارتیانو داسې اخلاق لرلی! دقدر وړ یې !

  7. دا خوله نده بلکی د ماتریالیسم د جفن سوړه ده،یو ډاکتر ته ورشه چي د انسان د خبرو خوله دی فعاله
    کړی ورنه انسانیت او ټول مخلوقات به تل درباندی لعنت وایی دا تفکر په علمی میدان کی خریدار نلری او د بل هم اضل کندی نه ځان بچ کړه،۹۹سلنه مشهور ساینسدانان په وجود د یو خالق معترف دی ؛ دا انسانی سالم موقف ندی ۰

    • ستا په حال تعصب کوم چې یو مذهبي جاهل یې ! بیعقله هلکه ! دین وضعه شوی پخو اني قوانین دي ، په دیني قوانینو کې تغیر نشي راتلی خو مادي او اقتصادي قوانین او شرائط تل په تغیر کې دي . په هغو ځایونو کې چې دیني قوانین چلیږي هلته برابري نشته چې یو ساری یې افغانستان دی !!
      دین د بی سوادو انسانانو د صبر او حوصلی اله ده خو نه دمادی علم او د انسانانو د انکشاف !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب