پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد ګوګل ترجمان د بریالیتوب لپاره سم ټایپ پکار دی

د ګوګل ترجمان د بریالیتوب لپاره سم ټایپ پکار دی

اوس چې ګوګل پښتو ژباړه پیل کړې د سم ټایپولو او سمې املا ضرورت لا زیات شو.

 په ډېرو هیوادونو کې خلک د ښوونځي په ابتدايي دوره کې ټایپ زده کوي. هر څوک له ځان سره ټایپ زده کولی شي او ښايي تقریباً ټولو افغانانو به، چې په ټولنیزو شبکو او ویبپاڼو کې لیکنې کوي، له ځانه ټایپ کول زده کړي وي او دا هم ممکنه ده چې لوی اکثریت به هیڅکله هم د سم ټایپ کولو په اړه له بل چا سره مشوره نه وي کړې.

سم ټایپول که له یوې خوا له لوستونکي سره د مطلب په لوستلو کې مرسته کوي، له بلې خوا د ګوګل پښتو ترجمان په نورو ژبو د پښتو د ژباړلو یا په پښتو د نورو ژبو د راژباړلو کار اسانوي.

د اکثرو افغانانو په ټایپ کې لویه ستونزه دا ده چې د فاصلو ځای نه پېژني. یا هیڅ فاصله نه رعایتوي او یا بې ځایه فاصله ورکوي. مثلاً په ځای د دې چې د دال اضافي حرف جلا راوړو او ولیکو: د رد او منفي ځواب یې ورکړ، داسي لیکو: درد اومنفي ځوا ب یې ورکړ.

دغه راز که (د افغانانو وطن) په ځای (د افغانانوو طن) ولیکو، جنجال جوړوو. که همدا (جوړوو) جلا ولیکو جوړ وو، معنا بدلېږي.

یو چا په فیسبوک کې لیکلي: «زه له کوره يوه اونۍ مسا پر وم لمسئ می دجدایې تبی نیولی وو زما په راتلو دبنیا مین طبعه ګلالی شوه يا خدایه دانسل مو دنیا بتی جګړی له ابزاری ذلت څخه وسا تۍ»

ما په په دوهمه کرښه کې د نیابتي پر ځای دنیا بتۍ ولوست.

  ډېر ځلي ناسم ټایپ د کلمو او جملو معناوې بدلوي. خصوصاً د ترجمې ماشین یې نه شي تفکیک کولی.

 د املا رعایت هم ډېر مهم دی. که لاسلیک سره جلا کړو (لاس لیک) د ترجمې ماشین به یې امضا نه بلکې hand letter وژباړي. ترکیبي کلمې باید یوځای ولیکو (برخلیک، ویبپاڼه، ورځپاڼه، ستاینلیک، باورلیک…) خو د ربط توري او اضافي توري باید له نورو کلمو سره ونه نښلوو. ځیني کسان لیکي: لدې (له دې) پدې، (په دې)، پنامه (په نامه) چې سمه نه ده.  البته په دې کې یو څو استثنائات شته لکه لپاره، هکله …

په هرې کلمې پسې چې کامه، سوالیه، ندایه، لیندۍ او یا ټکی راوړئ، فاصله مه ورکوئ خو له دغو لیکنښو وروسته فاصله پکار ده. لکه؛ (کار، زیار، همت او خدمت ته اړتیا ده.)

که د جملې یا کلمې په پای کې له فاصلې (سپېس) وروسته ټکی، سوالیه، کامه او ندایه ولیکئ، بلې لیکې ته ځي، لکه؛

که مو په متن کې انګلیسي کلمه په انګلیسي تورو راوړله حتماً د پښتو او انګلیسي ترمنځ فاصله ورکوئ.

په لیندیو کې ( قلم ) فاصله مه ورکوئ. بلکې داسي یې لیکئ (قلم)

5 COMMENTS

  1. د لارښوونې څخه مو يوعالم منـنه ، په هرصورت کې املائي تیروتنې ديوچا په لوستلو او مطالعې پورې تړلي دي ، که ځوانان وغواړي چې سم وليکي باید دکتاب مطالعه او اخبارلوستل خپل فرض وګرځوی اوهغه کيبورډ څخه کار وانخلي چې پښتو توري نلري اوکه مجبوريت وو دجملې ليکلو طرز ته دې پام ولري لکه يو کوچنئ مثال چې (څ)حرف نه وی نو (س)ليکي بايد چې د کوڅې په ځای کوراوکلئ وليکي ، منـنه

  2. Dera manana. ………… staasi pu ijaaza …………. daa leekana za pu khpala paana kee da “Taand” la noom sara update kawam, che zumaa der malgari zini khabar shee.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب