پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeروغتیااسویلی د انسان د سږو عمر اوږدوي

اسویلی د انسان د سږو عمر اوږدوي

تاند- د نېچر مجلې له یوه تازه راپور سره سم، د امریکا د ستنفورډ او یو سي ایل آی پوهنتونونو د څېړونکو په تحقیقاتو کې څرګنده شوې چې اسویلی ایستل یا ناببره ساه اخیستل، د انسان سږو ته ګټه لري.

په څېړنه کې ښکاره شوې چې د سا ایستلو په ترڅ کې اسویلی ایستل د سږو له فعالیت سره مرسته کوي.

اسویلی له عادي سا کښلو سره توپیر لري، له اسویلي سره سږو ته زیات اکسیجن ننوځي او ورسره انسان ارامښت احساسوي.

له بلې خوا زیات اکسیجن د سږو د هوا کڅوړې، چې فعالیت یې کم شوی وي، بېرته فعالوي او په دې ډول د سږو عمر زیاتېږي.

په دې څېړنه کې ثابته شوې چې ټول انسانان په غیرارادي ډول، په یو ساعت کې نژدې ۱۲ ځلي اسویلی کوي. که څوک اسویلی ونه کړي د سږو عمر یې لنډیږي.

اسویلی له ژورې سا اخیستلو سره هم توپیر لري. اسویلی تر ژورې سا د دې لپاره زیاته ګټه لري چې ناببره ایستل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...