دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد (ښ) تاریخي بهیر | شریف الله دوست

د (ښ) تاریخي بهیر | شریف الله دوست

د دې لپاره چې په لیکنه کې د لرغونو ژبو نښې ولیدلی شئ، دا لیکنه په پي ډي ایف بڼه ووینئ.

تاریخي ژبپوهنه Historical linguistics’ – Diachronic linguistics د ژبو د تغییراتو څېړنه او د ژبو د فونیمونو تاریخي – تکاملي ارزښت هم د تاریخي ژبپوهني په بحث پوري اړه لري. د يوې ژبې د فونیمونو مجموعه یوازې د آوازونو میخانیکي اوډنه نه ده بلکې فونیمونه د یوې ژبې د بنسټیزو ږغیزو واحدونو په توګه یو له بله سره مشخصې اړیکي لري او په ځانګړي ژبني پیوند تړل سوي دي. په دې معنا چي یو له بله سره د جوړښت او رغښت له پلوه نظم او قانونیت لري، ځکه نو د ژبې په ږغیز جوړښت کښي د فونیمونو تر منځ نظم او قانونیت د ژبې د ږغیزې بڼې سیسټم جوړوي په دې لنډه لیکنه کښي د (ښ) فونیم پر تاریخي ژبپوهنیز ارزښت ږغیږو.

الف : د(ښ= ) فونیم په پښتو کښې

(ښ) د پښتو الفباء څلورویشتم توری دی چي په عربي او پاړسي کښي نسته. په پېښور، ننګرهار او پکتیا کي په(خ) تلفظ کیږي. ([1]) دا فونیم مخنی اوړېدونکی ناوه يي مښتی) اواز دی چې خپله کانسونینټه جوړه يې(ږ) ده په لوی کندهار کښي د (ښ) په وینګ سره معمولاً د ژبې څوکه پورته د وریو ورستۍ یا دتالو خواته چپه کیږي او د ژبې د شا منځنۍ برخه کښته کیږي، د ژبې په قاعده کښي د اوړېدونکې څوکې او ټیټي سوي شا په منځ کښي یو دروند مښتی اواز چي په نرم تالو کښي مښلي ادا کیږي.([2]) ځینې پښتانه يې د (خ) او(ښ) تر منځ په یوه ږغ سره تلفظوي. دا فونیم د پښتوکلمو په سر، منځ او پای کښي راځي لکه: ښایست، کښل، پوښ. . بایزید روښان او اخوند درویزه هم د(ښ) په اړه څرګندوني کړي دي او هغه يې په همدې اوسني ګرافیم(ښ) جوړ او ښوولی دی .خوشحال خان د خپل ځینځیري لیکدود سره برابر (شء) ته پر سر همزه ورکړله. دامیر شیرعلي خان په وخت کښي د کندهاري وینګ د ښوولو د پاره(ښ) په دې بڼه (ݜ) ولیکل سو. شاه عبدالله بدخشي د لوی کندهار د(ښ) دپاره د (ݜ) ګرافیم و کاراوه. خدای بخښلي عبدالصمد خان اڅکزي د لیکني لنډیز دپاره(س.) ته لاندي ټکی ورکړ.

د (ښ) لرغونتیا

ب: د (ښ) فونیم په اوستا کښې

(K )  = ṣ = ښ : دا فونیم په اوستايي متن کښي تر(ی: y،w) سیمي واول  مخکښې راځي. لکه : ,AyK yᾱ ṣ = ښیا : ښادېدل. دې ته ورته بل فونیم هم په اوستا کښي د ( C)    په ګرافیم سره ښوول سوی چي فارسیانو(ایرانیانو) مشدد (ش) يې بللی دی خو دا فونیم موږ د وردګو په لهجه کښي لرو. په اوستايي ژبه کښي د(ش) لپاره درې ګرافیمونه ښوول سوي:( S،C  ،K   ) خو تلفظونه یې سره توپیر لري.د کاڼیګرام په اورمړي کښي کندهاری(ښ) او مرکزي (ݜ) دواړه سته.([3])

لکه لیدل کیږي چې په اوستا کښي د [ش] لپاره درې ډوله ګرافیمونه ښودل شوي دي. د دې دریو شکلونو کارېدل په لرغونو دورو کښي خپلې توپیري  ځانګړنې لرلې چې نن زموږ نه یو په خبر. دا درې ډوله په لاندې توګه ښوول شوي دي.

(S) = š =ش: دا فونیم د اوستايي کانسونینټونو په لړ کښي اوولسم ځای لري او د کلمو په سر کښي لږ لیدل کیږي او په ډېرو لږ کلمو کښي کارېدلی دی.

مثال:

,atoaS aota š = شوتا: ویل کیږي چې دا کلمه تر اوسه نه معنا سوې ، زما په اند دا یو ډول واښه دي چې څارويو ته ورکول کیږي. ځکه په اوستايي ژبه کښي د (ل) فونیم نسته او شوتا دی د پښتو ژبې د قاعدې سره یو(ل) ورسره یوځای سوی دی او له شوتا څخه په پښتو کښي شوتل جوړ شوی دی.

(C ) =  ṧ = ݜ : دا هم دوهم ډول شین دی چې په اوستا کښي راغلی دی. دا توری د کلمې په سر، منځ او پای کښي کارول سوی دی، دې ته مشدد شین هم وايي.

مثال: ,yaC  ṧay شی : مېشتېدنه،. ,waC  ṧav شاو= تراشل

په اوستا کښي په(ښ) ځیني کلمات:

,atAK: ( ښاتا= ښاد) یوازې د قریب المخرجه (ت) او (د) د ابدال په توپیر.

,ayKam: ( مښیا = مېړه، نارینه)

, Cxab (بخښا = بخښه) دا کلمه ځیني ځوانان بښه لیکي چي ښکاره تېروتنه ده ځکه د دې کلمې لرغونې ریښه موږ په اوستا کښي دادی لرو ولي يې بښه ولیکو؟

خوشحال خټک يې هم تر خپله وخته دا اصالت او رعایت ساتلی دی:

بخښو: بخښل، عفو کول = remission

که دغشي په ویشته سره خوږیږې

زه چه ستا په تير زخمي شم ما بخښو کړې

(د خوشحال فرهنګ اول جلد،ص،۳۱)

نخښه هم دې ته ورته حکم لري چي ځیني يې نښه لیکي دلته دوه توپیري کلمات لرو لومړی نښه چي target معنا لري او بل نخښه د symbol په معنا ده.

ښ په سانسکریټ کښي

(ष=ښ)sodazanhriषोडशांह्रि چنګاښ/ षोडशाङ्ग: sodazamzu (ښودازمزو)  یوډول نباتی عطر.

 (क्ष=kṣ=کښ): =sakṣat:साक्षात्  ساکښات :ښکاره/ sakṣatkara:साक्षात्कार ساکښاتکره: خبري اتري.

په سانسکریټ کښي د (ښ) ږغ  په مجرد او مرکب دواړو ډولونوسته(ष=ښ) او(क्ष=kṣ)  مثال: (बल क्ष = balaks  بلکښ) په سانسکریټ کښي د سپوږمۍ رڼا ته وايي. بلخېدل،برېښېدل او بلښېدل ([4]) د پښتو ژبې د لوی کندهار په لهجه کښي د ځلېدو معنا ورکوي.داسي محسوسیږي چي د سانسکریټ د  (क्ष=kṣ=کښ)  مرکب ږغ په پښتو ژبه کښي هم سته. لکه : کښل، کښ(خط، لیکه)، کښیناستل او نورو دا چي د پښتو فونیمونه جواب عربي ټرانسکریپشن نه سي کولای ځکه نو دا مرکب فونیم د پامه غورځېدلی دی. دې ته ورته دوه – درې نور فونیمونه هم په اوستا او سانسکریټ کښي سته چي نمونې يې موږ په پښتو ژبه کښي هم لرو( په هغه مقاله کښي په پېښور-باړه ګلۍ سمینار کښي اورول سوې تر چاپ وروسته لوستلای سی). کښې (لاندي)، متل: چي باديې وي د پاسه باران یې سمدلاسه-چي باد يې وي دکښي وریځي ځغلي لکه بزې، کښېوتل، کښېکښل او نور…

 (ښ) په چینايي ژبه کې 

په چینايي ژبه کښي هم د (ښ) فونیم سته او ما هورې په چین کښي د پنځو کلونو په موده کښي دا فونیم ښه محوس کړی دی او حتی په چینایانو مي په وار وار تلفظ کړی دی لکه: 书 shu ښوو= د کتاب په معنا.

多少钱:Duoshao qian: دوښاو چین: په څو دی یعني بیه يې څو ده.

早上: zaoshang : ځاوښن ها: سهار په خیر.

医生:yisheng : یښنګ: معالجوي ډاکتر.

ښ په نورستاني ژبه کښي

(ښ = ṣin) مخنی ژبیز بې ږغه احتکاکي، منقلب کانسوننټ دی. دا فونیم هم د پښتو په څېر د نورستاني ژبي له صامتو فونیمونو څخه دی چي د کلمې په سر او منځ کښي نیم او په پای کښي بشپړ لیکل کیږي.

ښا(ṣᾱ) : په نورستاني ژبه کښي هغه څاروي ته ویل کیږي چي د دوستۍ یا عذر په ډول د چا کورته وړل کیږي.

ښاښ(ṣᾱṣ): اقرار، اعتراف، د جرم منل.

ښمښ(amaṣṣ)= ښبښ: شاباس، آفرین

ښښله(aṣlàṣ): نرم، پوست، ملایم

(ښ) په شُغني ژبه کښي

په شغني ژبه کښي هم د (ښ) فونیم سته:

ښورښ: اله ګوله، اغتشاش، شورش، پښتو هم ښورښ

روښت: پرواز، الوتنه

بخښښ چیدای: بخښنه

بخښښ ګُنیژ: بخښونکی، بخشایشګر

(ښ) په سنګلیچي ژبه کښي

ګوښه: شاوخوا، اطراف

خویښان، خیښان: خپلوان

(ښ) په واخي ژبه کښي

یارکښ: چاري، امور، کارونه

څه ښت نُم: د ځان سره

کلمه ښه کوز: تڼۍ جوړونکی

ښُه ئیج: میرېزۍ خور

(ښ) په اشکاشمي ژبه کښي

سورخښ: سرکښ، سرکش، سرکښ،غاړه غړونکی

زښِت: زشت، ناوړه

(ښ) په منجي ژبه کښي

ویښ: رسۍ، پړی

پوښگکي:  د اوبو کوبۍ

(ښ) په باختري ژبه کښي

د سره کوتل په ډبر لیک کښي له ننه دوه زره کاله پخوا چي په باختري- کوشاني- تخاري ژبه کښل سوی دی یو فونیم په مرکب ګرافیم سره تر سترګوکیږي چي هورې يې بڼه د یوناني لیکدود په تقلیدX/þ/ = hkhṣ؟ ده د الوښال په کلمه کښي کار سوی دی چي د نن د معنا سره سم د اروښاد په معنا ده. دا يې د لوی کندهار د (ښ) پرځای کار کړی دی. ښکاره ده چي دا فونیم او ګرافیم په کوشاني ژبه کښي د کندهار د (ښ) په ډول کارېدی یعني یوازي د (خ) ږغ نه و. کچیري (خ) وای نو هغه به یې په یوناني (خ=x) کښلی وای. دې ږغ(ښ) ته يې شین مشدد وایه چي په اوستا کښي هم سته او په سانسکریټ او روسي ژبه کښي هم دې فونیم ته نژدې فونیمونه سته. ځکه نو دا فونیم – ږغ په افغانستان کښي لرغونی شالید لري.

د لیکدود په ټاکلو کښي د (ښ) ارزښت

 په ورستي کښي د یادولو وړ ده چي په لیکدود ټاکلو او لیکلو کښي هم باید د (ښ) اصالت وساتل سي د کې پر ځای کښې ولیکل سي لکه چي د پښتو ټولني د ۱۳۲۱ هـ. ش په فیصله کښي منل سوی دی؛ (لوی استاد محمد معصوم هوتک) چي د پښتو ټولني پر فیصلو ارزښتناکه انتقادي څېړنه کړې ده: (په پښتو ټولنه کښي) د ” کښې ــ کښ ــ کې، له منځه دغه یوشکل(کښې) غوره سو …. کښې (د دې مادې پرځای په فیصله کي ۱۵ مه ماده راغلې ده. په اصل فیصله کي ویل سوي دي چي” دراخیر کلمه (کښ) باید یک (یای مجهول) افزوده شود و اینچنین (کښې) نگاشته شود. د(کې) خبره په فیصله کي هډو سته نه.” همداسي د بښه پر ځای بخښه ولیکل سي چي اوستا يې ۳۰۰۰ کلن اصالت (بخښا) خوندي کړی دی. دې ته ورته نښه او نخښه هر یو پر خپل ځای وویل او ولیکل سي، لکه:  نښه د سمبول symbol په معنا او نخښه د هدف او Target معنا لري، سره ګډول يې معنايي semantical ګډوډي پېښوي.

مأخذ��نه:

  • رفیع، څېړنوال، حبیب الله، زنځیری، د افغانستان د علومو اکاډمي- کابل، ۱۳۶۱ لمریز، ۱۱۸، ۱۱۹مخونه.
  • پنزل، هربرت، د پښتو ګرامر، ژباړن محمد رحیم الهام، دوهم چاپ، دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۹لمریز، ۳۶مخ.
  • پښتو- پښتو تشریحي قاموس،۳-۴ ټوکونه،د افغانستان دعلومو اکاډمي دژبو او ادبیاتو مرکز،دوهم چاپ، دمدیوتیک د ټولیزو رسنیو مرکز، ۱۳۸۳ش
  • مغموم خټک، یارمحمد، دخوشحال فرهنګ، اول جلد، ایډورډز کالج پېښور،۱۹۸۵م
  • تازه، سمیع الله، فرهنګ زبان نورستانی(کلښه الا)جلد ۱، موسسه بین المللی زبانشناسی ثمر، ۲۰۱۷م،صص۱۳۲۹-۱۳۳۱.
  • حبیبي، پوهاند، علامه عبدالحی. زبان دوهزار سال قبل افغانستان یا مادر زبان دری.دوهم چاپ، ۱۳۸۵ش، ۱۴ مخ.
  • رفیع، څېړنوال حبیب الله. ژبساتنه.مومند خپرندویه ټولنه- جلال آباد، ۱۳۹۴ش،۹۲ مخ
  • لوی استاد محمد معصوم هوتک، د پښتو ټولني او باړه ګلۍ فیصلې،لومړۍ برخه، ۲۰۱۶م
  • Avesta language by Dr.Erwad ramiyr parvez karanjia,jun 2005, p 13
  • SRINIVASACHARI,P.O.L.LEARN SANSKRIT IN 30 DAYS,2002,P16
  • English-Avesta Dictionary kavasji FELLOW OF THE UNIVERSITY OF BOMBAY,1909

[1] :

[2] : پنزل، هربرت، دپښتو ګرامر، مخکنی اثر،۵۰مخ.

[3] :زنځیری، پورتنی اثر، ۱۱۵مخ.

[4] : د پښتو ژبې په کندهارۍ لهجه کې دمګړی هم ویل کیږي.

5 COMMENTS

  1. د دروند استاد هوتک صاحب د خبری په تائید پورته لیکنه د ستایني وړ ده
    امّا یوه ډنګره پوښتنه
    د کي یا کښی یا کښې په هکله د فیصلې مسوده ولی په دری ژبه لیکله شوې وه؟
    دا خو مثلاً د عمومی امنیت مسئله نه وه چي باید مثلاً د کورنیو چارو په وزارت کی، وبخښی کښی ئې فیصله په رسمی دری ژبه صادره شوې وای بلکه دا یوه فرهنګی ځانګړې مسئله وه چي یوازی او یوازی د پښتو د ژبی په هکله او د پښتو د استادانو تر منځ د تفاهم او هم غېږی په فضا کی حل سوه
    داسی نه چي موږ خبر نه ؤ او د دربار د چلمیانو پښتو ژبه نوره بشپړه وه او یوازی دېته منتظر وه چي دا مصوب ټکی پخپله مورنۍ ژبه (دری) واوری

  2. له زړه ته راتېر استاد محمدمعصوم هوتک صاحب څخه نړۍ مننه پېرزوینه مو ده، غلام حضرت استاد ! ستاسو نظر پر ځای او دستایلو دی خو ما ته یې هم شالید او دلیل نه معلومیږي که استاد هوتک صاحب یې په تړاو نظر لري د پېرزویني له مخي دې را سره شریک کړي. منندوی اودعاګوی مو یم

  3. ولی نیم پښتانه پختانه او نیم یې پشتانه دی؟
    ولې یې نیم ځانته موژ او نیم یې ځانته موګ(موږ ) وایي .
    په دې هکله می له ډیرو پوښتلي او لوستلي دی خو د هیڅ چا ځواب راته سم نه ښکاري. ځکه چې تر نورو ورته ښه دلیل لرم:
    1- د ښ په هکله
    نیم اروپایان د سی او ایچ حروفونه په ګډه د خ او نیم یې ش او نور یې ک تلفظ کوي: مثلا په روسی او د شرقی اروپا خلک( سی ایچ په ګډه) د خ په تلفظ ، انګلیسان یی په ک او نور یې په ش تلفظ کوي(سی ایچ= خ=ش=ک لکه بیوشیمی( انګلیسی).بیوخیمیا( روسی) کیمیا هم په نوروکی.
    د انګلیسی جی حرف دوه تلفظه لری(ج = ژ او ګ) او همدارنګه سی او ایچ په ګډه ش، خ، او یا ک تلفظ کیږی.. په دی اساس زموږ د تلفظ اساس د انګلیسی حروف دی چی موږ یې ویلو ته په دوو تلفظونو مجبور شوی یو. یعنی موږ د دوه اروپایي کلتورونو سره مخ شوی یو چی له یوه مو( ش او خ) او له بل مو ( ج او ګ) جوړ کړل.نور نه پوهیږم چی د اروپا له لیک دود سره مو نږ کله مخ شوی یو او د کومو اروپایانو تر اغیز لاندی کله او چیرته راغلی یو.
    =گ=ج =ژ G
    CH=خ=ش==ک=
    Pachtoon+Pashton=paktoon=pakhtoon
    Moog=mooj=

  4. زما په فکر ( چ،پ.ګ،ژ) د پښتو ژبی اصلی توری دی دا چی د پښتو ژبی اصلی توری کوم پښتانه یا پشتانه په خپلو خبرو کی استعمالوی په دلیل یی نه پوهیژم نو ( زموګ،زموږ،زموژ) کلمی به هم پشتو وی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب