زوی خپلې مور ته وويل ! ولې په دې ډارونکې څيره زموږ ښوونځي ته راغلې.
– خواړه د په کور کې هير شوي و ، ما نه غوښتل چې د زړه ټوټه مې وږې پاتې شي نو ځکه ښوونځي ته راغلم .
– مورې که ته ښوونځي ته نه وای راغلې زه به هم دومره شرمیدلی او زهیر شوي نه وای.
هغه به تل د خپلې مور په یوه سترګه شرمېدو. زوی یې څو کاله وروسته په بل ښار ته د لوړو زده کړو لپاره ولاړ، هلته يې دنده پيدا کړه ، واده يې وکړ او د ماشومانو څښتن شو . يوه ورځ یې مور ترې وغوښتل چې له نږدې نه خپل لمسيان او د زوی مېرمن وویني، خو د زوی سره يې دا ويره وه چې ميرمن او ماشومان يې هغه زړې ښځې په ليدو چې يوه سترګه لري ونه ويريږې .
څو کاله وروسته یې زوی ته احوال راغی چې مور يې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې او ابدي نړۍ سره يو ځای شوې ده . کله چې هلک خپل پلارنۍ کور ته راځي مور يې وخته خاورو ته سپارل شوې وه او هغه ته له موره له يوه ليک پرته نور هيڅ نه وو پاتې ، مور يې په هغې کې ليکلي و :
ګرانه زويه! ته لا د شپږو کالونو وې چې په يوه پيښه کې د خپله سترګه له لاسه ورکړه ، هغه مهال زه شپږويشت کلنه وم زما د ښايست او ځواني وخت و . د يوې مور په توګه مې دا نه شوای زغملای چې خپل زوی يوې سترګې سره ووينم نو د همدې لپاره مې خپله يوه سترګه د خپل زړه ټوتې ته ورکړه ، تر څو چې په راتلونکې ژوند کې له ستونزو سره مخامخ نشي.
ګرانه د خپلې مور په سترګه باندې د تل پام کوه . د زوی سترګې يې له اوښکو ډکې شوې اما ډيره نا وخته شوی وه .
ډیره ښه کیسه وه!ا
زمونږ یو متل دی چې وایي: دمورزړه په زوی،د زوی زړه په په وچه تیږه!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!ا