جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبژبه او لیکدوداړیکویونه | ډاکتر ماخان میږی شینواری  

اړیکویونه | ډاکتر ماخان میږی شینواری  

دویمه برخه ||                                                        

د مخه یادونه: د ژبوپیداېښت:

زه ژبپوه نه یم، خوداسې په اند یم – په دې هکله مې په ن ج کې هم د پوهیدلوهلې ځلې وکړې، خو اند مې همدا پاتې شو-، چې په ژبه پوه یم  او دا اند تاسو سره ګډوم:

د پیداېښت څخه  ټولې ژبې یو د بل سره غبرګې دي. که په انګرېزي کې  until ولرو، نو د پښتو انډول یې ،، تر،، دۍ. که موږوغواړو په ،، تر ،، ښه وپوهیږو اود کارونې ځای یې راته ښه څرګند شي، نو د انډول لکه until یا  د الماني bis د کتنې څخه ګټه اخستلی شو. دوی په خپلوژبوکې ډېر کار کړی اوهر څه یې څو لسواره څیړلي. څنګه چې د یوه څه، وخت یا ځای پای په ګوته کوي، په همدې ډول ،، تر،، هم، چې دا یې یواځې او یواځې د کارونې ځای دۍ او بس. همداسې دا ،، تر،، باید د ،، له،، او همداسې د نورو ځایناستی نه شي. 

یو څه چې پیلیږي، د هغه له پاره ،، له ،، راځي او یوڅه چې پای په ګوته کوي، د هغې له پاره ،، تر ،، راځي، یود بل ځای ناستی باید نه شي. 

ایا د اړیکویونو له پاره د نوروژبو څخه ګټه اخستل کیدی شي؟

هرومرو. ګورو، چې په هره ژبه کې د بلې ژبې انډول پ شته کیدی شي، چې په یوه ژبه کې زیات وي، خوبیا د هغوزیاتو څو له پاره په بله ژبه کې یوپ شتون ولري، لکه د الماني aus;ab ; von،…    له پاره په پښتو کې یو پ شتون لرې اوهغه ،،له،، دۍ، خو دا کومه ستونځه نه ده.

یادونه: باوروکړۍ، چې دا ټول کارما د ،، تر ،، په خپلوپولوکې د رابندولو له امله وکه، چې یواځې او یواځې  ډ مهال،ځای او …پاي په ګوته کولوله پاره راځي او همداسې توړنوی هم دۍ ( بل ځل همدا څیړل کیږ)،اونوریې هر ځای کې راوړل ناسم دي اود ژبې د ټولولاروسره مخامخ. 

زه دلته څو د الماني ګرامري حالتونو ته ستاسوپام رااړوم. دا چې دا به په پښتوکې څنګه وبلل شي اوبللکیږي، په خواشینۍ باید ووایم، چې زه نه پرې پوهیږم او ورسره مخامخ شوی  هم نه یم. 

دا څه ما په پښتو کړي، دا چې داڅنګه بلل کیږي، د هغې مرسته وکړۍ، خو دا ټول کار د اړیکویونو له امله کوم، چې ښه روښانه شي. تکراربه هم ولري، خودا دې ښهو؛ڼل شي، ځکه دوه واره تړلی کلکتړلیوي.  

اړیکویونه د غوښتنې حالت سره سم یا د مانا سره سم  ټولګیزاو ډلییزکیږي

Nominativ  نومیناتیو (له لاتین څخه، نومونه) په ګرامر کې د یوه حالت نومونه ده، چې د هرڅه له مخه په جمله کې د شي د نخښونې په چوپړکې دۍ، د دې له پاره دا هم تیپیکي دۍ چې د یوه شي د خپلواک کارونې له پاره رامنځ ته کیږي ( دا په دې مانا چې بې د بل له واکه). لنډ: دا حالت دۍ، چې د ،،څوک-حالت،، بلل کیږي، د یوه حالت سیستم په توګه رامنځ ته کیږي، چې دا نومیناتیو – اکوزاتیوسیستم بلل کیږي.د څوک- اود څه شي حالت.

  د نومیناتیو یا د ،، څوک،، او ،،څه شي،، حالت.

مور کار ته ځي.

څوک کار ته ځي؟ ځواب: مور

کاليمینځونی خرابیږي.

څه شی خرابیږي؟ ځواب:کاليمینځونی

یادونه: ماته هم دا نومونه توکلې د لیکونې ( قلم) خولې ته راځي.نه پوهیږم،،چې دا اله، چې کالي پرېمینځي،کالیمینځی، کالیمینځونی یا کاليمینځوکی وبولو. او که نه،نو کالي مینځلو اله. څنګه مو چې خوښه وي.

جینیتیو Der Genitiv 

جینیتیو د الماني ګرامردویم حالت دۍ.دا حالت د ملکیت حالت یا د چاحالت په نامه همیادیږي.

بیلګې: ،،د ګاونډې کور،،. ،، د یوه لرې زنګ غږ،،.

د جینیتیو په څه شي حالت

هغه په غلا تورن دۍ.

هغه په څه شي تورن دي ؟ ځواب: په غلا

Der Dativ  داتیو

داتیو د المانيژبې دریم حالت دۍ یا په جمله کې دریم حالت په ګوته کوي. داتیو  د چا حالت هم بلل کیږي.

د داتیوله پاره په الماني پوښتنه پوښتنه کیږي، چې چا ته؟

بیلګې: زه دې میرمن ته د یادښت کتابچه ورکوم. چا ته د یادښت کتابچه ورکوم؟ ځواب: میرمن ته.

هوګۍ سوغات سپین ته ورکړ.

هوګۍ سوغات چا ته ورکړ؟ځواب: سپین ته

زه زماملګري ته یوکتاب سوغات ورکوم.

چا ته سوغات ورکوم؟ځواب: زما ملګري ته.

اکوزاتیو Akkusativ

  اکوزاتیو یوګرامري حالت دۍ. په ورځنې الماني ګرامر کې دا د څلورم حالت سره ترتیبیږي. د دې د روښانتیا له پاره په الماني کې پوښتنه کیږي، چې څه شی یا څوک، نو دا له دې امله د څوک حالت هم بلل کیږي. 

اکوزاتیو: د ،، چا – یا څه شي حالت

ښاغلی سپین خپلورور ګوري

ښاغلی سپین د چا لیدنه کوي؟ ځواب: د خپل ورور

زه خپل ملګريته یوکتاب سوغات ورکو.

زه خپل ملګري ته څه شی سوغاتوم؟ ځواب: یوکتاب

دلته د هرڅه له مخه یوه یادونه ده، چې باید پام موورته وي:

ما دلته سربل لیکلی یا پ،دلته د پښتو اوستربلونه زیات دي او همداسې کیدی شي سیرکومپوزېشنونه هم وي،چې هغه به ګران لوستونکي په اړونده ځای کې ولوستلی شي. د نه کارڅخه نیمګړی کار هم هرومرو ښه دۍ، په ډېره بخښنه، که دا کار موستړي کړي.

د ِغوښتون حالت ټولګیزول

اړیکویونه د نومیناتیوسره prepositions with the nominative:

als (= than)…و. ته 

یادونه:دا پورته ..و…ته ما د دوه شیانود پرتلې له پاره لیکلی لکه ب و پ ته یا ب نسبت و پ ته.دلته ما دا اړین ونه ګڼل چې نسبت دې ورسره ولیکم او زه په دې اند یم، چې دا ب و پ ته بسیا کوي او د عربي نسبت پوره کوي.

یادونه: زه چې پرېپوزېشن لیکم،نودپښتوموخه به ترې سربل وي یا یې کله  لیکم مخځاینیوی او پسې ځاینیوی وي.

prepositions with the dative اړیکویونه د داتیوسره    

ab (= from (له) څخه ) , außer (= other thanپرته(له)  ) , aus (= out وتلی (له) څخه ) , bei (= by ورسره ) , gegenüber (= oppositeمخامخ ) , mit (= with(د ) … سره) , nach (= after پسې ) ,seit (= sinceله ( د وخت پیل () , von (= from له …( څخه) ) , zu (= to(و) ته )

prepositions with the accusative  پرېپوزیشن د اکوزاتیوسره 

bis (=  ترuntil) , durch (= ترځ  through) , für (=له پاره for) , 

um (=  شاوخواaround) , gegen (= مخامخagainst) ,

ohne (= withoutبې ) , entlang (= اوږدوالي along)

یادونه: دلته ،، تر،، ګوره ټولواک نه دۍ اوهمدا یو ځای لري او بس.

prepositions with dative or accusative))))  durch, für, gegen, ohne, um ««««

an (= on په) , auf (= on (په) باندې ) , in (= in(په) کې ) , 

über (= over د پاسه) , unter (= under  لاندې ) , 

vor (= in front of مخ ته ) , hinter (= behind وروسته) , 

zwischen (= between منځ (کې)) , neben (= next toڅنګ ( کې) )

e

prepositions with the genitive

wegen (= due to ( له ) امله ) , während (= while/duringترڅ (کې) ) , infolge (= as a result پسې ) , statt (= instead په ځای) , 

trotz (= despite سره ( له دې) )

Classification by meaning

د مانا سره ټولګیزول

Prepositions of placeد ځای پرېپوزېشن  

prepositions with dative or accusative

پرېپوزیشن له داتیو او اکوزاتیو سره

an

on

په ( باندې) 

am (an + dem) Hauptplatz

on the main square

په میدان  (باندې)

in

in

(په).. کې

in der Straßenbahn

on the tram

(په) کوڅه ګاډي کې

auf

on

(په) باندې 

یادونه۱ : پر میز، میز باندې اوپرمیز باندې. په دې دریو کې به نوڅه ووایو. اندونهموکهڅرګند کړۍ، مرسته به مووي.

یادونه ۲ : لکه پورته همداسې: په کور، کور کې او په کورکې.  

auf dem Spielplatz

in the playground

په لوبځای (کې؟) 

auf dem Schloßberg

on the castle hill

(پر) غره- ماڼۍ باندې

über

over

د پاسه

über der Stadt

over the city

ـ(د)..‎ښار د پاسه 

unter

under

کښته( لاندې)

unter dem Schloßberg

below the castle hill

د ماڼئ کښته (لاندې)

vor

in front o

مخ ته

vor dem Brunnen

in front of the fountain

د چینې مخ ته

( کیدی شي ځنې یې ولیکي: ،،تر د مخه،چې ناسم دۍ)

hinter

behind

شا ته

hinter dem Café

behind the cafe

د کافي شا ته

zwischen

between

منځ (کې): دا لږ پاملرنې ته اړتیا لري، چې بل ځای کې به راوړلشي.

zwischen dem Brunnen und dem Rathaus

between the fountain and the town hall

د چینې او ښاروالۍ منځ کې

زموږ ځنې ادیبان ،، ترمنځ،، لیکي، چې ناسم دۍ ( ،، تر،، وګورۍ)

neben

next to

څنګ ته ( په ) څنګ کې یا – ته

neben der Oper

next to the opera

د اوپرا څنګ ته ( ،، تر څنګ ناسم دۍ)

بیا لنډ:

پ کیدی شي د خپلې کارونې له مخې سره توپیر- یا بیل شي:

ځای اړوند اړیکې/  پوښتنویونه: چیرته ، چیرته( په کومې لور)، له کومه (کوم ځاي)

یادونه:  زه د داسې لیکنې سره په  لومړي ځل مخامخ کیږم. د ټولوهیوادوالومرستې ته اړتیا شته.

ته چیرته اوسیږې؟  په خوست کې.

ښاغلی سپين چیرته ځي؟  ډاکتر ته

دا کتاب دې له کومه کړی؟ له  کتابتون څخه.

وخت اړونده اړیکویونه: 

کله،په څو بجو، تر کله (پورې)، له کومه وخته یا له څه وخته،

د پوکال پایلوبه کله ده؟ په راتلونکې یوه نۍ.

فیلم په څو بجو پیلیږي؟ په اته اوپنځلس بجو

له کومه ( وخته) الماني زده کوې؟ یا له کله الماني زده کوې؟ له څلورومیاشتو( را په دې خوا)

مودال، حالت، ونه ……../ پوښتنې: څنګه، ولې، د څه له پاره.

ت پرون ولې موږسره را نه غلې؟ د خرابې هوا له امله.

الماني د څه له پاره زده کوې؟  د مسلکودې( کریرې ) له پاره 

کله خراب بیدېږې؟ د پوره سپوږمۍ سره

د یوه څه له پاره میل لرل: سپین د څه سره میل لري؟ ټیک د موټرو سره.

څه باندې خندل: په څه باندې خاندې؟ – د هغه په ټوکه.

له ژوند کول: زده کړی له څه ژوند کوي؟ د خپل پلار له پیسو.

و .. ته چمتوپاتې کیدل: ته د څه له پاره تر اوسه چمتو نه یې؟ 

د واده له پاره

ته څه ته چمتو نه یې 

واده ته.

په باندې په قهرېدل: په چا باندې هیڅ وخت نه شې بدېدلی یا قهرېدلی؟  زما بچیانو باندې.

څه ته چمتوکیدل: هغه  څه ته توانمند نه دۍ؟ کارکولو ته.

نظم ته راوړل:  دا بیرته نظم ته راوله!  دا بیرته په نظم ته راوړه!

ارام پرېږده: هیله ده ما په ارام پرېږده.

پای ته لاړ شه: هرڅه یو وخت پای ته ځي.

یو اړیکوی هیڅ وخت ځا نله نه وي. تر لږو ځانګړو پورې دا ( یعنې اړیکوی) د یوه نسبتي وی د مخه (مخ ته) یا پسې راځې.

یادونه: په پورته غونډله کې ماته ،، دمخه،، څخه ،، مخ ته،، سم برېښي.  

ځنې څو کرښې نورې هم د لیکلو وې، خو د یوې خوا یې زه په هغه ګرامري مانا نه پوهیدم، نولومړی مې باید ځان په پوه کړی وی، بیا مې هر ګرامري نوم باید د پیژند سره څیړلی وی، چې دا لیکنه بیا نوره هم غزېده.

دا دې په یاد وي،چې داهم یوه اوږده موضوع ده، چې ګران ژبپوهان پرې پوهیږي او د ژبپوهنې میونوال په دېلارنورهم هڅيلی شي.

په پای کې یوه هیله: دا کاراونوربه زموږډيروپوهانوله ما څخه د مخه هم کړی وي، خودا دې له ماڅخه نه زړه بدي کیږي نه. زدکړه خو باید د هرچا حق وي اوکه څوک له ماسره مرسته کوي، نوله ماسره دې زما په ناسمه زدکړه اولیکلوکې د سمون مرسته وکړي اونه د زړه بدۍ.

پسې لیکنې:

کیدی شي د دې پورته لیکنې لږتکرارراشي اوځنې اړیکویونه ښه روښانه شي، چې پسې به هغې خپلې اريموخې یعنې د ،،تر،، د خپل سرۍ مخه نیول او دا چې ،، تر،، د پرتلې سره سر اوکار نه لري. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب