پښتو ژباړه: نسيمه باري –
زما قسمت هم لکه د تروږمي شپه تک تور دی. که څه هم پر اسمان ستوري ځلېږي، خو ستوري زما له اوښکو سر ه څه اړه لري؟ زما په سترګو کي که څه هم له ډېره وخته بې شمېره ستوري ځلېږی، خو زما د سترګو اوښکي بيا هم وچي نه سوې. نن مي له سهار راهيسي زړه دومره درد کوي لکه چاړه چي پکښي وهل کېږي، پخوا خو داسي نه و، نه پوهېږم چي نن څه راکېږي؟ نه پوهېږم د خاورو د دې ډېوې په ماتېدو کي څه راز و چي زما زړه هم ورسره ټوټه ټوټه سو.
څو کاله کېده چي دا ډېوه مي لګېدلې ساتلې وه، لکه د دې ډېوې او زما تر منځ چي يوه کلکه اړيکه وي، کله چي دا ډېوه مړه سوه، نو زما زړه هم ورسره مړ سو.
نن داسي احساس کوم لکه ټولي هيلي چي مي اوبو وړي وي. ياره زه هم څومره لېونۍ یم چي نن د مرګ احساس کوم، زه خو تر دې مخکي لا مړه سوې ومه، زه خو هغه وخت لا مړه سوم چي تا پرېښوولم، زما د زړه په کور کي خو ټولې ډېوې په هغه ورځ لا مړې دي، نه پوهېږم چي زه څنګه لکه بياباني ګل بې وخته او بې ځايه را شين سوم. زه څومره لېونۍ او ناپوهه يمه، نه پوهېږم ټول مينان به زما په ډول وي او که به يوازي زه داسي لېونۍ يمه. نه زما ستا څخه هيڅ ګيله نه کومه، ځکه چي ګيله له خپلو کېږي، تا نو ما ته کله موقع راکړه چي خپل دي کړمه. يوازي يو څو شېبې دي راسره تېري کړې، کاشکي ما په لنډو شېبو کي ستا سره دومره ډېره مينه نه وای کړې، خو دا کار عقل غواړي او په مينه کي عقل کله کار کوي.
اوس چي له ځان سره فکر کوم چي دا هر څه یو لېونتوب و، ای افتابه! ايا ما په خپله خوښه تاته زړه درکړ؟ ياني هغه چا ته چي په واقعيت کي هم افتاب دی؟ رشتيا هم که ما عقل درلودای، نو ما به ولي ستا له ډاډ پرته تا ته خپل زړه درکولای ها؟ تا زه په تيارو کي پرېښوولم او ته راڅخه ولاړې، ما ته دي څومره درد راکړ ها؟
څومره کلونه تېر سول اوپه دې دومره عمر کي مي ستا نوم پر خوله نه دی راوړی، خو بیا هم له تا پرته په ژوند کي بل هيڅ خبره نه لرم. زه تل له ځانه تښتم، ستا له ډاره هینداري ته نه سم کتلای، وايم داسي نه وي په خپله څېره کي ستا څېره ووينم. ستا ميني ما ته څومره غرور راکړی و. کله چي به هینداري ته درېدم، نو ستا د ميني له امله به ځان څومره ښکلی راته ښکارېده، تندی به مي لکه سپوږمۍ داسي ځلېده او په سترګو کي به مي څراغونه بل ول. هغه مهال چي به زما څخه چا د نوم پوښتنه وکړه زه به حيرانه وم، نه پوهېدم څنګه ورته ووایمه چي زما نوم شمع ده، ځکه شمع خو تل سوځي او ویلي کېږي. زه خو له خوشحالیو څخه جوړه ومه او وجود مي له رنګینو خوبونو څخه ډک و.
کله کله له ځانه سره فکر کوم که چېري زما نوم شمع نه وای، نو ژوند به مي هم د شمع په شان له اوره ډک نه وای. ستا نوم خو هم افتاب دی او افتاب هم تل سوځي، خو ستا ژوند ولي له خوشاليو ډک دی او يوازي زه په غم لړلی ژوند تېرومه؟
ښځي هسي هم وسواسي وي، زما سره به هم تل دا وسواس ملګری و چي ما ولي تل يوه د خاورو عادي ډېوه د خپل زړه په شان له ځانه ساتله،زه نن د دې ډېوې په ماتېدو سره دومره خواشينې يم چي زما ټولي خوشالۍ يې له ځان سره يووړې، که دا کار مي نه وای کړی، نو نن به ډېره خوشاله وای. ستا هغه خبره مي تر اوسه په ياد ده چي يوه ورځ دي راته وويل: شمعي دا ډېوه به تل بله ساتې، که درڅخه مړه سوه بس داسي يې وبوله چي زما او ستا مينه هم مړه سوه.
ښايي ستا به هغه د ډېوو بلولو شپه په یاد نه وي چي آن ماشومانو هم د خاورو ډېوې بلي کړي وې. په هغه شپه ما او تا د بام پر سر یوه ډېوه وليده، ما هغه راواخيسته چي په اور يې بله ډېوه بله کړم، په دې وخت کي تا په مسکا راته وویل: ګراني نن خو تر دې ډېوې بله بختوره ډېوه نسته. ما په حیرانتیا درته وکتل، تا په خندا راته وويل: دا ډېوه ځکه بختوره ده چي ستا په لاس کي ده. په هغه شپه ما ته ځان نه ښکارېده، خو رڼا به يې خامخا زما مخ روښانه کړی وي، بيا دي په خوبولي اواز ورو راته وويل: ګوره شمعي بايد دا ډېوه تل بله وساتې، که درڅخه مړه سوه، نو زما او ستا مينه به هم ورسره مړه سي. په هغه شپه زما زړه په ټوپونو سو، آن دا چي د خپل زړه درزا مي په خپلو غوږونو اورېده، خداي خبر چي دا د میني کوم انداز و چي د یوې ډېوې په بلولو سره مي د میني بار پر اوږو واخیست.
ستا له خولې راوتلي خبري زما لپاره تر اسماني سوغات کمي نه وې، خو کله چي تا زه وارخطا ولیدم، نو زما لاسونه دي په خپلو لاسونو کي ونیول، بيا دي کرار راته وويل: لېونۍ ته ولي دومره وارخطا يې؟ ما د ماشومانو په څېر په چیغو چیغو وژړل. افتابه دا دي په څنګه ځنځير وتړلم چي تر اوسه هم ځان نه سم خلاصولای. اوس چي هر وار د ډېوې لمبه ورپېږي، نو زما زړه ورسره په درزا سي، ځکه ډېوه خو د هوا په نري شمال سره هم مري او که خدای مه کړه دا ډېوه مړه سوه بيا به زه څه کوم؟ تا په خندا راغبرګه کړه: اې لېونۍ ته خو په رشتیا سوې، ته زما مینه او دا د خاورو عادي ډېوه سره يوه کوې؟ خبره د خاورو او ډېوې نه ده، اصل خبره د میني او تړون ده. د ښیښې بنګړي هم عادي شی دي، خو کله چي د ناوي په لاسونو کي وي، نو د هغې د ژوند هيله او د ژوند يوه مهمه برخه وي. افتابه تا هغه وخت هسي يوه خبره وکړه، خو زه یې ډېره وارخطا کړم.
هغسي شپه بیا هیڅکله هم بيا رانغله، نه مو بيا په ګډه ډېوې بلي کړې،نه تا بیا زما هيله وکړه او نه ما ستا پر ژمنه باور وکړ. ما به تل د خپلي کوټې په یوه کونج کي ډېوه بله ساتله ، ما تل هڅه کوله او دا اندېښنه به راسره وه چي د مینې ډېوه مي مړه نه سي، دا کار مي په وس نه و پوره چي ډېوې ته د تېلو پر ځاي خپل د وجود وینه ور واچوم او خلکو ته ووايم چي اوس به نو دا ډېوه د تل لپاره بله وي.
دا چي زه هره ورځ ډېوه بلوم اوس د ټولو خلکو راپام سوی دی، ټولي همزولي راباندي خاندي، وايي دا لېونۍ ګوره چي تل همدا يوه ډېوه بله ساتي. همزولو مي هڅه وکړه په دې راز ځانونه پوه کړي، خو ما هم د خپلي میني راز په زړه کي پټ وساته، زه وېرېدلم چي هسي نه زما د میني کوچنۍ ډېوه د سرکښو هواوو په بريد کي مړه سي، په همدې هيله او انتظار کي مي کلونه تېر کړل، خو اوس نوره حوصله نه لرم.
زه بېوزله نجلۍ وم چي نه مي د مور او پلار مينه وليده او نه مي هم له هغوی سره ارام ژوند کړی و. له خاله سره اوسېدم چي دوه وخته ډوډۍ او کالي يې راکول. ټوله ورځ به مي د کور کارونه کول، د کور خیرن کالي، ډوډۍ پخول او د کور نور کارونه به مي کول، مجبوره وم چي د کور د لوی او کوچني خبره ومنم، خو په بدل کي يې هيچا هم په مينه نه راته کتل.
یوه ورځ غرمه مهال د کور تر چوپړ وروسته خپلي کوټې ته راغلم چي لږ ارام وکړم، په دې وخت کي د کور ټول کوچنيان راباندي راټول سول، ويل موږ ته نکل وکړه، حيرانه وم ماشومان څنګه پوه کړم چي نکلونه خو سړی د شپې له خوا کوي او اوس خو ورځ ده او د ورځي له خوا نکلونه کول بد شګون لري. هر څه پلمې چي مي ورته وکړې ماشومانو نه پرېښوولم، ويل موږ ته اوس نکل وکړه، ماښام نه کېږي، ماښام بيا زموږ مشر کاکا راځي او موږ په زوره وختي ويده کوي. اخير يې راته وويل چي که ته نکل نه راته کوې، نو موږ افتاب ته شکايت کوو. دا چي ته د کور مشر وې او ټول در څخه وېرېدل، نو ما هم ستا له وېرې ماشومانو ته نکل پيل کړ، بيا به مي کرکه وسوه چي د ورځي له خوا نکل کول خو بد شګون لري.
د تېرو وختونو په یادولو مي نن زړه یو څه ارام سو. هغه ورځ مي راياد سوه چي ټکنده غرمه وه، دومره ګرمي وه چي کاڼي چاودل او ته له دباندي څخه راغلې، مخ دي د ګرمۍ له امله تک سور اوښتی و، ما درته وويل چي افتابه ورسه مخ دي په سړو اوبو ومینځه. تا ویل! ګرمي او لمر؟
بیا دي په خندا وویل: ګرمي نسته،زه چې هر ځای ځم، نو ستا د زلفو سيوری مي پر مخ راخپور وي.
بله شپه د څوارلسم سپوږمۍ وه، تا راته وویل چي د اسمان تر سپوږمي خو زما د ځمکي د سپوږمۍ رڼا ډېره ده. زه هغه وخت څومره ساده نجلۍ ومه، ستا په هره خبره مي څومره ژر باور کاوه.
نن هم زما هغه څېره وه چي تا پخوا له سپوږمي سره ورته بلله او هغه وېښتان مي ول چي ستا پر مخ به يې سيوری جوړ کړی و. زما په سترګو کي به تل ستا د انتظار ډېوې بلي وې، خو ته به نه وې، ته به څه پوه سې چي ستا په بېلتون کي به زما د ژوند رنګ او خوند څنګه وي؟ زه تل وایم چي کاڼي او بوټي څومره نېکمرغه دي چي تر سوځېدو وروسته ایرې سي، زه ستا په بېلتون کي سوځېدلم، خو ايرې کېدلم نه . ته په څومره زړه ورتوب زما خوا ته راغلې او راته ودي ویل: شمعي ژوند ډېر ښکلی دی، خو تر ژوند پيسه نوره هم ښکلې ده . زما زړه ډوب سو او رډ رډ مي درته وکتل، تا په خندا راته غبرګه کړه: اوس هغه وخت رارسېدلی چي زه بايد تا خپله کړم . زه غواړم خپل ژوند داسي جوړ کړم چي هلته یوازي خوشحالي وي،مینه وي او د ژوند هره اسانتیا وي، نو بايد دې هدف ته د رسېدو لپاره لومړی پیسي ولرم او دا ډول ښکلی ژوند ستا لپاره غواړم. ستا د دې ډول خبرو پر مهال به زه تل پټه خوله پاته سوم، خو په زړه کي به له ځان سره په جنګ وم، ما ويل زه پيسې نه غواړم،یوازي تا او ستا مينه غواړم بس. څومره اسانه کار و ها؟ يو چا غوښتل چي زما څخه ولاړ سي او سمدلاسه ولاړ. تا به زما سترګي د بلو ډېوو سره تشبیه کولې، خو نن مي هغه سترګي د دوو تيارو ډېوو په شان دي.
څوک چي کلکه اراده ولري، نو کاميابي يې هم په نصيب کېږي، تا په خپله کلکه اراده ډېره شتمني پيدا کړه، دومره شتمني دي پيدا کړه لکه تا چي غوښتل. یوه شپه موږ ټول یوه واده ته تللي وو چي ناببره د ټیلیفون ږغ پورته سو. ما په وارخطایي ټیلیفون راپورته کړ، ګورم چي ته وې او له ډيلي څخه دي زنګ راوهلی و، په دې وخت کي زما زړه په دربا سو. تا ويل زه افتاب يم، ته څوک يې چي خبري نه کوې؟
– افتابه زه شمع يم
– ښه ته یې، په څه اخته يې؟
– زه خو شمع يم او د تل په شان ويلېږم
– ماشاالله، ته خو اوس فيلمي ډايلاګونه هم وايې؟
په دې وخت کي زما له سترګو تودې اوښکي راتوی سوې او ستونی می راډک سو، نوري خبري مي نه سوای کولای، څو شېبې په پټه خوله تېري سوې، پر ځان مي ډېر زور راوست او درته ومي ويل: افتابه زه نوره بې تا ژوند نه سم کولای. مخ مي هغسي د سپوږمۍ په شان ځلېږي، غوښتل مي نوري خبري هم ورسره وکړم چي ناببره تيليفون بند سو. تر دې ټيليفون درې ورځي وروسته ته راغلې، داسي ښکارېدې لکه يو شهزاده یا یو لوی خان. هغه مهال زه په پخلنځي کي وم، خو سترګي مې په تا کي وې او تا هم شا او خوا کتل لکه په یو چا پسي چي ګرځې. ما داسي ګومان وکړ چي په ما پسي به ګرځې، خو وروسته ډېره ناهيلې سوم، ځکه چي تا زما پوښتنه هيڅ و نه کړل. ماځیګر چي کله ما ګلان اوبه کول تا ولیدم، تا ويل شمعي! ته ولي دا د مزدورانو کار کوې او ټوله ورځ په کار بوخته يې، ما دا مزدوران د څه لپاره نيولي دي؟ ما په ناهیلۍ سترګي درواړولې، مخکي تر دې چي زه څه ووايم تا راته وويل: او س بیا ډایلاګ راته ونه وایې. تا چي په په تيليفون کي ژړا پيل کړه ما ټيليفون بند کړ. ما افتاب ته هيڅ و نه ويل، هماغسي مي ګلان اوبه کول. ما اورېدلي وه چي نجوني ناپوهه وي، اوس چي خپلي ناپوهۍ ته ګورم وايم رشتيا هم چي نجوني ناپوهه وي.
یوه ورځ مي د صبر پیاله راډکه سوه او درته ومي ويل: ګوره نوره مي مه ازمایه، تا شتمني غوښته او هغه ده خدای دومره شتمني درکړه چي د کړوسيانو دي هم بس ده، اوس څه ته ګورې او ما ولي نه خپلوې؟ تا بيا درواغ راته وويل او راته ودي ويل: زه غواړم په ژوند کي نور پرمختګ هم وکړم. په دې پلمه دي بيا زما خوله رابنده کړه او ځان دي راڅخه خلاص کړ.
هغه ورځ به ستا هم په یاد وي چي تا د انډيوالانو لپاره مېلمستيا جوړه کړې وه او ماته دي وویل: شمعي ته خو هم زموږ د کور غړې يې، نن ته هم ښايسته کالي واغونده چي انډيوالانو ته مي و نه شرموې. که څه هم زما زړه نه غوښته خو ستا د زړه لپاره مي هغه تور کالي واغوستل چي ستا ډېر خوښ وه. ښايي ستا به هم ياد وي چي ما درته وويل: افتابه ته باید د انسان په بڼه واوسې چي زه او ته يو بل ته سره ورسېږو. کله چي ته ما لمس کړې بايد زه داسي احساس کړم چي دواړه انسانان يو، نه دا چي ما د سرو زرو مجسمه وګڼې. ته هيښ پاته سوې او هيڅ دي راته و نه ويل، ښايي زما څخه به دي د دې ډول خبري توقع نه درلوده، په دې وخت کي زه ولاړه سوم او په منډه مي تا ته هغه د خاورو ډېوه راوړه، بيا مي درته وويل: افتابه واخله دا د خاورو ډېوه په يوه پوف کولو سره د تل لپاره ووژنه! د هغې مېلمستيا په شپه چي ستا يوه انډيوال زه او ته يو ځای سره وليدو نو تا ته يې وويل: ما اورېدلي وه چي انسان تر مرګ وروسته راژوندی سي او بيا جنت ته ولاړ سي، نو خدای هلته حوري ورکوې، تا ته خو خدای په دې دنيا کي حوره درکړې ده.
ما رشتيا هم ځان حوره ګڼله، خو څو ورځي وروسته مي خاله يوه عجيبه خبره راته وکړه. ويل ستا د ملګري مور زه خوښه کړې یم او غواړې ما خپل زوی ته وغواړي. زه ايله اوس پوه سوم چي مينه په زور او زاريو نه کېږي. هسي هم زه د ټولي کورنۍ د اوږو بار وم، يوازي مي په خوله څه نه ويل. ما به کله کله ماشومانو ته د ميني نکلونه هم کول، په هغو کيسو کي به د دوو مينو تر منځ دېوال جوړېده، خو نن بېله زمانه ده، کيسې يې له پخوانيو کيسو سره ډېر توپير لري.
ما کوزده وکړه او بيا مي د واده وخت راورسېد. ما له ځانه سره هغه د خاورو ډېوه هم يووړه. کله چي زما خاوند اسلم پوه سو چي زه له ډېوو سره ډېره مينه لرم، نو زما لپاره يې خورا ډېري ډېوې راوړې، په کور کي يې شاوخوا کښېښوولې او ماځیګر مهال به يې بلولې. اسلم به تل راته ويل چي لکه څومره چي ته له ډېوو سره مينه لرې په همدغه اندازه زه هم ستا سره مينه لرم.
اسلم نا خبره و چي کلونه کلونه مخکي يې زما په زړه کي د ميني ډېوې بلي کړي وې، کله کله به مي پر اسلم زړه وسوځېده، ما ويل زه که خپلي ميني ته و نه رسېدم، نو دی ولي زما له امله بې ميني پاته سي.
نن مي ډېر زړ ه تنګ سو، ډېر مي وژړل، هغه د خاورو ډېو ه مي راواخيسته، پر ځمکه مي ووهل او ټوټه ټوټه سوه. ما نور نه غوښتل چي د افتاب د يادونو له امله خپل نوی ژوند قرباني کړم. پخوانيو يادونو خو ماته يوه شېبه خوشالي هم را نه کړه، نن مي له سترګو څخه د اوښکو سېلاب روان سو او دې سېلاب ته مي د افتاب يادونه هم ورخوشي کړل چي د تل لپاره يې له ځان سره يوسي.
نن شکر دی ښه ژوند، ښه کور او ښه خسرګنۍ لرم، تر ټولو مهمه يې لا دا ده چي يو ډېر پاک زړی، مهربان او مينه ناک مېړه لرم، خو بیا مي هم زړه ناارامه دی، کله کله له ځانه سره وايم چي شمعي ته اوس هم يوازي يې.