جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبلنډه کیسهوروستی نظر (لنډه کیسه) محمدخالص ادیب

وروستی نظر (لنډه کیسه) محمدخالص ادیب

رسمیات وختي خلاص شول، خالد له ملګرو سره  خدای پاماني وکړه، د کور په لور روان شو، په ښار کې ګڼه ګوڼه زیاته وه، ترافیکو د شپېليو چغ او چوغ جوړ کړى و، د چوک په سر ملي بسونه ولاړ وو، ټول سرک یې نیولی وو، یوازې یو یو ووړ موټر ورڅخه تېرېدای شوی، خو د هغې تر څنګ   به هم لس- دولس کلنو ماشومانو منډې وهلې.

ماشومانو شار نو، شار نو نارې وهلې، څه کم یو ساعت وروسته له بیروبار څخه ووتو، خپلې کوڅې ته نږدې، جیب ته یې لاس کړ، حلیمې ته یې زنګ ووهلو، دوه، دري زنګه یې تېر کړل، هغې غږ وکړ:

  • “هلو!”

پرته له دې چې خبرې ور سره اوږدې کړي، امر يې وکړ:

  • “دروازه خلاصه کړه!”

ښه شېبه یې انتظار وکړ، سترګې یې په دروازه کې ګنډلې وې، دواړې پلې یې خلاصې شوې، موټر یې د ننه کړ، حلیمه د موټر خواته نږدې ورغله، لاس یې ورکړ، په موسکنه لهجه یې زیاته کړه:

  • “ نن څنګه وختي راغلې؟!”

د هغې نرمه چمبه یې ورو لاس کې ټینګه کړه، ټیته شوه، اخ یې وکړل، تور ټکری یې پر مخ پرېوتو؛ په اوږده نرۍ پزه یې لاس تېر کړ، خندنۍ شوه، په سرو شونډو کې یې سپین غاښ لکه ملغلرې وځلېدل، تر غومبوري یې نیولو، چې مړوند کې یې کلکه ونیوله، ځان یې ځواب ته جوړ کړ:

  • “ ولې نن پنجشنبې نه ده؟! “

حلیمې بیا زر ور غبرګه کړه:

  • “ قران که مې بیخي پام شوی وي، دا څنګه ورځې تېریږي، ابله ورځ پنجشنبه وه”

له موټر څخه را کښته شو، ، په حوېلۍ کې، وړاندې،  د انګورو تر څپرې لاندې په چوکۍ کښېناست؛ په څېره کې یې له ورایه د ستړیا نښې لیدل کېدې، پښه یې په پښه واړوله، سګرېټ یې له جیب څخه را ویستل، د لایټر ټک شو، اور یې ورکړ، په زړه کې یې را تېره کړه:

  • “اوس ښه چاى وى!”

غوښتل يې حلیمې ته ورنارې کړي،  ګوري، چې هغې په لاسونو کې ترموز او ګلاسونه را نیولي دي، پياله يې ورته ډکه کړه، له چاکلیت څخه یې پوښ لرې کړ، اشاره یې ورته وکړه:

  • “نږدې که خوله دې”

خالد لاس ور اوږد کړ،  هڅه یې کوله چې  چاکلېت ترې واخلي، حلیمې بیا ورته وویل:

  • “هیله کوم خوله دې ونیسه”

شونډې يې ورو سره حلقه کړې، لږ ور اوږد شو، غوښتل يې په غاښونو کې يې ټينګ کړي چې بېرته يې ترې کش کړ، دواړو په کړس وخندل، حلیمه بیا ورنږدې شوه:

  • “واخله! دا ځل در سره ټوکه نه کوم”

خالد زړه نا زړه شونډې وخوځولې:

  • “ښا سمه ده خو پام چې دا ځل یې کش نه کړې”

په خندا شوه، کله به یې، چې وخندل، د اننګو په سرو کې به  يې لوړو ژورو جلا رنګ او ښکلا شيندله، ورو یې وویل:

  • “سمه ده، رانږدې شه!”

زړه يې و چې دا ځل هم ټوکه ورسره تکرار کړي، خو ده وار مخکې کړ، د چاکلېټ په نيمايي يې غاښ ټينګ کړل، نيم يې ګوتو کې پاتې شو، د سترګو رپ کې يې خولې ته کړو تر ژبه لاندې يې وويل:

  • “څنګه شوې بیا لغماني چلونه کوې”

شېبه دواړه ښه وخندل، یو دم حلیمې وویل:

  •  “ته د چاکلیت نقل پرېږده، هغه یوه ورځ دې ویل که رخصتي یا کومه ورځ وختي له دفتر څخه راغلم چکر ته به ځو”

خالد په چورت کې کښېناست، سترګې یې په حلیمه کې خښې کړې، تر اوږه ځنډ وروسته یې پښه له پښې واړه وله،پیاله یې ور پورته کړه وه،  یې ویل:

  • “سمه ده دا کومه غټه خبره نه ده مېنه دې سپره مه شی تر اوسه دې په زړه دي؟”

په ګلاس کې شین چای لمر ته شنه لمبه کوله، هوا ته ترې کړۍ کړۍ تاوونه پورته کېدل، پیاله یې پورته کړه، د ګلاس ژۍ ته یې شونډې منحني جوړې کړي، غوړپ یې ورڅخه وکړ، حلیمې په ولې لاس ور کېښود:

  • “ ګوره! دا شین چای او د سیند غاړه، څومره خوند کړي، هلته به ولاړ شو”

خالد ځان ناګومانه واچوو، په ځمکه یې سترګې خښې کړې، سترګو ته یې مخامخ دوې ګوتې وښورولې، ويې پوښتل:

  • “ولې داسې په چورت کې شوې؟ نن شاید هلته بیروبار هم نه وي”

ده ژر ور غبرګه کړه:

  • “ادې او دا دا څه ونه وايي؟”

په کړس يې وخندل:

  • “ډارنه، څه به وایي؟”
  • “ښه هغه بل ځل دې له ياده وتلي، د پغمان په تګ يې “د سپي تر کوڅه تېر کړو”، د اختر ورځو ته يې هم ونه کتل”

ورنږدې شوه، په سینه یې چپ لاس ورکېښود، په ښې لاس یې په مخ ورو ورو ووهلو:

  • “خیردیه! نه راځي، یو ځل ځو، زر به راشو، څه هلته خو شپه نه کړو!”

پاڅېد، موټر یې چالان کړ، له ګراج څخه یې بیرون کړو،  حلیمې ته یې ور نارې کړې:

  • “څه شوې!”

په نرم غږ يې ځواب ورکړ:

  • “دادي درغلم!”

د ونو په منځ کې راښکاره شوه، تور مصري حجاب یې اغوستی و، سترګه یې ورته ووهله، خالد ور نږدې شو، دې له بیکه  اسپرې را ویسته، ښي او چپ اړخ ته یې ور ووهله، د هغه  د زنې سر یې په ګوتو ټینګ ونيو په بیړه یې زیاته کړه:

  • “ ځه چې نا وخته کیږي”

موټر کې کښېناستل، حرکت یې وکړ، له ښاره بهر شول، حیلمې د بوهنتون د دورې هغه خاطرې ورته شروع کړې،  کومې، چې ددې او خالد تر منځ په څلور کلنه دورې کې تېرې شوې وې، په ده داسې لګېدلې لکه مار ته چې تولۍ ووهل شي، که به چیرې کومه خاطره دې خندا هم نه وه، خو ددې د خوشحالۍ لپاره به یې ډېر وخندل، تر ټولو یې هغې خاطرې ته زیات تشي په درد شول چې خالد په دریم ټولګي کې د کانتین له څنګ سره حلیمې ته د اې تر ویلو وروسته ګونګی پاتې شوی وو، به همدې خبرو کې روان و،  چې په هیټو یې سترګې ولګېدې په سیټ کې را پورته شوه:

  • “لږ میوه نه اخلو؟”

خالد  وویل:

  • “ولې نه”

موټر یې خواته ودرلو، تر را کښته شو، دروازه یې به درب ورپوره کړه، سګرېت یې له جیب څخه را ویست، شین دود یې له خولې لوګۍ لوګۍ پورته کړ، دوکانونو خواته ور روان شو، دوه دري ناک یې پلاستیک کې واچول په زړه کې یې راتېره کړه:

  • “ددې به څه شى خوښېږي؟!”

ناک یې پرېښودل، بیرته د موټر خواته ور روان شو، حلیمې ښيښه کښته کړه، ځان یې خبرو ته جوړ کړ، خالد وار ړومبی کړ:

  • “ څه شی واخلم؟ “

څو شېبې غلې وه، له ځانه سره یې وویل

  • “ مالټې به واخلو، نه ورکه دده نه ده ورسره جوړه، که کېوي واخلو، خو دده یې له رنګه بد راځي، مڼې خو ماته مزه نه را کوي او هو اوس مې په یاد شول اناناس به واخلو چې دده هم ډېره وسره جوړه ده”

ورو یې وویل:

  • “ستا خوښه، خو ګوره املوک ستا هم خوښېږي”

اناناس یې را واخیستل، بېرته موټر خواته ورغی، له څنګ سره یې ودرېدو، دې لاس ور اوږد کړ،خالد فکر  وکړ، چې میوه ورڅخه اخلي، خو حلیمې یې له ګوتو سګریټ کش کړ، سترګو ته یې مخامخ ونیولو، مات یې کړ، موسکی شوه، ده هم نه شوى خپه کولی، هیڅ یې ورته ونه ویل، موټر ته اوچت شو، حرکت یې وکړ. له څه مزل وروسته د سیند غاړې ته ورسېدل، حلیمې له ځانه سره هغه پخوانۍ سندره ورو  ورو زمزمه کړه:

د سیند پر غاړه راځه جانانه

خړو اوبو یووړم ماښام دی

سیند خپله مسته موسیقي ورته غږوله، ونو له باد سره د حلیمې زمزمه بدرګه کوله، حلیمه ور نږدې شوه، حجاب یې لرې کړ، تور نری ګاج او خورې ورې زلفې یې،  چې باد خوځولې ځانګړی ښایست یې وربښلی و،  زنګنونه یې ورسره ولګېدل، له ولو یې ونیولو، ځانته یې ورنږدې کړ، زیاته یې کړه:

  • “پورته شه چې لږ وګرځو!”

د ښي لاس څخه یې حلقه ورته جوړه کړه، دې هم په چپ لاس کې ټینګ ونیولو، د سیند په غاړه یې قدم وهل پيل کړل، حلیمې ته یې وویل:

  • “ لږ ابازي مې کړې وی”

دې ورته وویل:

  • “ خو وکړه څه ته ګورې!”

کالي یې ویستل، په سیند کې ګډ شو، اوبه یې ور وشیندلې، چیغه یې وکړه، يخ يې وشو، دې ته يې چیغو لا خوند ورکړ، نورې اوبه یې هم ور وشيندلې، هغه مخ پر وړاندې  روان و، خو اوبه ډېرېدې، پښې له واکه ووتلې، اوبه يې له اوږو او سر واوښتې، نارې يې کړې:

  • “حلیمېېېې!”

په حيرانۍ يې ور وکتل، ډېرې چيغې يې وکړې، خو نور يې د هغه غږ نه اورېده، د سمندر، چيغو او د هغه وروستي نظر يې په زړه لړزه راوستله، ځان ورته ګنهګار ښکاره شو، د اوبو په ورشیندلو یې سخته پښېمانې څرګنده کړه هر څه يې د يوه تصوير غوندې په سترګو کې پاتې شول.

 پاى

۱۳۹۵/۱۲/۲۱

مزارشریف رادیوتلویزیون ستاره سحر

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب