پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+د طبیعت شاعري | شهزاده شهیر   

د طبیعت شاعري | شهزاده شهیر   

 تا ګل اندام کړ د سالک غزل هم

نن یې په تورو کې وږمه ګرځېده

  د الله ج د قدرتونو څرګندې نښې او مظاهر طبیعت دی. انسان د طبیعت په رنګینو مین دی. طبیعت د زړه راښکوونکو ښکلاوو خورا بې شمېره بېلګې لري. هر بېلګه یې له ارزښتنو او ښکلاوو څخه ډکه/برخمنه ده. دلته به د ځینو طبیعي بېلګو یوازې یادونه وکړم وروسته به یې په وار سره شعري مثالونه راوړم:

آسمان، ځمکه، لمر، سپوږمۍ، ستوري، سیارې، غرونه، سیندونه، سمندرونه، بوټي، ونې، موسمونه، دښته، انسان، شپه، ورځ، وريځې، باران، واوره، ږلۍ … .

شهزاده شهیر

   د طبیعت په هکله یو نظریه دا ده چې « هنر په طبیعت کې نغښتی دی او هغه چا پورې اړه لري چې هغه له طبیعت څخه راوباسي.» د طبیعي ښکلاوو رابرسېره کولو لپاره لفظونو ته ضرورت دی، لفظونه هغه څوک ښه غاړه غړۍ کولی شي چې د لوړ ذوق، احساس او تخیلي ځواک خاوند وي او د طبیعت مظاهر د خپل ژوندانه د هوساینې لپاره وکارولی شي.

   د مصطفی سالک (سپرلی په خال کې) د شعري ټولګو کتاب مې لوسته، ارواښاد استاد محمد صدیق پسرلي پرې سریزه لیکلې ده، د سرېزې په پای کې پسرلي صاحب د سالک شاعري د « د طبیعت شاعري » ګڼلې وه. وروسته مې د همدې موضوع د سپړلو او وضاحت لپاره د سالک صاحب شعرونه ولوستل. رښتیا هم شعرونه یې د طبیعت له رنګینو څخه مالامال دي او د موضوع لپاره مې ښې پرېمانه بېلګې پکې وموندلې.  دا خبره ځکه کوم چې په خپله شاعر ځان د طبیعت بندیوان ګڼي:

د عقل بام مې د پرواز انتها ونه ګڼې

لا د فطرت د قوانینو بندیوان یمه زه

بل ځای له طبیعت سره د خپلې خواخوږۍ سربېره د طبیعت نزاکتونه یې ذهن ته ورګرځي:

د فطرت د خواخوږۍ خبرې پرېږده

د لاله پر زړه داغونه مې رایاد شول

 د انسانانو ذوقونه یو شان نه دي، خو ورته والی لري. ځینو ته ذوق لنډمهاله بوختیا او خوشالي ښکاري،چې ژر بدلون مومي. خو زیاتره خلک ذوق د انسان فطرتي تمایل او غوښتنه ګڼي. سالک صاحب د ذوق لنډمهاله حالت نه خوښوي او د خپل زړه د فطرتي راز ونو په لټه کې دی:

ولې مې ذوق غوندې په منډه درومي؟

زه د فطرت د زړګي راز غواړم

 د سالک د شعر ښاپېرۍ د طبیعت په رنګینو کې ځکه نڅېږي، چې له ده سره د  فطرت خواږه دي او د فطرت خواږه انسان ته خوشالي بښلی شي :

ګوره په رنګ کې مې وږمه نڅېږي

زه د فطرت واړه خواږه لرمه

  له دې بیت څخه ګڼ تعبیرونه کېدای شي، شاعر  خپل اسماني روح کې تیاره ځکه ګڼي چې دنیا کې يې تر اوسه روښاني لیدلې نه ده، د ژوند اوږده اږوده پړاوونه یې لا پاتې دي:

چې مې لیدلي لا راڼه د سترګو توري نه وو

د روح اسمان کې مې تیاره وه په کې ستوري نه وو

  کله کله انسان د یوازېتوب په مهال د اسمان له ستورو سره خبرې کوي، دا نو یو ډول شاعرانه فضا وي، شاعر ځان د طبیعت په غېږ کې ازاد محسوسوي او په ډاګه وايي:

څنګه ستوري د اسمان راته رالنډ شي

زه پر ځمکه او جانان راته رالنډ شي

 شاعر د طبیعت په هنداره کې د خپلې ټولنې دردونه انعکاسوي، وايي، شفق که هر څومره هڅه وکړي، چې د تیارو مخه ونیسي. ناممکنه ده، ځکه د شفق لنډمهاله ځنډ د طبیعي بدلون خنډ کېدای نه شي. دلته د شاعر موخه د خپلې ټولنې زور زیاتی او ناقانونه کړنې دي، چې څنګه يې خوښه وي، هماغسې په خلکو خپل زور چلولی:

ګوره چې پرې څنګه د تیارو اسونه ګرځوي

څومره که شفق د دې اسمان لمنه ونیسي

 سالک صاحب وايي چا چې د غرو لمنو طبیعي ګلونه ولیدل. د طبیعي ښکلاوو مظاهر به ورته ښکاره شي او د هغو ګلونو د ښایست پیکه توب به ورته څرګند شي چې انسانانو په باغونو کې کینولي:

د باغ و بڼ ګلان به ټول وګڼي نه ګلونه

چا چې لیدلي پسرلي کې د راغه ګلونه

ته چې سپرلي زما نه غواړې د خزان ورځو کې

درته به راوړمه په سترګو په لېمه ګلونه

د سپرلي ستاینه همداسې خواږه لفظونه غواړي چې  رنګونه یو غبار وګڼي:

دا رنګ خو یو غبار دی د هر ګل په آئینه کې

ښکلا د سپرلي ګوره د بلبل په آئینه کې

کله چې په انسان  احساسات غالب شي؛ شور ترې جوړېږي، انسان په ژوند کې له دغسې ښکلاوو او لطافت سره مخ کېږي، باید د صحرا په شان لوی زړه ولري، چې ویې زغمي:

د احساساتو شور ترې مسته بړبوکې جوړوي

دې اهو چشمې ته به زړه لکه صحرا پرانیزم

د ګلونو له وږمو څخه نغمې او د پښو له ښکالو څخه یې موسیقیت  جوړول، ښکلې هنر نمايي ده:

وږمه چې ستا په زلفو راشي نو نغمه نغمه شي

ستا په ښکالو کې سر او تال دي د رباب غوندې یې

چینې، سیندونه، سمندرونه او نور … د طبیعت مهمې ښکلاوې دي، چې له برکته یې د انسانانو، حیواناتو،الوتونکو، بوټو، ونو… ژوند ممکن دی. د سالک صاحب په اشعارو کې د سیند او سمندر کلمې ډېرې راغلي، څو بېلګو ته به یې دلته اشاره وکړم:

په سیند کې د څپو سندریز ماحول د شاعر زړه تخنوي، غواړي د ژوند دغه رنګینې شېبې خوندي کړي:

د سیند سندرې ته ځنګل ناڅي

سالکه دلته مې تصویر واخله

 شاعر د پراخ زړه دعوا کوي او د خپلې ادعا د ثبوت لپاره یې خپله سینه له سمندر سره تشبیه کړې وايي که د هنرونو سیندونه ورته راشي، بیا هم پکې ورکېږي. زیاتره سیندونه په پایله کې له سمندر سره ملګري کېږي:

د هنر سیندونه راشي پکې ورک شي

د سالک د سمندر غوندې سینه ده

  که د انسان حواس ژوندي شي، زیار وګالي، کرنه وکړي. هغه ته به د اسماني ښکلاوو زیری وي. اسماني ورېځې به ورته د زلفو په څېر ښکلې شي:

ټول حسونه دې راوېښ کړه دغه وریځې به زلفان شي

چې شفق د یار سینه شي، لمر دې څړیکه د ارمان شي

 ستوری (ستاره) بل ستوری (طالع، ځلا)، موږ وایو د پلاني بخت ستوری وکړ. دلته سالک صاحب د طبیعت په هنداره کې د خپلې ټولنې ناخوالې په غیر مستقیم ډول غندي. دا رښتیا هم کله چې د لمر رڼايي خپره شي؛ نو د ستورو رڼايي د لمر په رڼا کې تته او ورکه شي:

فلک له مځکې سره جوړه نه کړي

خلک چې ویښ شي نو ویده شي ستوري

سالک صاحب د طبیعت په اړه بېل بېل نظمونه هم ویلي چې د ځینو سرلیکونه یې دا دي :

د فطرت البم، د رنګ او نور مجموعه، د نارنج ګلونه، د ننګرهار نسیم، څو شېبې له ګل سره، ښکلا، د رنګ او نور چینه، یوه شپه، ګلورینې پاڼې … .

 د وطن پېغلو ښکلا ستایي، وايي کله چې پېغلې خپل اوربلونه او زلفې وڅنډي؛ نو په صحرا کې د مشکو خوشبویي خپره شي. دلته د مشکو بړبوکۍ څومره نوی ترکیب دی، چې شعر ته یې بلا رنګیني وربښلې ده:

د مشکو بړبوکۍ راشي صحرا ختن ختن شي

چې پېغلې د وطن مې اوربلونه وڅنډي

د طبیعت په صحرا کې د څراغ ښکارېدل او د فطرت په ګوتو کې د پیالې لیدل، دا نو د ښکلا د مظاهرو لټون دی:

هاغلته لرې په صحرا کې یو څراغ ښکاري

لکه په ګوتو د فطرت کې چې ایاغ ښکاري

د نوي کال له برکته په صحرا کې د ګلونو راټوکېدل د شاعر په زړه کې د جانان یادونه تازه کړي:

هلته نوروز دی په صحرا ګلونه

زما په زړه کې راټوکېږي جانان

   سالک صاحب د خوښۍ او خوشبویۍ نښې راپېژني، وايي له بنګړو نه د شرنګ ایستل او له بوټو نه د لونګو جوړېدل د طبیعي بوټو کمال او جوهر دی:

چې له بنګړو دې پکې شرنګ جوړ شي

له ټولو بوټو نه لونګ جوړ شي

شاعر هم په ښکلا مئین دی. د ښکلاوو مظهر هم د طبیعت رنګیني ده؛ نو ځکه ادعا کوي چې مینه یې مصنوعي نه ده:

مینه مې ملګرې مصنوعي نه ده

زه خو په فطرت حسن پرست یمه

 د مصطفی سالک په شعرونو کې د طبیعت بلا رنګونه، خوندونه، مینه، شور او زوږ شته. د لوستونکي لیونۍ مینه پرې ماتېږي. سالک ځوانه او روانه شاعري کوي. د طبیعت رازونه پکې موندلی شو. په طبیعت کې يې د موشګافۍ لټه کړې.

 د ښکلو کلمو، نادره ترکیبونو، د طبیعي پنځوونو، لکه: لمر، سپوږمۍ، ستوري، شپه، ورځ، غرونه، ځمکه، اسمان سیندونه او د نورو … پر ځای کارونه د ده شعرونو ته قوت او رنګیني وربښلې. طبیعي عناصر یې د ټولنیز ژوند د سمبالښت لپاره سېمبولونه ګرځولي. د طبیعي نظام په هنداره کې یې ټولنیزې ناخوالې غندلي. له دې سره سره د خپل ریاضت په لټه کې دی او اعتراف کوي چې هنر ډېرې لوړې او ژورې لري:

سالکه ! لاره د هنر لوړې، ژورې لري

لا دې په مخ کې لوی ګړنګ د ریاضت پاتې دی

شهزاده شهیر، بلخ، مزار شریف

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب