شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهحنیف اتمر: طالبان د ژمنو په پوره کېدو کې پاتې راغلي

حنیف اتمر: طالبان د ژمنو په پوره کېدو کې پاتې راغلي

تاند(چهارشنبه، د سرطان ۲) افغان حکومت وایي طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي طالبانو له امریکا سره ژمنه کړې وه، چې له ترهګرو ډلو سره به اړیکه نه پالي او تر څنګ به یې تاوتریخوالی کموي.

د هغه په وینا طالبانو نه یوازې دا چې د القاعده په ګډون له ترهګرو ډلو سره اړیکه نه ده پرې کړې، بلکې ددغه ډلې کوربه توب کوي او عملا د جګړو په کرښو کې له دوی سره حضور لري.

د اتمر په خبره طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو په تړاو هم پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او نه یوازې دا چې جګړې یې کمې کړې نه دي بلکې شدت یې پکې راوستی او د سولې خبرې یې په ټپه درولې دي.

اتمر پر نړیواله ټولنه غږ کړی چې د طالبان پر کړنو چوپ پاتې نه شي او ددغه ډلې پر وړاندې خپل اقدامات ترسره کړي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز هم ویلي چې په افغانستان کې له روان بحران څخه د وتلو یوازینۍ لار د خبرو مېز ته بېرته راګرځېدل دي.

نوموړې پرون د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په خپله وینا کې زیاته کړې چې په دې وروستیو کې افغانستان کې تاوتریخوالی خپل اوج ته رسېدلی دی او که چېرته بېړني اقدامات ونه شي نو په دغه هېواد کې د نړیوالې ټولنې په ملاتړ تر لاسه شوې لاسته راوړنې به له یوې مخې له منځه لاړې شي.

هغې ټینګار کړی دی چې د افغانستان لپاره یوازې یوه منل شوې لار وجود لري او هغه هم دا چې ښکېل اړخونه ژر تر ژره جګړه ودروي او د سولې خبرو ته بېرته راوګرځي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب