شنبه, مې 18, 2024
Home+ژوند که درد | لیمه وزیري

ژوند که درد | لیمه وزیري

 بې عدالتي ده. زړه چاودون دی. د ورځې مې خیاط ته جامې وړې وې، د لارو په اوږدو کې مې د وطن بدبخته خلک تر سترګو تېرول، په ټوله لاره کې مې هېڅ داسې څه ونه لېدل چې زړه مې دې ورته پورته شي. وطن او خلک یې اوس د یواوبل غوښو ته ناست دي، د ښار فضا بې وسۍ او دوړو په سر اخیستې. د هر چا په اوږه دومره غم و چې پښې یې ورسستې کړې وې. د موټر نه ښکته شوم، له ځان سره مې وویل چې په بېړه به ځان تر خیاط رسوم، چې دا خلک او بېچارګي یې رانه پناه شي.

 خیاط روغبړ وکړ. له څو خبرو وروسته يې وویل: چې دلته ورته ژوند نور د زغملو نه دی. ترې را روانه شوم .هلته نژدې مې دترورکور و، څه کار مې هلته و. تر څو شېبو ناستې پورې یې د کلي بې رحمه حالات را یاد کړل. ویل یې: خپل ژوندونه را پورې اور دي. جنګ مو عمرونه نیمایې کړل.

په سر او ځان مې درد شو. شېبه په شېبه مې حالت خرابېدو، ترې را روانه شوم، سړک بیروبار و، حس مې کاوه چې اوس به چاودنه کېږي، اوس به یو څه وحشت کېږي. ځان مې تر کوره په سختۍ را ورسولو ممکن (کرونا) نیولې وم. تبې مې زور واخیست. رسنیو د وبا دې دریمې څپې د ډېرېدو خبرې کولې. انا مې راته د یوې کلیوالې نجلۍ کیسه وکړله، چې یو کلن ماشوم يې پریښی او دبل سړی سره د خاوند د کوره تښتېدلې وه. خبره شوم چې د ملي ځواکونو سرتیري په غزني کې د زردالیو پاڼې خوري تر څو ژوندي پاتې شي او جګړه وګټي.

کتاب ته مې زړه ښه کړ. کتاب په مثبت او منفي کیسو نه و سر. یوازې زما فکر یې بوختولی شوی. فقط له دې بدرنګو کیسو او د دې خاورې له همیشنیو ترژایدیو یې ژغورلی شوی. بریښنا لاړه، تیاره شوله. د ړنا نه زړه تورو انسانانو زړونه په دې یخول. پلار مې هیڅ مثبته خبره ونکړه. راته یې کړل، چې ډېری ملګري یې له وطنه ځانونه وباسي. موبایل مې را واخیست. په ښار کې په معصومو انسانانو چاودنه شوې وه. اوږده شپه او له کابوس ډک خوب مې مخکې وو. تبه مې شدیده کېدله. جګړه هم همداسې‌!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب