پلار په خواشينۍ وويل:
_ تا هېڅ هم نه دي زده کړي!
د ماشوم سر وځړېد.
پلار وويل:
_ څلور مياشتې يو عمر دی، خو ته لا په الفبا هم نه پوهېږې!
د جامو د ګنډلو د ماشين غږ ودرېد، ځوانه ښځه په خبرو کې ور ولوېده:
_ سړيه! تر اوسه خو لا په اول صنف کې دی، زده به يې کي.
د سړي تندی تريو شو، لاسي بکس يې ور واخېست ، له کوره ووت او دفتر ته لاړ.
ښځې ماشوم ته وکتل، ورو يې وويل:
_ ګوره زړګيه! ته بايد خپل درسونه ووايي، د پلار خبره دې درپه زړه که، ويل يې چې که په سبقونو کې تکړه وې، نو يو ښکلی کوچنی بايسکل درته اخلي.
ماشوم په حيرانۍ ورته کتل…
ښځې د ماشين لاستی تاو کړ، ورو يې وويل:
_ هله ګرانه! د مکتب وخت دې دی !
هلک بکسې ته لاس ور وغځاوه، بوټونه يې په پښو کړل، د باندې ووت.
هوا سړه وه، ماشوم د سړک پر غاړه ودرېد، موټر ګړندي روان ول، يو لاروی وردمخته شو، ماشوم يې تر لاس ونيو، د سړک تر بلې غاړې ورسره لاړ.
پاو وروسته ماشوم په ټولګي کې و، معلمې يې پر توره دړه د الفبا توري وليکل، په لوړ غږ يې وويل:
_خوب قندولکا! الفبا را سه سه بار در کتابچه هايتان بنويسيد!
ماشوم په حيرانۍ سره خپلې کتابچې ته کتل…
شېبه وروسته معلمي وپوښتل:
_قندولک! تو چرا نوشته نميکنى؟
ماشوم ورو وويل:
_ څه ؟
د معلمې شونډې وخوځېدې::
_ چه گفتي؟
هلک بيا خپله خبره تکرار کړه!
_ څه وکم!
معلمې تندی تريو کړ!
_ بچيم! مه پشتو ره نميفامم ! تو چه ميگى؟
ولاړه شوه ، د يوه بل ماشوم تر څنګ ودرېده، په خوشالۍ يې وويل:
_آفرين بچى لايق، چقه زود نوشته کدى!
د تختې پر سر پر يوه لوی کاغذ ليکل شوي وو :
(( په مورنۍ ژبه زده کړه د هر چا حق دی. ))
تر ډېرو اوږدو مقالو، تحقیقي او ایدیالی لیکنو دا لنډه کیسه ډېرمهم او له مفهومه ډک پیام لري.
که تاسی یی کیسه بولی زه یی واقیعت بولم ، د احمدشابابا مینه کی د موسی شفیق په نوم لیسه ده ، زما بچیان پکی درس لولی ، هغوی وای مونږ په پښتو ژبو صنف کی یو معلمه مو په پښتو نه پوهیږی هغه ځان سره معادل د دری ژبی کتاب راوړی چه زمونږ له کتاب سره یی صفحی سر نخوری او معلمه په دری درس راکوی او چه څوک نه پوهیږی هغه اضافه تهدیده وی چه ولی دری مو نده زده .