د کرتۍ له جیبه یې درې سګریټه راواخیستل. اوف یې کړل. سګریټ یې ښځې ته ورښکاره کړل:
-څوک زما پر کرتۍ کښینستي دي
میرمنې یې ګوږ سګریت ورو په ګوتو سیخ کړ. سړي سر وخوځاوه. د اورلګید لګیدلی خلی یې په هوا کې وڅانډه چې اور یې مړ شي. سګریټ یې کش کړ.
ښځې په ټیټ غږ ورته وویل:
-ښه ده چې ویې نه څکوې
ده د سګریټ لګیدلي سر ته وکتل. په ایروني کې کلک وموښه:
-دا یې مړ
-ښه دې وکړو اوس به بیا په دغه پیسې ورکوې
سړي د دروازې له شا پر میخ راځوړنده د قره قل خولۍ راوواخیسته، له خاورو یې وڅنډله. د خولۍ پورتنی پوست پمن ورته ښکاره شو. لکه د سګریټو لوګی چې له خولې باسي اوف یې کړل.
ښځې وپوښت:
-چیرې ځې؟
سړي ور پرانیست:
– که مې مځکې ته خریدار پيدا کړ
دباندې ډزې شوې. ده ور بیرته پورې کړ. میرمنې یې ورته وویل:
-په دې سره اور کې څوک مځکه څه کوي
-نور خو نو د سګریټو پیسې هم په خلاصیدو دي
-دغه خو نو بس کړه
قره قل خولۍ یې پر توشک واچوله. له ایروني یې نیمسوی سګریټ راواخیست، اورلګید یې ورته ونیو. سګریټ یې سر پر سر څو ځله کش کړ. سترګې یې پټې ونیولې. ورو ورو یې لوګی له خولې پوف کړ، د سولې د کلونو وخت یې سترګو ته ودرید:
« د کابل له زرنګار پارک سره یې د موټر له کړکۍ د سګریټو یو ډبی یوه لاروي ته ورکړ هغه ډبي ته لاندې باندې وکتل، له خندا شین شو… ده موټر ته ریز ورکړ»
اخ یې کړل. میرمن یې ناره کړه:
-خیر خدایه
د سګریټ فلتر د سړي له ګوتو ولوید. ګوتې یې راواړولې. په سګریټو سوځیدلې وې.
پای