جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبلنډه کیسهویده وګړي (لنډه کیسه) عبدالوکیل سوله مل

ویده وګړي (لنډه کیسه) عبدالوکیل سوله مل

نیمه شپه وه. د کلا لویه دروازه تړلې وه. په کلاکې ټول لوی او واړه په درانده خوب بیده وو چې لویو سپکو او درندو ډزو له کلا دباندې او دننه لویا غوغا جوړه کړه ، درباری شو هر څه ولړزیدل لکه لویه زلزله چې سمه او غر ونړوی او لکه لوی طوفان چې هر څه له ځا نه سره پورته کړی.

نا ببره د کلا لویه دروازه په درب بیرته شوه . سپکو او درندو ډزو نه یوازې په کلا کې ویده وګړی راکینول ، مرغان او په کلا کې پراته حیوانات هم وترهیدل . د مرغانوآوازونو او د حیواناتو رمباړو ټوله کلا شور او زوږ جوړ کړ. په کلا کې واړه او زاړه ټول له ځا یه ولټیدل . د مور له خولې لویه چیغه پورته شوه:
ـ یالله خیر
او له دې سره ټولونارې کړې :
ـ غله دی … غله
کلا د کوچنیانو چیغو او ژړا په سر واخیسته
لویانو هر چا څه چې لاسته ورغلل . چا توره ،چا تبر او چا ټوپک راواخیستل . خو چې د کلا منځته راووتل . هر یو ځای په ځای ودرید او لکه اروا یی چې وتښتی په ټولو ویره خپره شوه ، رنګونه یی زیړ راواوښتل .ټوله کلا په سپکو او درنو وسلوبار وسله والو نیولې وه

په دې نیمه شپه کې راغلو غلو داسې جا مې اغوستې وې چې د توپ په ګولیو دې هم په ګرانۍ له پښو غورزولی شو. دهریو په اوږه داسې وسلې بار وی چې انسان څه چې تیږې ېې اوبه کولی. دا وطنی غله نه و او نه خو هم له نږدې ګاونډه راغلي شوکماروو . ددوي هر څه بدل وو : نه ېې څیرې او نه ېې جا مې چا ته ورته وې . د کلی خلکو په اول ځل دداسې څیرو او جامو خلک لیدل . له هغو سره جګړه او مقا بله لکه له ډبرو سره د سر وهل او په لوی لاس ځانونه له غرونو راکنډه کول وو.

راغلو غلو نه یوازې دننه او دباندې ټوله کلا نیولې وه ،پا س ونو ته هم ختلی وو او لکه مرغان د ونو په لویو منډانو نا ست وو. خو راغلو غلو هیڅ شي او هیچا ته لاس نه وو وروړی خو هیښوونکی خبره دا وه هسې چې د غلو څیرې ، جامې او پیښې پردۍ او نا اشنا وو داڅیر ېې ګړیدل او خبرې هم نا اشنا اولکه ګونګیان په اشارو غږیدل . د غلو مشر چې په لاسو او ورمیږ ېې ګڼ ماران رسم وو په لوړ آواز ګډ شو، خو هیڅوک ېې په خبرو ونه پوهیدل . خو خبرې ېې لا خلاصی نه وی چې تر څنګ کس ته ېې اشاره وکړه چې خبرې ېې وژباړي. هغه یی لکه سرتیری دستی آمر پر ځای کړ:
ـ دی وایی : مه بیریږئ ! موږ مو له هیڅ شی سره کار نه لرو.

په دې سره کلیوالو کې ساه وچلیده ، ډاډه او ویره یی له سره والوته ، د کلي مشر ژر ورغبرګه کړه:
ـ نو په دې نیمه شپه کې څنګه بې پوښتنې او بې اجازې په کلا راننوتی یا ست؟
د غلو مشر اوږې پورته ونیوې . بې له ویرې او ترهې ېې په غرور او مستۍ وویل:
ـ مو ږ مو په مور پسې راغلي یو.

په دې سره په کلا کې شور او زوږجوړشو. ټولو یو بل ته هک پک وکتل او دغې ناروا او سپکې غوښتنې ته ګرد له غوسې شنه او سره را واوښتل . د کلي مشروویل:

ـ په دې بوډۍ څه کوئ دا خو کومه پیغله هم نه ده چې کوم زلمی ته یی نکا ح کړئ؟
د غلو مشر نرۍ موسکا وکړه د کلیوالو په احساساتو او غوسې ېې هیڅ سر ونه ګراوه هما غسې سرتمبه یی وویل:
ـموږ دومره ساده نه یو . موږ د واده پسې نه یو راغلي . موږ ته د هغو غلو او زورورو کیسې ټولې معلومې دي چې ستا سو د مور د واده په هوس کې سرونه بایللي او شرمیدلی تښتیدلي دي.

ټولو وړو اوزړو زامنو ، لمسیانو ،کړوسیانو، کودیانو او نورو….یوه بل ته وکتل . بیا ټولو په یوه ساه چیغه کړه .
ـ نو له دې زړې بوډۍ څه غواړئ ؟
د غلو مشر په لوړ آواز ځواب ورکړ:
ـ د هغې کمالونه
د کمالونو په اوریدو ټوله کلا هیښه پا تې شوه او هر یوه له خولې بې واکه راووتل :
ـ کمالونه ، کمالونه ، کمالونه ………
د غلو مشر د شور او زوږ په منځ کې په بیړه ورغبرګه کړه
ـ بلې کمالونه موږ د هغې کمالونه یادوواو له ځانه سره یی وړو .
د کلا له منځه یوه تن چې پخپله مونډۍ ږیره یی لاس واهه او له تسپو ېې پرله پسې ټکار ویسته په زوره وویل:
ـ موږ ته یی په بدل کې څه راکوئ ؟
د هغه په دې له شرمه ډکه غوښتنه او معا مله ټول : واړه او زاړه له غوسې سره او شنه شول . د کلا په منځ کې لوی شور او زوږ جوړ شو . هرچا په لاس کې نیولې وسله زلمی ته ونیوه او له هرې لور پرې د کنځلو او ګواښونو باران جوړ شو:
ـ څه غول خورې ، په مور سودا کوې؟ مور خرڅوئ؟
زلمی ته بې واکه خندا ورغله او د هیچا د ښکنځلو او ګواښونو ونه بیریده :
ـ که داسې درباندې مور ګرانه وای په داسې درانه خوب به نه بیدیدلی!
یوه بل هم غاړه تازه او په پلوۍ ېې وویل :
ـ موږ نه یوازې بیده ،ړانده او کاڼه یو ، نا پوه هم یو چې پردي مو د مور په کما لونو خبر دي او موږ لا هغه نه پیژنو.
او له دې سره د ټولې کلا وګړو له شرمه سترګې لاندې ونیوې .
سوتهال ـ لندن
د شپې یولس بجې
د ۲۰۱۷ میلادي کال د جون ۱۲

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب