دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبمانا څه ده؟ | محمد مصطفی سمون‎

مانا څه ده؟ | محمد مصطفی سمون‎

مانا د یوې ژبنۍ نښې منځپانگه ده، نښه (لغت، عبارت، جمله، وینا، متن) چې دال بلل کېږي. ژبپوهان په تېره قاموس لیکونکي مانا د ویيپانګې تر تعریفه محدودوي. ډېر ژبپوهان او ځینې فیلسوفان او ارواپوهان وایي، چې د مانا ځای ذهن دی او پر دې باور هم دي، چې مانا په یو ډول د فکر او مفاهيمو ترمنځ له ژبنیو اړیکو سره کار لري. مشهور انګرېز پوه《اُولمن》وایي:(مانا دوه اړخیزه اړیکه ده، چې د ذهني انځور او ویي ترمنځ موجوده ده).
د مانا په برخه کې معاصرو فلسفیانو او منطق پوهانو لکه فرگه، راسل، ویتګنشتاین، جورج مور، کواین، کارنپ او الفرد جولز ایر… کار کړی دی.
د مانا په اړه د بحثونو پیل:
په (۳۷۰ق، م) کې یوناني فیلسوف اپلاتون خپلو شاګردانو ته وویل، له تاسو غواړم، چې نن راته د یوې کلمې مانا مشخصه کړﺉ او هغه کلمه انسان(man) ده.
له ډېر بحث وروسته د هغه شاګردانو وویل، فکر کوو جواب مو پیدا کړ. هغوی وویل د انسان کلمه “دوه پښې لرونکی او بې وزرو مخلوق دی”. تصور وکړﺉ، چې هغوی د کومو څیزونو په اړه فکر کړی او بيا يې ذهن ته دا تعریف راغلی. دوی داسې هم ویلای شول، چې دوې پښې لري، شاید دا ځواب یې د چرګ له کلمې سره یو شان و؛ خو اپلاتون ته ټول ځوابونه جالب و، څومره چې دوی تعریفونه کول، دی د مانا په اهمیت پوهېده.
 له مختلفو لارو د مانا پلټنه:
مانا د ژبپوهانو ترمنځ په ځینو برخو کې توپیر کوي.
 1:ژبپوهان په تېره (قاموس لیکوونکي)
مانا د قاموس (dectionary) تر تعریفه محدوده بولي.
 2:ډېر ژبپوهان، ځینې فلسفیان او ارواپوهان د ذهن داخلي چاپیریال د مانا ځای بولي او په دې باور دي، چې مانا په افکارو او مفاهیمو کې له ژبې سره کار لري.
3: ځینې ژبپوهان په دې لټه کې دي، چې د ژبې او بهر نړۍ ترمنځ اړیکه رامنځته کړي او شیان، پېښې او واقعیتونه د موخې د ترلاسه کولو لپاره په کار واچوي.
د مفاهیمو او فکر پر اساس د مانا پیداکول:
ژبپوهان چې له مانا سره ذهني چلن کوي، مانا د انسان په ذهن کې وي؛ نو په همدې اساس د دغه برخورد له مخې د کلمې مانا په ذهني تصویر کې ده. کله چې د “سپي” کلمه واورو؛ نو په ذهن کې مو د سپي تصویر تداعي شي.
د فلسفې په دایرةالمعارف کې د مانا توضیح پر درېو نظریو ولاړه ده:
۱: د پخوانۍ (مصداقي) مانا
 نظریه Referential theory
۲: د ذهني ایډیال (ذهني مفاهیم) مانا نظریه Ideational theory
۳: ځوابویونکې او محرکه نظریه Stimulus – response theory
ویتگنشتاین ویل چې د ژبې ماهیت د لوبې غوندې دی او مراد یې دا دی، چې ژبه یو کره منطقي حساب نه دی. په دې مانا چې هره کلمه به مشخصه مانا لري یا هره جمله معینه مانا لري او یا ټوله جمله د یو نقش دنده ترسره کوي. بلکې د کلمې مانا د هغې د دندې له مخې په متعارف شکل رامنځته کېږي. د جملې مانا هم په متن کې په کارولو سره زیاتېږي. د کلمې او جملې د کارولو ترمنځ توپیر یوازې په (کورني ورته والي) کې دی.
د ویتگنشتاین شعار دی، چې له مانا پوښتنه مه کوئ، بلکې د کلمې له کارولو پوښتنه وکړﺉ!
له دې سره د ده نظر روښانه کېږي او له دې خبرې د هغه مراد دا دی، چې مانا يوازې یوه کلمه ده، هغه کلمه چې خلک یې په ورځني ژوند کې استعمالوي.
فرگه وويل چې د کلمې مانا او حسي انځور Image چې له شیانو یې لرو توپیر لري. هغه په دې باور دی، چې حسي انځور (د يوه څيز ذهني انځور) یا حسي ادراکات دي او یا د ګومان ادراکات.
حسي ادراک د یوه شي په اړه هغه ادراک دی، چې له حسي انځورونو څخه مخکې په ذهن کې رامنځته کېږي او حسي انځورونه له هغو څخه راوتلی دي. په بل ډول که ووایو، له یو شي څخه د حسي تاثیراتو انځور زموږ په وسیله رامنځته کېږي او دغه حسي انځور زموږ  عواطف او احساسات دي. په همدې ډول حسي انځور د یو فرد له بل سره توپیر کوي؛ نو په همدې دلیل دا کار په ټوله کې شخصي دی مګر مانا یوه مستقله چاره ده او پر خپل ځان بسیا ده. د مانا په اړه د فرگه یو کلي دلیل چې ورڅخه دفاع کوي دا دی، چې وايي مانا په یوه مستقله نړۍ پورې اړه لري، چې موږ یې جوړوو نه، بلکې کشفوو يې.
فرگه درې نړۍ له یو بلې بېلوي:
۱:زموږ له ذهنه خپلواکه بیروني مادي نړۍ.
۲: شخصي او خصوصي نړۍ چې افکار، تصورات، د دروني غوښتنو پلټنه او د ژوند رواني او ذهني اړخونه دي.
۳: مانیزه نړۍ د اپلاتون د مُثُل نظریې ته ورته ده، د فرگه مانیزه نړۍ د کلماتو مانا، د عباراتو مانا، د قضایاوو د مانا صدق او کذب او حتا په مخالفو ماناوو کې هم شاملېږي.
هر انسان چې له ژبې څخه کار اخلي او د ژبې له معقولې کارونې سره اشنا دی، دا وړتیا هم لري، چې د خپلو خبرو مانا نورو ته ور انتقال کړي او کوم څه چې وایي او انتقالوي یې پرې پوه شي.
د ذهني فضا نظریه په ( ۱۹۹۴، ۱۹۹۷) کې د فوکونیه له خوا مطرح شوه او وې ویل چې د جملې مانا له متن پرته نشو څېړلای.
ژبه همېشه د واقعي پیغام او د اطلاعاتو د واحد په مانا نه ده، ځینې برخې یې د کارونې پر مهال په ټولنیزو اړیکو پورې اړه لري.
هامپتي دامپي په بېباکانه ډول وویل: (کله چې کوم لغت کاروو، نو هماغه مانا لري، چې زموږ خوښه وي نه کومه بله)
مثبت ګرايان بیا د مانا په اړه داسې باور لري، چې د قضیې مانا په تجربه ثابته شوې طریقه ده. له دې څخه یې مطلب ترکیبي او تجربي قضیې دي نه ریاضیکي قضیې. یوه تجربي قضیه هغه وخت ماناداره کېږي، چې تجربه شویو قضیو ته غاړه کېږدي؛ نو بیا یې صدق او کذب والی معلومېږي.
د یوه مفهوم پر څه باندې ورګډولو یا بل ځای ته وړلو سره باید هغه په مانا بدل شي او مانا هماغه لېږل شوی مفهوم دی.
که مفهوم په یوه انفرادي ذهن پورې اړه ولري، نو دا د هماغه مفهوم مانا ده چې له ذهني حریمه یې راوتلې ده او نور وګړي هم ځان پکې شریکولای او په یوې ګډې دارایۍ يې اړولای شي.
مانا انتقال کېدونکی مفهوم دی، که مفهوم په منفرد ذهن پورې مختص وي؛ نو مانا هماغه مفهوم دی، چې د ذهن له بیروني حریم څخه راغلی او نور هم کولای شي په هغه کې شریک او په ګډې دارایۍ یې واړوي.
هر مفهوم او مفهومي نظام چې د نورو فاعلونو د پېژندګلوۍ، لاسرسي او ګډې لیدنې لپاره وي، مانا یې بولي.
مانا هماغه ذهني انځور دی، چې د یو شي ځای ټاکلای او د یو څه مالک کېدای شي.
په بل عبارت مانا هغه مفهوم دی، چې ذهني زېرمه پر عیني مقولې یا ذهني لید باندې اړوي.
له همدې امله پر مانا د مفهوم بدلېدنه، په ذهني زېرمه کې له نورو سره ګډول دي.
که مانا هماغه لېږل کېدونکې او ګډېدونکې وي، نو دا پوښتنه راپيدا کېږي چې څرنګه  مفهوم پر مانا اړولای شو؟
او بل دا چې څنګه کولای شو مفهوم له ذهني هستۍ څخه ویناوال (فاعل) ته واړوو، چې نورو ته هم د لاسرسي وړ وي.
څه ډول د پېژندل شوي ویونکي ذهني زېرمه بل ویونکي ته په لاس ورکولای شو،  چې پر ګډ مفهومي نظام یا ګډې ذهني نقشې باندې واوړي؟
بې له شکه پر مانا او مفهومي نظام باندې د مفهوم او مفهومي نظام د بدلېدا آسانه لاره دا ده، چې ذهني مفهومي هستي له عیني هستیو سره وصل کړي. هر څه چې په ذهن کې دي، هرومرو نورو ته د لېږد وړ نه دي، نو باید دا شته له نورو سره وصل شي، چې نورو ذهنونو ته هم د لېږد وړ شي. په بله وينا، چې په ذهن کې پرته محتوا، مفهوم او هر هغه څه چې په ذهن کې دي، په یوه داسې ظرف کې واچول شي، چې د لېږد وړ وي.
دغسې عینیت ورکول ذهني محتوا ته لوری ټاکل دي، چې د محتوا د لېږد لپاره له ذهن څخه بهر زمینه برابروي.
نو له دې کار سره مفاهیم له هغو هستیو سره وصلېږي، چې نور هم له دې هستیو سره د شتون احساس وکړي.
د مفاهیمو او فکر کولو په اساس د مانا موندل:
ژبپوهان د ذهني طرز له مخې له مانا سره کار لري، چې د انسان ذهن د یوې کلمې په مانا پسې ګرځي. چې د دې طرز له مخې د کلمې مانا په ذهني انځور پورې اړه لري؛ لکه د dog له کلمې سره چې زموږ په ذهن کې انځور مترسم شي؛ خو دا کلي تصویر وي، یعنې مشخص نه وي.
د عامو او خاصو نومونو توپیر هم همدلته وي، چې عام نومونه له ګڼو ماناوو سره زموږ ذهن ته راځي. دا ځکه چې مشخص څیز نه وي، چې موږ هماغه مانا ترې واخلو چې د ویونکي یا په متن کې د ذکر شوې کلمې موخه وي. د dog له کلمې سره ذاتي او جوړښتي بېلګې ذهن ته راځي، چې د تصوري مانا ترڅنګ نورې ظاهري ماناوې شته؛ خو هر فرد خپله مانا ترې اخلي.
نو ویلی شو، چې کله کله مانا د تصور په بناء ټاکل کېږي او دا تر ډېره هغه وخت پېښېږي، چې د تصور او هغې پېښې تر منځ نږدېوالی او یا یو شانوالی موجود وي، چې مانا په تصور کې په خوځښت راولي.
د وخت له تېرېدو سره د کلمې مانا هم بدلون کوي. دا ځکه چې په دې بدلون کې جغرافیوي، تاریخي، ټولنیز او فرهنګي عوامل شاملېږي.
د ځینو کلمو د مانا په اړه زموږ په ذهني چاپېریال کې د هغې کلمې انځور نه وي، چې د کوم څیز لپاره یې کاروو؛ خو رنګارنګ انځورونه زموږ ذهن ته راځي، چې کېدای شي د ویناوال موخه دغه څیز وي؛ خو دا ستونزه اصلاً د پوهولو او راپوهولو په لړ کې پېښېږي. موږ تر اوسه د مخاطب هغه کلي تصور تر اوسه نه دی راخپل کړی، چې څه ډول د مانا په رسولو کې له موږ سره مرسته کوي.
انسان ته چې څه ارزښت پیدا کړي هغه ورته مانادار شي، اصل مانیز جوړجاړی د انسان په ذهن کې وي، خو د دې اړخ اهميت د ژبې د کارونې پر مهال څرګندېږي او خبره له انتزاعي حالته راوځي او د ویناوال او ویونکي ترمنځ د بحث وړ ګرځي.
                   ماخذونه
۱: باطني، محمد رضا(۱۳۹۰) زبان و تفکر ( مجموعه مقالات زبانشناسي) چاپ دهم، تهران: نشر آگه.
۲: پالمر، فرانک (1395) نگاهی تازه به معنی شناسی،(ترجمه: دکتر کورش صفوی) چاپ هفتم، تهران: انتشارات کتاب ماد.
۳: زیدان، محمود فهمي(۱۳۹۸) مقدمه ای بر فلسفه زبان،(ترجمه: شیرزاد گلشاهي کریم، فریده فاتحي علیشاه)تهران: انتشارات امیدصبا.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب