چهارشنبه, مې 15, 2024
Home+ورځپاڼه | امیرشاه یاد

ورځپاڼه | امیرشاه یاد

د کاغذونو خرپا وه د مېز تر څنګ ودرېد،

په ډبل غږ يې وويل:

په پنځلس دقيقو کې ټول خبرونه بشپړ کړه

شېبه وروسته د بوټونو ټکا راغله

همکاره مې وه

ويې ويل: دوه دقيقې پاتې دي

له شا ورپسې روان شوم پر نيوز روم ورننوتو

بېرته خپلې څوکۍ ته لاړم

د مېز له سره مې ورځپاڼه راواخيسته

مهمو موضوعاتو ته پکې ځير وم، همکار مې غږ کړ

ځان چمتو کړه مرکې ته ځو

بهر ته ووتوو

باران اورېده ماښام و

موټر کې سپاره شوو

د پاخه سړک تر څنګ، ولاړو څراغونو د باران څاڅکي ځلول.

شېبه وروسته مو د موټر څراغونه د پياده رو کټارې ته مخامخ شول، چې يو هلک ورته ډډه وهلې وه

ښکته شوم خوا ته وروړاندې شوم

مخامخ ورته کښېناستم له تورو اوږدو ويښتانو يې اوبه څڅېدلې، ژېړه پلاستيکي پښه يې د کټارې ژۍ ته تکيه کړې وه

ځان مې چمتو کړ چې غږ يې ثبت کړم

له موټره مې د همکار غږ راغى پرېږده يې د ده حال خو لا ښه دى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب