چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeټولنیزارواپوهنهایا دوی رښتیا ستا ملګري دي؟|حبیب مومن

ایا دوی رښتیا ستا ملګري دي؟|حبیب مومن

پنځلس نښې چې دا پوښتنه مو ځوابوي:

مونږ ټول ملګرتیاوې لرو چې ځینې مهال په خواشینۍ سره پای ته رسېږي او له بده مرغه ډېری مهال مونږ ټول مخکې له دې چې ښه ملګري مو له بدو هغو بېل کړو له لویو ستونزو سره مخ کېږو. 

دلته مونږ خپلې تجربې په کار اچولي او 15 هغه نښې مو را ټولې کړي چې پر ښکاره دلایلو څرګندوي چې کوم ملګري مو ستاسو ملګري نه دي. که دا نښې ستاسو په ملګرو کې موندل کېږي نو مونږ تاسو ته وړاندیز کوو څو مخکې له پرېکړې دوه ځله په دې اړه فکر وکړئ او بیا مشخصه کړئ چې آیا دوی ریښتیا ستاسوملګري دي او که نه.

د زهرجنې ملګرتیا 15 نښې:

 

  • دوی یواځې هغه مهال زنګ در ته وهي چې څه شی غواړي

 

ټولې ملګرتیاوې باید مساوي وي. دا په دې مانا چې تاسو باید له ملګرتیا څخه هومره څه تر لاسه کړئ څومره چې تاسو له لاسه ور کوئ او دا هر څه باید دوه اړخیز او په متقابل درناوي ولاړ وي. که چېرته تاسو (په ملګرتیا کې) ډېر څه د لاسه ور کوئ خو په مقابل کې یې ډېر کم څه تر لاسه کوئ نو باید په دې اړه دوه ځله فکر وکړئ چې دوی (ستاسو ملګري) له تاسو څخه څه شی غواړي. 

 

  • خبرې اترې (مکالمه) مو هېڅکله هم مساوي نه وي

 

آیا کله مو پام شوی چې کله له خپلو ملګرو سره اوسی ستاسو (د خبرو) ټول تمرکز د دوی (پر ستونزو) ور ټول وي او ستاسو د ستونزو یادونه نه کېږي؟ که ځواب مو هو وي نو دا ښه نه ده ځکه مونږ ټول داسې ستونزې او مشکلات لرو چې باید په اړه یې له یو چا سره خبرې وکړو.

 یعنې په ملګرتیا کې دواړه لوري باید یو د بل ستونزو او خبرو ته غوږ کېږدي او په اړه یې سره خبرې وکړې. که داسې نه وي نو د دې ملګرتیا په اړه غور کول په کار دي.

 

  • دوی تاسو د نورو پر وړاندې سرټيټي کوي او پر تاسو ملنډې وهي

 

معمولاً خلک هغه مهال دا کار کوي کله چې د ځان په اړه نا سم احساس لري او غواړي د خلکو د پام بل لور ته د اړولو له پاره له بل چا څخه ګټه واخلي. په یوه څرګند «نه» سره دې ډول ملګري ته نه ووایئ او زر تر زره پر دا ډول ملګرتیا خط را کش کړئ ځکه دوی د خپلو ناکامیو د پټولو له پاره له تاسو څخه د ملګري په توګه ګټه اخلي.

 

  • کله چې له دوی سره وخت تېروی د ځان په اړه ناوړه احساس کوی

 

ځينې مهال دا ستونزمنه وي چې د خلکو اخلاق او کړه وړه تحلیل کړی خو ستاسو احساسات هېڅکله دروغ نه وايي. ملګري باید تاسو ته غوره احساس در کړي، ځواک در وبخښي او بری در په برخه کړي. که تاسو د دوی په اړه نا سم احساس کوی نو تاسو باید دوی پرېږدئ او له دې ملګرتیا څخه د تر لاسه کېدونکې ګټې ارزونه وکړئ. له بده مرغه ځينې خلک یواځې غواړي چې نور سرټیټي کړي.

 

  • دوی سر سخته سیالي در سره کوي

 

دا ښه خبره ده چې هم اوس او هم په راتلونکي کې تر یوې اندازې سیالي کوونکي و اوسئ خو د ډېری نورو شیانو په څېر تاسو کېدلی شي ډېر زیات غوره شیان و لری. هغه ملګرتیا چې د (سختې) سیالۍ/ بخیلۍ پر اخلاقو ولاړه وي هېڅکله هم غوره او رېښتوني ملګرتیا نه ده. 

 

  • دوی ستاسو پر خوښیو او نېکمرغیو نه خوشالېږي

 

دا هم د نا سم ملګرتوب یوه عامه او مشهوره نښه ده چې د سیالۍ یا بدنیتۍ پر اخلاقو ولاړه ده. ريښتوني ملګري تل تاسو بریالي او خوښ لیدل غواړي.

 

  • دوی ستاسو ژوند ته ډرامې راوړي

 

هغه ملګري چې ستاسو ژوند ته ډرامې راوړي معمولاً هغه خلک دي چې خپل ډېری وخت د هغو ډرامو په اړه په چیغو او نارو تېروي چې په خپله دوی یې را منځ ته کوي. دا په دې مانا چې دوی ستاسو په اړه د داسې څه په اړه اوازې خپروي چې اصلاً دوی خپله تر سره کړي وي خو پړه یې پر تاسو اچوي. تاسو خپل پر شاوخوا دا ډول منفي اشخاصو ته اړتیا نه لرئ. 

 

  • دوی په تاسو پسې (پس شا) خبرې او غیبت کوي

 

مطلقاً نه! ملګرتیا باید پر دوه اړخیز باور او درناوي ولاړه وي نو څوک چې پس شا ستاسو غیبت او په تاسو پسې خبرې کوي نو هېڅکله خپل وخت مه پرې ضایع کوې او په ملګرتیا نه ارزي.

 

  • کله چې احساس کوئ چې اړیکې مو پر شرایطو ولاړې دي

 

دا خبره ستاسو د ټولو نورو اړیکو په اړه هم صدق کوي. ستاسو اړیکې باید پر شرایطو نه وي ولاړې او تاسو باید اړ نه اوسئ چې په ملګرتیا کې له ټاکلو لارو چارو څخه کار واخلئ.

 

  • دوی تاسو ته ضمانت در کوي (بې ځایه ژمنې او قسمونه کوي)

 

ځینې مهال داسې پېښېږي چې تاسو دې له کوم چا څخه ضمانت او کلکه ژمنه تر لاسه کړئ چې دا ښه کار دی خو که ستاسو ملګري له اړتیا پرته او په دوامداره توګه دا کار کوي نو دا ترې څرګندېږي چې ستاسو ملګری د باور وړ نه دی او پر ملکرتیا یې ستاسو په پرتله خورا لږ پانګونه کړې.  اوس نو ښايي ستاسو نوبت وي چې دوی ته ضمانت ورکړئ او هغه هم د تل له پاره (یعنې لارې ترې دا کړئ).

 

  • ستاسو رازونه ستاسو پر ضد کاروي او نورو ته یې وايي

 

دا نو خورا ناوړه او مطلقاً داسې کار دی چې ریښتونی ملګری یې هېڅکله باید تر سره نه کړي.

 

  • دوی پر تاسو ناسم اغېز کوي او اړ باسي مو څو داسې کارونه وکړی چې په ستونزو کې کېوزئ

 

مخکې له دې چې ځان په ستونزو کې واچوئ هڅه وکړئ چې ستونزه د هغې په زړي کې له منځه یوسی. ملګری، ملګري ناوړه کارونو ته نه هڅوي او نه هم ناسمې لارې ور ښيي. نو ښه ده چې لا له وړاندې یې غم وخورئ.

 

  • دوی د خپلو نورو ملګرو پسې د هغوی په نه شتون کې خبرې او غیبت کوي

 

که چېرې ستاسو ملګري دا کار کوي نو پوه شئ چې د نورو ملګرو سره ستاسو غیبت هم کوي. کله نا کله سر ټکونه ښه وي خو یوه وړه ناوړه پېښه کولی شي تاسو ته څرګنده کړي چې دا ډول کسان هومره هم اصیل نه دي څومره چې تاسو پرې باور کوی. 

 

  • کله چې دوی ته ډېره اړتیا لری نو دوی در څخه ضمانت غواړي

 

ملګري شته، ځینې دومره ښه ملګري چې په نیمه شپه او ستاسو د کړاوونو په جوش کې له تاسو سره وي او اوږه په اوږه در سره ولاړ وي. دوی بیا ټول عمر ستاسو ملتیا کوي او اړتیا ده څو پوه شئ چې تاسو یواځې کولی شئ پر یو څو کسانو تکه وکړئ کوم چې په هره ښه او بده کې ستاسو تر څنګ وي.

 

  • دوی تاسو له دوه اړخیزوملګرو (هغه چې هم د دوی او هم ستاسو ملګري وي)سره له ګډو کارونو را ګرځوي

 

که چېرته ستاسو د ملګرو دا کار د کومې موخې له پاره وي او څو ځله تکرار شي سره له دې چې تاسو به دا موضوع له هغوی سره مطرح کړې هم وي خو بیا هم مونږ وړاندیز کوو څو په دې صورت کې له دوی څخه یو څه واټن ونیسئ. دا اړینه ده څو په یاد ولرئ چې دا کار ځینې مهال ناڅاپي هم پېښېږي نو وړاندې له دې چې د دې کار د پایلې په اړه لاس په کار شئ لومړی یې په اړه له هغوی سره خبرې وکړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب