شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهایران نړیوالو پولیسو ته د سلیماني د قاتلانو په لیست کې د...

ایران نړیوالو پولیسو ته د سلیماني د قاتلانو په لیست کې د ټرمپ نوم ورکړ

تاند(دوشنبه، د سرطان ۸) د ایران د تهران عمومي څارنوال علي القاصي مهر وايي، د هغو کسانو نوملړ یې نړیوالو پولیسو ته سپارلي چې د سپاه پاسداران د بهرنۍ څانګې قدس ځواکونو د پخواني مشر قاسم سلیماني په وژلو کې یې لاس درلود.

د دې کسانو په نوملړ کې د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ نوم هم راغلی.

د قاسم سلیماني د وژلو په هکله ښاغلي مهر ویلې، د امریکا او نورو هېوادونو ۳۶ سیاسي او پوځي چارواکي یې پېژندلي دي.

مهر په ولسمشر ډونالډ ټرمپ تور لګولی چې د قاسم سلیماني په وژلو کې لاس لري او نوم یې د خپور شوې کسانو د لېست په سر کې دی. هغه زیاته کړې ده چې د ولسمشرۍ له پای ته رسېدو وروسته به یې هم قضايي تعقیب وشي.

د تهران څارنوال زیاتوي، د دې ۳۶ چارواکو د جلب یا وربللو امر یې صادر کړی او دعوه کوي چې نړیوالو پولیسو دغو کسانو ته سور اعلان کړی؛ یانې هرځای چې ولیدل شول وبه نیول شي.

قاسم سلیماني د تېرې جنورۍ په دریمه د عراق پلازمېنه بغداد ته تر رسېدو وروسته له هوایي ډګره د وتلو پر مهال د امریکا بې پيلوټه الوتکو په نښه کړ، چې ورسره د ابومهدي مهندس په ګډون د عراق د حشد شعبي ډلې څو مهم قومندانان هم ووژل شول.

ډانلډ ټرمپ هغه مهال قاسم سلیماني د نړۍ لومړی درجه ترهګر وباله او ویې ویل چې پخپله یې پر نوموړي د برید امر کړی و.

څو ورځې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو او حقوقي چارو مرستیال محسن بهاروند هم وویل، دا وزارت د قاسم سلیماني وژل له حقوقي اړخه تعقیبوي او د ایران د قضاییه قوې، سپاه پاسدران او لویې څارنوالۍ په ګډون د نورو ښکېلو اړخونو همغږي هم ورسره ده.

د قاسم سلیمانی په دوسیه کې نړیوالو ټولنو ته د ایران د شکایت خبره په داسې مهال ده چې نږدې درې اوونۍ مخکې په دغه هېواد کې د محمود موسوي مجد په نوم یو کس په دې تور اعدام شو چې په امنیتي ځواکونو په تېره قدس ځواکونو، او د قاسم سلیماني د تګ د ځای او استوګنې په هکله یې جاسوسي کړې ده.

خو بل خوا دا اعدام په داسې حال کې ترسره شو چې د ایران قضايي چارواکو وویل چې موسوي مجد د قاسم سلیمانی د وژلو په برید کې لاس نه درلود.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب