شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد له یوه اقتصادي پلاوي سره درو پلازمېنو ته سفر پیل کړ

خلیلزاد له یوه اقتصادي پلاوي سره درو پلازمېنو ته سفر پیل کړ

تاند(دوشنبه، د سرطان ۸) د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، د افغانستان د سولې د هلوځلو په لړ کې او د بین الافغاني خبرو تر پیلېدو وړاندې د یکشنبې په ورځ (د جون ۲۸) له واشنګټن څخه د دوحې، اسلام اباد او تاشکند په لور وخوځېد.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت وايي، زلمی خلیلزاد به د دې سفر په لړ کې د هغو ژمنو په اړه خبرې وکړي چې تراوسه پورې عملي شوي نه دي په ځانګړي ډول بین الافغاني خبرې، اورکم او په خپل وخت د بندیانو خلاصون.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خبرپاڼې سره سم، د خلیلزاد د سفر لومړی ټپال به دوحه وي چې د طالبانو دفتر پکې دی، ورپسې به اسلام اباد ته لاړ شي چې د سولې خبرو ته د طالبانو په حاضرولو کې مهم رول لري خو دا ځل خلیلزاد د افغانستان یوه شمالي ګاونډي ازبکستان ته هم ځي.

ازبکستان په وروستیو کې د افغانستان په سوله کې رول لوبولو ته ډېره لېوالتیا ښودلې او ویلي یې دي چې د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو کوربه توب ته حاضر دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، خلیلزاد به په درو پلازمېنو کې د بندیانو پر خلاصون ټینګار وکړي.

د افغانستان حکومت د ۵ زره طالب بندیانو خلاصون ته چمتووالی ښودلی خو ویلي یې دي چې هغه طالبان به خوشي نه کړي چې د ملکي وګړو په وژنو کې لاس لري. حکومت وايي، د دغو طالبانو په ځای به نور طالب بندیان خوشي کړي.

ځینو طالب سرچینو ویلي چې دا ډله به د څو سوه تنو په خاطر د سولې خبرې ونه ځنډوي. تمه ده چې د جولای تر نیمايي پورې د سولې خبرې په قطر کې پیل شي.

له خلیلزاد سره په دې سفر کې د امریکا د نړیوالې پراختیا د مالي همکارۍ اجرايي رييس ادم بویهلر او یوه پلاوی ملګری دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي «د افغانستان سوله، اقتصادي وده او سیمه ییز اتصال له یو بل سره نژدې تړاو لري او په نهایت کې له یو بل سره مرسته کوي. پلاوی به د پانګونې پر فرصتونو او په هغو سیکتورونو کې پر همکارۍ وږغېږي چې د افغانستان له اقصادي ودې سره مرسته کوي او په سیمه کې پایښتي سوله او ثبات راولي.»

ټاکل شوې وه چې د مارچ په لسمه بین الافغاني خبرې پیل شي خو د اختلافاتو پر سر دا خبرې تراوسه نه دي شوي.

دا هم لا څرګنده نه ده چې بین الافغاني خبرې څومره دوام کوي.

ویل کېږي چې د امریکا ولسمشر دانلډ ترمپ غواړي چې د نوومبر تر میاشتې وړاندې، چې په امریکا کې د ولسمشرۍ انتخابات کېږي، ټول امریکايي پوځیان له افغانستانه وباسي.

خو لوېدیځ شنونکي وايي، که د سولې له موافقې سره سم، ژمنې عملي نه شي ممکن له افغانستانه د امریکا او ناټو ځواکونو د وتلو بهیر له خنډ سره مخامخ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب