جمعه, مارچ 29, 2024
Home+کــــــتابونه / لیکوال: اســد الله غضنــــفر

کــــــتابونه / لیکوال: اســد الله غضنــــفر

زه چې کتاب لولم، ګومان کوم ګټه کوم ، خو چې راډیو، تلویزیون اورم، ګورم، د وخت د ضایع کېدا ویره راسره وي. داسې ځکه کېږي چې د کتاب د لوستلو په وخت د انتخاب حق له ما سره دی. زه په کتابونو کې هغه انتخابوم چې پکار مې دی او د کتاب هغه ځای لولم چې غواړم یې. خو له راډیو او تلویزیون څخه د استفادې په وخت د انتخاب حق د دغو رسنیو له چلوونکو سره دی. ډېر کسان ماښام کور ته له ستنېدو وروسته ریموټ کنټرول راواخلي، په ساعتونو ساعتونو د خپلې خوښې په پروګرام پسې د تلویزیون چینلونه واړوي، راواړوي او بې له دې چې د خپلې خوښې شی ومومي، خوب یې یوسي.

د کتاب بله ګټه دا ده چې د تم کېدو امکان پکې شته. که په څه پوه نه شو، بیابیا یې لوستلی شو.

مونږ چې څه لولو، اورو، په اکثرو یې یا پوهېږو یا یې له زده کړې سره دلچسپي نه لرو. د کتاب د لوستلو په وخت له دغسې برخو په منډه تېرېږو او برعکس، هغه برخه چې راته نوې، جالبه او مشکله وي، د بیابیا لوستلو له لارې ذهن ته سپارو.هغه خبره چې زموږ پوهه ورسره زیاتېږي او مونږ ته نوی لید او فکر رابخښي، معمولا په اسانه نه خپلېږي، غور غواړي. راډیو، تلویزیون او ویناوې د کافي غور فرصت نه راکوي ځکه خو د فکر او پوهې د ژورتیا لپاره مطالعه بهتره ده.

زموږ په ټولنه کې به شاید داسې څوک نه وي چې کتاب بې اهمیته وبولي مګر بیا هم د کتاب مینه وال کم دي، دا ولې؟

د افغانستان اکثره ماشومان په بې کتابه کورونو کې لویېږي. دغسې کسانو ته مشکله ده چې په لوینې د مطالعې شوقیان شي. شاید همدا وجه وي چې ګڼ متخصصان مو له رسمي زده کړو وروسته په ټول عمر کې د کتاب مخ نه اړوي او که په کورونو کې کتابونه هم ساتي، صرف د دیکور لپاره وي. په کور کې کتابونه په تېره بیا د ماشومانو لپاره ادبیات، په زړونو کې د مطالعې د مینې زړي کري. ماشومانو ته د کتاب اورول هم ګټور بلل شوي دي.

ما په ژوند کې په لومړي ځل له کتاب سره هغه وخت مینه پیدا شوه چې مشرې خور مې د ( آمنه، مادر پیامبر) په نوم یو کتاب راته په لوړ اواز ولوست. دغه وخت به زه شاید په اول ټولګي کې وم. د تېر کال (۱۳۹۰) د جدي په لومړۍ نېټه چې مو همدا خور خاورو ته سپارله، په هدیره کې د نوموړي کتاب یوه جمله هماغسې چې په فارسي ترجمه شوې او زما په حافظه کې پاتې وه، بیابیا رایاده شوه. پیغمبر (ص) د خپلې مور بي بي په باره کې فرمایلي وو: مادرم از قبیله قریش بود و گوشت قدید می خورد. خور راته ویلي وو چې قدید د لاندِي غوندې وچې غوښې ته وایي.

له کتاب او فرهنګ سره مینه له اقتصاد سره بې تعلقه نه ده. وږي بنیادم ته مشکله ده چې کتاب وپېري او له لوستلو سره یې دلچسپي پیدا کړي. زموږ اکثره وطنوال چې د دوا و ډاکتر پیسې نه لري، د کتاب پیسې به له کومه کوي؟ او که فرضا وړیا کتاب ومومي، په وږي نس او پریشان ذهن به یې څنګه لولي؟

ځینې کسان کمزوری اقتصاد نه بلکې له علم او مطالعې سره د مینې کم والی د مطالعې د کموالي اصلي علت ګڼي. دوی ګیله کوي چې خلک په غیرضروري شیانو پیسې ورکوي، مګر کتاب نه اخلي.

زما په نظر په کتاب باندې د پیسو نه ورکولو یوه لویه وجه دا ده چې اکثره کتابونه د خلکو تنده نه ماتوي.خلک کتاب یا د خوند لپاره یا د هغو معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره لولي چې دوی ګومان کوي، پکارېږي یې.

په تېرو زمانو کې د معلوماتو کمی و. خلکو به هر راز معلومات غنیمت ګڼل. اوسنی لیکوال او مولف که صرف دې ته زړه ښه کوي چې معلومات یې برابر کړي دي، تیروتی دی. لیکوال ته پکار ده په دې ځان پوه کړي چې د ده خبرې د چا پکارېږي او ولې یې پکارېږي؟ زه که په جنوبي افریقا کې د الماسو د یوه کان په اړه معلومات راټولوم، معلومات به مې په افغانستان کې بېخي نوي وي، مګر افغان لوستونکی یې شاید ونه لولي ، ځکه د ده له ژوند سره تعلق نه لري.

د داسې کتاب لیکل چې لوستونکی ورباندې راضي شي، په پوره زحمت لیکل کېږي، خو زموږ ګڼ لیکونکي زیار و زحمت ته تیار نه دي. کابو لس کاله پخوا مې یو لیکونکی یادېږي چې تقریبا په یوه اونۍ کې یې د ماشومانو د ادبیاتو په باره کې یو تحقیقي کتاب ولیکه. تخلیقي لیکنې کله کله په ډېر لنډ وخت کې ممکنې شي. ځينې ژباړې هم ډېر وخت نه غواړي خو تحقیق وخت غواړي.

زموږګڼ کتابونه تش په نوم کتابونه دي او د کوټه زرو غوندې پېرودونکي تېر باسي. لوستونکي ته مولف پوه او لایق سړی ښکاري. دی ممکن د مولف د کوټه کتاب له لوستلو وروسته سړه سا وباسي او هغه نه بلکې ځان ورته ناپوه او کودن ښکاره شي او تر دې وروسته د وړیا کتاب ترلاسه کولو ته هم خوشحاله نه شي.

تاسې شاید ووایاست چې د کتاب په اړه یوه ترخه تجربه باید له هر کتابه د لوستونکي زړه تور نه کړي. دا خبره سمه ده مګر مشکل دا دی چې ځينې نه بلکې اکثره کتابونه مو د لوستلو نه دي. له کتاب څخه زړه توري سړي شاید څو ځله دغه ترخه تجربه تکرار کړې وي.

زموږ اکثره کتابونه یا په داسې موضوعاتو لیکل شوي دي چې مخاطب ورته نه پیدا کېږي، یا له مغشوشو جملو، ناسمو معلوماتو او کمزوریو دلایلو مالامال دي او یا د مقالې موضوع په زور غځول شوې او کتاب شوې وي. په پردو کتابونو کې لویه برخه د ایرانیانو ژباړې دي چې اکثره یې په بیړه ،ناسمې ترجمه شوې دي او لوستونکي یې په مطلب سم نه پوهېږي.

دا خبره چې ایرانیانو د دنیا هر مهم کتاب ترجمه کړی دی، شاوخوا دېرش کاله پخوا د کابل په فرهنګي کړیو کې راپیدا شوه او تر اوسه لا کله نا کله اورېدل کېږي. واقعیت دا دی چې د دنیا د مهمو کتابونو لویه نه بلکې یوه برخه ایرانیانو ژباړلې ده او لکه څنګه چې په ایران کې د ترجمې استادانو ټینګار کړی دی ، اکثره ژباړل شوي کتابونه ناسم او مغشوش دي. هغه کسان چې په فارسي ژباړل شوي کتابونه لولي، بهتره ده لوی ژباړونکي چې شمېر یې ډېر کم دی، وپیژني او د نورو اکثرو ژباړونکو په کار پوره باور ونه کړي.

د کتاب په بازار کې د کره او کوټه د بېلولو یوه ښه لار دا ده چې کامیابه او بې غرضه کره کتنه ولرو. خو که په نورو ساحو کې په کافي اندازه تکړه نه یو، خپلې کره کتنې ته ولې خوشبینه واوسو؟

کره کتونکي ممکن د یارۍ دوستۍ تر اغیز لاندې راشي او کره او کوټه نور هم سره ګډوډ کړي. د لایقو کره کتونکو یو عیب دا دی چې په مشکل کتاب باندې بحث نسبتا ډېر خوند ورکوي. دوی د مشکل کتاب پېچلتیاوې اسانوي او له دې لارې لوستونکي ته خدمت کوي خو د دې لپاره چې خپل کار مهم ثابت کړي ،د کتاب اهمیت ممکن تر واقعي حد زیات وښيي. زموږ محققان چې پخواني دیوانونه یې معرفي کړي او ځينې غوټې یې پرانیستې دي، د دغو اثارو د اهمیت په بیان کې ډېر ځله د مبالغې ښکار شوي دي.

له زلمو لوستونکو مې دا پوښتنه بیا بیا اورېدلې ده چې کوم کتابونه ولولي؟ د دې پوښتنې ځواب مشکل دی، ځکه د هر چا اړتیا بېله ده. دغه راز،هر کتاب له یوه انسان سره تشبیه کولای شو. دا ضرور نه ده چې زما د خوښې کس دې د بل چا هم خوښ وي.

زه چې زلمی وم ډېر کتابونه مې لوستل او ژر ژر مې لوستل. خو اوس ځینې کتابونه څو ځله لولم او د اکثرو صرف څو پارګرافه یا مخونه ولولم، پرې یې ږدم. اوس په دې باور یم چې هر کتاب له هر چا سره خبرې نه کوي. یو محدود شمېر کتابونه مې تر لس ځله زیات لوستي دي او هر ځل مې نوي څه پکې موندلي دي مګر یو شمېر نور که څه هم نړیوال شهرت لري، راسره نه غږېږي.

د کتاب ځینې پاراګرافونه زموږ ډېر پکار وي. پخوا به مې دغه برخې په کتابچو کې لیکلې .اوس چې کتاب لولم او د خپل مقصد خبرې پکې ومومم، په قلم باندې یې د کتاب په پاڼه کې ځای په ځای په نخښه کوم. دا کار هم اسانه دی او هم د انتخاب شوې برخې د ورکې خطر پکې نشته. د خپل کتاب د پاک ساتلو توصیه راته سمه نه ښکاري.

په لوینې بهتره ده چې لوستونکی د خپل تخصص په ساحه کې مطالعه وکړي خو په ابتدا کې ګومان کوم عمومي او خوره وره مطالعه ګټوره ده. ځينې زده کوونکي

خپل ټول وخت د ښوونځي کتابونو ته ورکوي، حال دا چې عمومي مطالعه د دوی د ذوق او فکر له روزلو سره ډېره مرسته کولای شي. د افغانستان د موسیقي لوی هنرمند فرهاد دریا چې دواړه د یوې لېسې شاګردان وو، د ناولونو له لوستلو سره جوړه وه. اوس چې یونیم وخت د هغه مرکې او خبرې اورم، د خبرو په فصاحت او جمله بندیو کې یې د هغې مطالعې مثبت اثر وینم. د دې مثال له راوړلو مې منظور دا دی چې د نوي زلمیتوب د وخت عمومي مطالعه د راتلونکي وخت د هرې ساحې د متخصص په کامیابۍ کې تلپا اثر لرلای شي.

د کتاب د مطالعې په اړه وروستۍ خبره چې تر ټولو راته مهمه ښکاري دا ده چې په پټو سترګو مطالعه بې ګټې هڅه ده.لکه څنګه چې له ملګري سره بحث کوو، دغسې باید له کتابونو سره هم بحث وکړو. ځينې ټکي یې ومنو، ځينې یې ونه منو او یا یې د منلو لپاره په نورو دلایلو پسې وګرځو. د معرفت واقعي لاروی د ازاد ذهن څښتن وي. هغه څوک چې ذهن یې غلام وي له کتاب سره د بحث کولو جرات نه لري.

د ۱۳۹۱ ثور

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب