جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهطالبان وزیرستاني کډوال له خوسته نورو سیمو ته لېږدوي

طالبان وزیرستاني کډوال له خوسته نورو سیمو ته لېږدوي

تاند:( سې شنبه ، د جوزا ۱۶ مه )   د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد ومنله، چې له خوست څخه یې نورو سیمو ته د وزیرستاني کډوالو د لېږد په اړه پاکستان سره خبرې کړي دي.

د هغه په وینا، یاد شوي کډوال د پاکستان د امنیتي اندیښنو د حل لپاره لېږدول کیږي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله ویلي، چې طالب رژیم ورسره د ډیورنډ کرښې له اوږدو، د پاکستان د تحریک طالبان د غړو د لېږد هوکړه کړې ده.

ذبیح الله مجاهد بیا ویلي، چې له دغو سیمو وزیرستاني کډوال د پاکستاني چارواکو د ډاډ لپاره نورو سیمو ته لېږدول کیږي.

طالب ویاند په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

مخکې پاکستان له دې ادعا سره، چې د وزیرستاني کډوالو په کمپونو کې پاکستاني طالبان پټیږي، پر خوست هوایي بریدونه کړي وو.

2 COMMENTS

  1. پاکستان ته هم په کار وه چې موږ افغان مهاجرين يې پنجاب او سند کې ځای پر ځای کړی وای. همداسې يې طالبان دا شل کاله د افغانستان پولې ته نژدې د جنګ ګرم ساتلو لپاره وساتل او د افغانستان حکوتونو تل دا ادعا کوله چې دا خلک هلته په روزنيزو کمپونو کې روزل کيږي او بيا د جنګ لپاره افغانستان ته رااستول کيږي، نو ولې پاکستان د وخت د حکومتونو خبره نه منله؟
    پاکستان خپلې ټولې غوښتنې او پروګرامونه د طالبانو په لاس په افغانستان کې مخته وړي او طالبان يې يو په يو عملي کوي.

  2. اوس پنجابی اداره په کابل کښې ځای پر ځای شوی ده پاکستان چی هر څه غواړی هغه کوی دا په دی معنا ده چی پاکستانی طالبان په افغانستان کښی دی او دواړه ډلی دپاکستان پلانونه پر مخ بیایې اوس پاکستان غواړی چی داعش دطالب په نامه د افغانستان نورو سیمو کی ځای پر ځای کړی الله دې دافغانستان ویده ملت بیداره کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب