جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهکندهار کې د ۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د درمل جوړونې فابریکه...

کندهار کې د ۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د درمل جوړونې فابریکه پرانیستل شوه

تاند:( سې شنبه ، د جوزا ۱۶ مه )   په کندهار کې د هېواد په سطحه د (سنوفارما) په نوم د درمل جوړونې مهمه معیاري او لویه فابریکه پرانیستل شوه.

مسوولین یې وایي، چې دا فابریکه به د درملو په برخه کې تر ډیره د هېوادوالو اړتیا پوره کړي.

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې سنوفارما فابریکې سهم داران ۷۱ تنه تجاران او شرکتونه دي.

سرچینه زیاتوي: دا فابریکه به په یو شفت یعنې ۸ ساعتونو کې ۵۶۰۰۰۰۰ ګولۍ ، ۲۰۰۰۰۰۰ کپسول او

۶۰۰۰۰ بوتله شربت جوړوي.

 د مجاهد په وینا، سنوفارما متعهد ده چې ۵۰ میلیونه ډالره نور هم په ۵ پاسونو کې مصرف کړي، ترڅو دا فابریکه نوره هم غني شي.

سرچینه زیاتوي: د سنوفارما دوا به په ټول هیواد کې یو قیمت لري چې په دوا لیکل شوې ده.

 د سنوفارما فابریکې د دوا کیفیت او معیار له ۹۸ فیصده نیولې تر ۱۰۲ فیصده پورې ده.

 سنوفارما د نړۍ په ۸۴ هېوادونو کې راجستر شوې ده.

یو شمېر افغانانو د دغې درمل جوړونکې فابریکې په پرانیستل کیدو خوښي ښودلې او په دې اړه یې د نورو هڅو غوښتنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب