چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeخبرونهیون: طالبان ژوندون ټلویزون په مدرسه بدلوي

یون: طالبان ژوندون ټلویزون په مدرسه بدلوي

تاند:( دوشنبه ، د جوزا ۱۵ مه )  د ژوندون ټلویزون د امتیاز څښتن او د کابل پوهنتون استاد پوهاند ډاکټر محمد اسماعیل یون ادعا وکړه، چې طالبان یې د ټلویزون ودانۍ په دیني مدرسې بدلول غواړي.

هغه د یوې اعتراضیه غونډې پر مهال، په مشخص ډول د طالبانو د مخابراتو وزیر ته ګوته ونیوله، چې په وینا یې ژوندون ټلویزون ته په قرارداد ورکړې دولتي ځمکه ترې بیرته غواړي او د نه ستنولو په بدل کې یې د میاشتۍ ۱۸ زره ډالره کرایه ورته شرط کړې ده.

د پوهاند یون په وینا، طالب وزیر د قرارداد له پيله، د تېرو کلونو د کلنۍ اجارې ورکړې پیسې هم ترې په نوې ټاکلې کرایې غواړي، چې سلګونه زره ډالره کیږي.

نوموړي دا هم وویل، چې که طالبان د دغه قرارداد پر نوي کولو یا لغوه کولو ټينګار لري، د قرارداد له مخې باید پر اجاره کړې ځمکې د دوی جوړه کړې ودانۍ وپېري.

د ژوندون تلویزون څښتن زیاته کړه، چې که طالبان پر دغې ودانۍ کوم فرهنګي مرکز یا خلکو ته د کار موندنې او خیر رسولو بل ځای جوړوي، وړیا یې هم ور پریږدي، خو په زوره او مدرسې جوړولو ته یې نه شي پریښودلای.

هغه طالب چارواکو ته په خطاب کې وویل، که تلویزون یې ور وهم تړي، له موبایله د رسنۍ استفاده کولای شي او د حق غوښتنې هڅو ته به دوام ورکړي.

د طالبانو مخابراتو وزیر د ښاغلي یون څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

طالبانو تر دې مخکې په مزار کې د عطا محمد نور میترا تلویزون هم په مدرسې بدل کړی و.

دغې ډلې په وروستیو کې د ننګرهار په سراج العمارت تاریخي ودانۍ کې هم مدرسه جوړه کړې ده.

په دغه ودانۍ کې د جمهوري نظام پر مهال، د ختیځ زون په کچه د ستر موزیم د جوړولو کار روان و.

5 COMMENTS

  1. منان
    ور خوشي کړه د وزارت خپله ودانۍ ده. اوس يي نمرې څو دي. ۹۵ دی او کنه ؟ زه خو وایم اوس يي نمرې تر یوسل او نوي هم واوښتي، هغه ورځ لیري نه ده چې لکه عصمت قانع غوندې پښي به سپکې کړي. ته لږ صبر وکړه چې د کامي کور دي هم امارتي شي، هغه خو دي هم د بیت المال له پیسو جوړ کړی دی. ارمان مې ستا چاپلوسي وه. امنیت راغلی دي. په پټو سترګو لکه ړوند بي امسا روان وي. دا طالب دی، دا څوک چې ملا نه وي. نه يي مني. ولوکه په دسترخوان يي هم لوی شوي وي.

  2. وایی د واتیکان کوچني هېواد چې د ایتالیا د روم ښار دننه پروت دی ، ټول نفوس د کاتولیک مذهب ملایان دي .
    که د ټالب واکمني همدا راز دوام وکړي ، یوه ورځ به د افغانستان ټول خلک ملایان شي او یو عامي به نه پیدا کیږي چې دوی یې امامت وکړي او وظیفه یا د خوراک ټوک ترې واخلي .

  3. سلامونه
    دا لکه څو کاله مخکېې د تش په نامه جهاد ې مقاومت او ټلوالې یو پفوک ویلي و ؛مکتبونه وسوزوئ که نه بیا سرباز ګیري نه شو کولای!
    اوس ط ط هم د خلکو د ذهنیت روښانولو دروازې په یوه او بله بهانه تړي ترڅو چلیان او استشنهاریان زیات شي
    پر ژوندون ې زور رسیږي لاکن پر طلوع ،ملوع چې برآلا ې داسلامي امارت پر ځای ګروه ې طالب ها وایلې نه تړي؟؟ موبي ګروپ!
    – ای خدای خوار کړو د مشروعیت ،دین، تعلیم او په رسمیت پیزندنه له رجب طیب اردوغان نه زده کړئ نه د کوتک په زور!!

  4. IF TALIBS CAN MAKE NEW PLACES CAN DO THAT,
    BUT OUR HISTORICAL RESPECTABLE PLACES MUST KEEP LIKE BEFORE,
    DO NOT CHANGE OUR HISTORICAL PLACES.YOU ALSO ONE DAY WILL GO AWAY INSHA LAH
    PEOPLES KNOWS TALIBS POLICY IS UNDER CONTROL OF ISI,
    AND THEY LISTEN TO ISI,
    UN SAHIB IS ALSO AGAINST PAKISTAN&IRAN,
    NOW TALIBAANY IDEOLOGY AND SAQAWEE GOVERNMENT SAME THING

  5. که څه هم زه خپله په خټه پښتون یم ( البته په خېټه نه) خو هر افغان او هر صالح انسان را ته محترم دی ځکه ټول انسانان د الله سبحانه مخلوق دی او د سړیتوب د مسیر څخه منحرف کس ( که هر څوک وی ) د غندنی او حتی کرکی وړ دی.
    که اجازه وی د خپلی ټولنی دوه درې بی حیاء متلونه او اصطلاح به وکاروو ( بی ادبی معاف مخکی له مخکی ):
    ۱ – د شوخو ښځو په منځ کی دا اصطلاح مروجه وه ( چی ……ئی پنډ وی هغه بیا لیونی وی).
    ۲ – ماشوم هلک د …. په قدر نه پوهیږی او خاوری پر پاشی.
    ۳ – د یو ځوان د واده په سهار د هغه مور او نور ښځینه دوستان د ناوی په ” ښه او بد ” پسی د لاس څراغ را خیستی وی ( ته به وائی لوی څارنوال د یو جرم د کیفیت پلټنه کوی یا یو څیړونکی د اورانیمو د استعمال په اثراتو پسی ګرځی یا مثلا ً یو ستوری پیژندونکی د نوی فضائی کشفیاتو په لټه کی دی ).
    چی پښتون ورور می را نه خپه نه سی؛
    ★ پښتون بیچاره لسیزی لسیزی د یو ” نر ” رهبر او مشر د موندلو په لټه کی ؤ خو چی ” نر ” مشر او رهبر ئی وموند ” لیونی ” را وخوت ( طالب ).
    ★ ماشوم هلک ( طالب ) د سیاسی قدرت په قدر څه پوهیږی ( خاوری پر پاشی ) .
    ★ وولس بیچاره د ناوی ( طالب ) په ” ښه او بد ” پسی ګرځی خو څه نه وینی ( البته د جهالت او تحجر یو څو ژیړی لکې تر سترګو کیږی ).
    څو ورځی مخکی د طالب یو کیسه مال او خایه مال ( پیرزاده او روستار تره کی او الحاج! استاد! بیانزی غوندی) کس د ” نن ټکی آسیا ” په ویبپاڼه کی لیکلی وه ( البته نن ټکی آسیا د طالب د حاکمیت مخکی په رشتیا یوه خوږه او بی طرفه ویبپاڼه وه ) چی په ارګ کی یوه غونډه را بلل سوی او ځینو ځوانانو او نورو وولسی خواخوږو او زړه سوانده پښتنو مخورو هم ګډون پکی کړی ؤ او ځینو اکاډمیکو اشخاصو د طالب د حاکمیت کړنو ته وړ نمری ور وبځښلی.
    د ښاغلی محترم یون صاحب پوهه او ادراک او وطندوستی او فرهنګ دوستی د انکار وړ نه ده خو خبره دا ده چی محترم یون صاحب غوندی کسان په ډیر سخت او پیچلی مؤقعیت او حالت کی را ګیر دی ، له یوی خوا یون صاحب د خپلو ژبنی او نژادی رقیبانو د ورکیدو او محو کیدو مزه وڅکله او لدی ئی خوند واخیست چی په ارګ او وزارتونو کی استنجاوی د پښتو په ګډوه وهل کیږی او د بلی خوا دا واقعیت ډیر ور ته تریخ تمامیږی چی بریالی! عام پښتون ورځ تر بلی ځوریږی او ویلیږی.
    دا نو د ښاغلی یون صاحب بخت دی چی…….

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب