پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهپاکستاني پولیسو د افغان کډوالو د نیولو نوې لړۍ پیل کړې ده

پاکستاني پولیسو د افغان کډوالو د نیولو نوې لړۍ پیل کړې ده

تاند:( دوشنبه ، د جوزا ۱۵ مه ) رسنیو په اسلام اباد کې د یو شمېر افغان کډوالو په حواله خبر ورکړی، چې پولیسو یو ځل بیا د ښار په بېلابېلو سیمو کې د افغان کډوالو نیول او ځورول پیل کړي دي.

ځینو دغو پناه غوښتونکو ویلي، چې پولیسو حتی د اکبر نیازي له روغتون څخه هم یو شمېر افغانان نیولي دي.

  ویل کېږي چې پاکستاني پولیسو د تېر په څېر یو شمېر کسان د استوګنې له اسنادو او ویزو سره بندیان کړي دي.

د اسلام اباد ترڅنګ، د پېښور پوليسو هم په دغه ښار کې د افغان کډوالو د نيولو لړۍ تېزه کړې ده.

په پېښور کې یوې افغانې مېرمنې حیدري رسنیو ته ویلي، چې زوی یې د شپږ میاشتینۍ ویزې له لرلو سره- سره د پولیسو له لوري د پیسو اخیستو په پلمه نیول شوی.

په پاکستان کې د افغان بندیانو مدافع وکیلې منیره کاکړ ویلي، افغان کډوال په دغه هېواد کې د پولیسو لپاره د عاید یوه سرچینه ګرځېدلې ده.

د طالبانو رژیم له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي، خو لیدل کیږي چې دغې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویل شوی.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، سلګونه زره افغان پناه غوښتونکي د طالبانو له وېرې پاکستان ته تللي، چې هلته د ځان خوندي کولو ترڅنګ نورو بهرنیو هېوادونو ته د پناه اخیستو لپاره د ورتلو هڅې کوي.

3 COMMENTS

  1. شهاب
    د افغان کډوالو، او د ناروغانو د ورتګ به تل د پاکستان له پاره یوه سیاسي لوبه وي. دمګړۍ هم په پاکستاني زندانونو کې افغانان نارینه اوښځینه بندیان دي. خو زموږ یو شمیر هیوادوال د دې پرځای چې له نړۍ وغواړي چې د افغان نارینه او ښځینه بندیان باید خوشي. له ډیرې چاپلوسي د عافیي صدیقې د خلاصون له پاره کمپاین کوي. د جواړې خپله وړانه د بل ودانه.

    • اصلی خبره کوه شړپ شړپ نه حیڅ نه جوړیږی شفتالو او وایه. په افغانستان کښی هر څه شته کوم کسان چی په پاکستان کښی اوسیږی هغه د خپلو ګټو په خاطر په پاکستان کښی اوسیږی. نو اوس په دغه باندی هم افغانستان اسلامی امارت بدنامه دي. بلاخره دا چی هغه کسان چی د افغانستان له ملت سره یی خیانت کړی دي هغه کسان له خپلو کړو نه ویره لري چی افغانستان اسلامی امارت به ورسره اسلامی چلند اوکړي. نو دا خو پاکستان کښی مشکل دي اوس که مونږ له بلخار نه خبر شو هلته ډیر بد هال په انګلستان کښی هم ډیر بد حال دي ایران خو پرېږده هغه خو په اوول نمبر دي باید مونږ په خپل ګریوان کښی اوګورو طالب جان خپل هېواد د باروتو په زور ازاد کړو امنیت جوړ شوو الحمدلله اوس که زه او یا ته له هیواد نه د خپلی ګټی لپاره زه بل هېواد ته دا خو د هرچا خپل مشکل دي بیا هم دولت کوششونه کوي چی حل شي.

  2. دا خو اسلام کلا ده ، چې د شورویانو په مقابل کې « دفاع افغانستان ، دفاع پاکستان هي » ، همدغو افغانانو خپل ځانونه او سینې ورته سنګر کړې وې ، خپل وطن یې کنډواله کړاو دا تش په نوم اسلامي هېواد یې وژغوره. د پنجابي هېواد پولیس اصلا په اسلام او اسلامي ورورولۍ او ښه ګاونډیتوب عقیده نه لري . خدای د دا منافقستان هم یوه ورځ همداسې احتیاج کړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب