پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهپه بلغاریا کې ۴۳ افغان کډوال نیول شوي

په بلغاریا کې ۴۳ افغان کډوال نیول شوي

تاند:( دوشنبه ، د جوزا ۱۵ مه ) د بلغاریا پولیس وایي ۴۳ تنه افغان کډوال چې په یوه لارۍ کې پټ شوي وو په یوه پوسته کې پیژندل شوي او نیول شوي دي.

د پولیسو د راپور له مخې، د دغو کډوالو له ډلې د ۶ تنو حالت د اکسیجن د نشتوالي له امله نازک دی او روغتون ته وړل شوي دي.

د بلغاریا راډیو په یوه راپور کې ویلي چې د صوفیا ښار پولیسو د لارۍ چلوونکی او د هغه ملګری هم نیولي دي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته له دغه هېواد څخه د خلکو د مهاجرت بهیر زیات شوی او اروپا ته د تللو په لاره کې سلګونه افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

طالب چارواکي ادعا کوي، چې د دوی له وجې هیچا ته خطر نه دی پېښ شوی او نه باید څوک هېواد پریږدي.

د دوی دا ادعا د خلکو توندو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب