شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهفاروق اعظم: علومو اکاډمي دې د میرویس نیکه، احمد شاه بابا او...

فاروق اعظم: علومو اکاډمي دې د میرویس نیکه، احمد شاه بابا او ملا عمر قهرمانۍ وڅېړي

تاند:( دوشنبه ، د جوزا ۱۵ مه )  د طالبانو مشهور مدافع ډاکټر فاروق اعظم، چې اوس د اوبو او بریښنا وزارت سلاکار دی، وایي له علومو اکاډمۍ څخه یې د میرویس نیکه، احمد شاه بابا او ملامحمد عمر د ژوند د هر اړخیزې څېړنې غوښتنه کړې ده.

ډاکټر اعظم په دې اړه پر خپله ټویټر پانه لیکلي:« پرون می د علوم اکادمی محترم رئیس شیخ مولوی فریدصاحب ولید. وړاندیز می وکړ: (۱) یوه څانګه په علومو اکادمی کی جوړه سي چی د میرویس نیکه، احمدشاه بابا او ملا محمد عمر مجاهد پر ژوند هراړخیزه څبړنه وکړي؛ (۲) د روس او امریکا د وخت جهادونه او زموږ د عظیم ملت قرباني او قهرماني ثبت کړي.»

د نوموړي دا ټویټ، د ډېرو افغانانو توند غبرګون سره مخ شوی.

منتقدانو یې ویلي، چې ملا عمر یو نا لیدل شوی او پاکستان کې روزل شوی ملا و، چې افغانان یې د یوې تورې او ذلیلې واکمنۍ او وژونکې ډلې پيلونکی بولي.

د دوی په وینا، له ملي مشاهیرو سره د داسې متنازع څېرو پرتله کول او د قهرمان سازۍ هڅې یې تاریخ او د دغو څېرو له لاسه ځپل شویو افغانانو سره خیانت دی.

د طالبانو منتقدینو بیا د فاروق اعظم د وړاندیز هرکلی کړی او ملا عمر یې د ستاینې وړ ګڼلی.

6 COMMENTS

  1. ” عقل ” یو لوی نعمت او د ” بنی بشر ” لپاره د سمی لیاری د موندلو په موخه د GPS حیثیت لری ضمناً د معاش او د معاد ” عقل ” یو د بل بشپړوونکی دی.
    بناً
    د عقل پواسطه څه ، چی حتی د وړوکو عینی ابزارو او شواهدو له مخی هم د ” ملا عمر ” د شتون د سناریو اثبات ناممکن دی.
    ما یو وخت لیکلی وه چی فاروق اعظم دی لږ انتظار وباسی ( د انګریز د استخدام په لیست کی ئی نوم لیکلی دی او په مناسب وخت کی به د طالب په پروژه کی په دنده وګومارل سی ).
    په هره توګه؛ زه د طالب او د طالب د ټولو فکری انډیوالانو څخه فقط یوه پوښتنه لرم چی هیله ده په سړه سِنه ئی ځواب کړی ( البته د کنځاوو او سپکو حق می مخکی له مخکی ور بخښلی دی ).
    پوښتنه دا ده:
    پر افغانستان باندی د شوروی یرغل د قرن لویه فاجعه وه او که په نطفه کی نه وای خنثی سوی نو ممکن نن ورځ د سیمی نقشی بله بڼه درلودای.کله چی شورویان ووتل نو د موهوم ملا عمر د طرفدارانو په قول هغه او ځینو نورو جنګیالیو قفس د لمنی سره ونیوی او په کورونو کی کینستل او د اسلامی حکومت! د اِقامی لپاره ئی خپلی مبارزی ته دوام ور نکړ خو کله چی امریکائیان له افغانستان څخه ووتل یا د وتلو په درشل کی وه طالب ( په حقیقت کی انګریزی – امریکائی مزدورانو ) د اسلامی حاکمیت د اِقامی په هدف پر وطن مسلط سوه او سیاسی قدرت ور وسپارل سو.
    آیا پوښتنه تفهیم سوه؟

  2. غلام حضرت خانه جوړ او تازه اوسې ! زما لیکنې تاندوال له پاڼې باسې او دې ته وایې د بیان ازادي ؟؟ دشوروي حمله يوه بله فاجعه وه او که نه ، داخو‌بله خبره ده او بلې څیړنې ته اړتیا لري ! خو یو شی باید هیر نکړو او حقیقت هم پټ نکړو او هغه دادی چې ملا عمر اخند د مولوي مخمد نبي لوګري په ګوند کې غړی وو او د روسانو سر په جنګ کې ټپۍ په یوه ستر ګه ړوند شه ! دروسانو له وتلو وروسته په کور کې کشېناست ، خو کله چې مجاهدینو په خپلو منځو کې لنډغري شروع کړه په کابل کې بی کلتوره جنګي عمل او کړنې عملي شوې چې عاملین یې مسعود، حکمتیار ، دوستم ، مزاری ، عصمت قندهاری او نور لوچکان وو او افغانستان یې په پاټکونو باندې تقسیم کړی وو نو ملا عمر را ښکاره شه ! ملا عمر ساده وچوړکی غنمرنګه په یوه سترګه ړوند سړی وو د جمعي لمونځ یې ورکاوه له BBC سره یې انترویو ګانې کړي دي ، کله چې طالبانو په یکولنګ کې ماتې وخوړه نو ددوهم ځل لپاره ملا عمر په خپلهجنګ ته لاړ ….د بن لاډن په برخه کې د پاکستان داخله وزیر معین حیدر دوه وارې قندهار ته ورغی چې بن لاډن تسلیم کړي خو ملاعمر قبوله نکړه ،،،،،،،داچې څوک یې څرنګه ارزیابي کوي کار یې خپل ! زه ددې مذهبي لېونیانو سر سخت مخالف یم خو حقیقت باد پټ نشي!!

  3. میرویس نیکه رحمته الله افغانستان د ایراني صفوي ګورګینانو له ظلم او وحشت نه خلاص او یو ملي حکومت یې جوړ کړ، زوی او وراره یې ګورګینان په اصفهان کې له تخته وغورځول او د افغانستان واکمنی یې پرې مسلطه کړه .
    لوی احمد شاه بابا رحمته الله علیه د معاصر افغانستان بنسټ اېښودونکی او افغانستان یې خپلو طبیعي سرحدونو پورې ورساوو، د افغانستان دښمنان یې پرخپل ځای کښېنول. د هغه له برکته تر نن پورې افغانان سرلوړي ګرځي .
    د دوی دواړو په باره کې باید هر اړخیز کنفرانسونه او څېړنیزې غونډې جوړې او کتابونه پرې ولیکل شي .
    ملا محمد عمر په هېڅ صورت سره د هغو دواړو ملي مشرانو ځای نشي نیولای . که تاسو د غربي هېوادونو د مشرانو اعترافونو ته غوږ شی او یا د ټالبانو د جوړېدو د پروژې په هکله مطالعه وکړئ ، درته معلومه به شي هغه د یوې پروژې موقتي مخفي مجري وو، چې وخت یې پوره شو ، تري ، تم کړل شو . که نور نه وي د دوزخ څوکیدار پروېز مشرف اعترافونه به مو اورېدلي وي ، « ټالب همارا هیرو هی …. ».

  4. فاروق عظم اشرار خبیث د فرنګي غلام ده. مردار سوي ړانده ملا سره له هیبتو مردار سوي د پنجاب په اخوره کې خوړلي. غلام حضرت اشرارچیچئ دده د مور د میړنو ۵۲ یرغلګرو په هکله چوف مګر شوروي یې مور ورغوولې ورته غپیږي 😡🤮🐖

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب