جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپه سرپل کې د یوه ښوونځي ۶۰ زده کوونکې مسمومې شوې

په سرپل کې د یوه ښوونځي ۶۰ زده کوونکې مسمومې شوې

تاند (دوشنبه، د جوزا ۱۵ مه) شاوخوا ۶۰ افغان نجونې زده کوونکې د هیواد په شمال کې له مسمومېدو وروسته په روغتون کې بستر شوې.

د سرپل ولایت د پولیسو ویندوی دین محمد نظري رسنیو ته وویل:«ځینې ناپېژندل شوي کسان د سنچارک ولسوالۍ د نجونو ښوونځي ته ننوتل او ټولګی یې مسموم کړ، کله چې نجونې ټولګي ته ننوتې، مسمومې شوې.»

نظري همداراز وايي چې مسمومې شوې نجونې روغتون ته یووړل شوې او اوس د ټولو حال ښه دی.

ده دا هم وویل چې تر اوسه پورې د دې قضیې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.

د جمهوري نظام په مهال په ځلونو د نجونو په ښوونځیو کې مسموموونکي مواد وشیندل شول او سلګونه نجونې د لنډ وخت لپاره بستر شوې.

د دې ډول پېښو مسوولیت هماغه مهال هم کومې ډلې په غاړه نه و اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...