Homeخبرونهروغتیا وزارت: ایران د سیروم جوړولو فابریکې سره مرسته کوي

روغتیا وزارت: ایران د سیروم جوړولو فابریکې سره مرسته کوي

تاند:(دوشنبه، د جوزا ۱۵ مه ) د طالبانو د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر قلندر عباد په افغانستان کې د ایران د صادراتو ادارې له رئیس سره لیدلي.

د عباد دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې د طبي ټکنالوژۍ او درملو په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا په اړه خبرې شوي.

سرچینه زیاتوي، چې ډاکتر عباد له نوموړي څخه په افغانستان کې د سیروم د تولید فابریګې جوړولو برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ورته مهال په افغانستان کې د ایران د صادراتو ادارې رئیس د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل، چې له څېړنو وروسته به له دغه وزارت سره د سیروم د تولید د فابریکې په جوړولو کې همکاري وکړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت یوې سرچینې تاند ته وویل، چې افغانستان د جمهوري نظام پر مهال په کابل کې د څو میلیونه ډالرو په ارزښت د سیروم جوړولو فابریکې پر جوړولو لګولي وو .

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دې فابریکې کار د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال پيل او یو چینایي شرکت یې چارې مخته وړلې، خو د شرکت او د وخت د افغان چارواکو د غفلت او فساد له امله دا کار نیمګړی پاتې او فابریکه بیرته د خرابیدو خطر سره مخ وه.

د تاند سرچینه زیاتوي، چې د جمهوري نظام په وروستیو کلونو کې د یادې فابریکې د بشپړولو هڅې ګړندي شوي وې او طالب چارواکي ممکن هماغه نیمګړې پاتې فابریکه د ایران په مرسته ترمیم او د نوې فابریکې په نوم اعلان کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...