سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeخبرونهپاریس مېشتي افغان جنرال باجوه ته د افغانانو غوسه څرګنده کړه

پاریس مېشتي افغان جنرال باجوه ته د افغانانو غوسه څرګنده کړه

تاند:( دوشنبه ، د جوزا ۱۵ مه )   په ټولنیزو رسنیو کې یوه خپره شوې ویډیو څرګندوي، چې د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د پاکستان د پوځ مخکینی مشر جنرال باجوه د یوه افغان له سختې غوسې سره مخ شوی.

دا ویډیو، چې دقیقه نېټه یې نه ده په ډاګه شوې، تازه رسنیزه شوې او په پښتو ژبه یو غږیدونکی نا معلوم افغان جنرال باجوه ته د پاکستان له پوځ او حکومت څخه د خپلو خلکو غوسه څرګندوي.

یاد شوی افغان په غوسه ناکه او احساساتي لهجه له باجوه څخه، چې مېرمنه یې هم ورسره ده، د افغانستان خلاف د جهاد د فتواوو دلیل پوښتي، خو باجوه په دې ګواښ چې پولیس ورپسې غواړي، هغه ته خبرداری ورکوي.

له هغه څخه ویډیو اخیستونکی افغان، باجوه او مېرمنه یې سپکوي، چې افغانستان کې د نظامونو خلاف یې د جهاد فتواوې ورکولې، خو خپله د هغه په ادعا له مېرمنې او اولادونو سره کلېسا ته تللی و او په ویډیو کې هم د کلیسا مخې ته ناست دی.

په یاده ویډیو کې غږیدونکی افغان ادعا لري، چې له ویډیو اخیستو مخکې د باجوه زوی او لور له هغه څخه جلا شوي او لور یې لوڅ سر له یوه نیکر او بې حجابه لباس سره ګرځيده.

جنرال باجوه او مېرمنه یې په دغه ویډیو کې هڅه کوي، چې له افغان ځوان سره بحث ونه کړي او ترې وتښتي.

یاده ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې زیاته لاس په لاس شوې او د پاکستان د واکمنانو پر وړاندې د افغانانو د نفرت اوج ګڼل شوی.

پاکستان په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو یو شمېر افغان منتقدانو یې ویلي، چې دا کار به د پاکستان طالب او غیر طالب نفوذیان سخت وپاروي او دا عمل به وغندي.

1 COMMENT

  1. اصل اتل اصل افغان اصل پښتون هغه ده سي باجوه ته یې په اوردو او پښتو ژبه بدرد وویل . افرین په داسي ویاړلي افغان تف لعنت په طالب سي د پنجاب په اخوره کې یې سخوند وهلئ .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب