جمعه, اپریل 19, 2024
Home+په مصنوعي ځیرکتیا نوی انتي بایټک جوړ شو

په مصنوعي ځیرکتیا نوی انتي بایټک جوړ شو

تاند- ساینسپوهانو له مصنوعي ذهانت یا آی ټي څخه په استفادې یو نوی انتي بیایوټیک کشف کړی دی.

دا انتي باټیک خورا خطرناک آو وژونکي میکروبونه له منځه وړلی شي.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، په یوه نوې څېړنه کې، چې د پنجشنبې په ورځ په نیچرل کیمیکل ژورنال کې خپره شوه، د مک ماسټر پوهنتون او د ماساچوسیت د ټکنالوژۍ انستیتیوت یو شمېر ساینسپوهانو د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د اسینتوباکتر (Acinetobacter) په نوم میکروبونو وژونکي انتي بیوتیک کشف کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان (Acinetobacter) د هغو باکتریاوو په کورنۍ پورې تړلي بللي چې د انسانانو ژوند ته جدي خطر پېښوي.

په امریکا او کاناډا کې څېړونکي وايي چې مصنوعي ذهانت دا توان لري چې په پراخه د نویو درملو له کشف سره پراخه مرسته وکړي.

د اسینتوباکتر لپاره د مصنوعي ذهانت په وسیله د انتي بایوتیک کشف ښيي چې مصنوعي ځیرکتیا د طب په علم کې انقلاب راوستلی شي.

1 COMMENT

  1. سلام
    په لمړي پاراګراف کې د مصنوعي ذهانت انګلیش (آی ټي I T) لیکل سوی ،لاکن په ویدیو کې لیدل کیږي: اِې آی!!( A I )
    -اوس که د دې انتي بایوټیک سره هم مقاومت یا رېزسټنس Resistanceپیدا شي آیا دا د ساخته ګي ځیرکتیا به د هغه چاره هم وکولای سي؟؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب