جمعه, اکتوبر 18, 2024
Home+میرګي څه ډول ناروغي ده او څوک پرې اخته کېږي؟

میرګي څه ډول ناروغي ده او څوک پرې اخته کېږي؟

میرګي ته په عربي ژبه صرعه او په انګلیسي (Epilepsy) وایی. دا ناروغي د مرکزي عصبي سیسټم یا دماغ یوه ناروغي ده چې په هر عمر کې پېښېوي خو معمولأ په ماشومانو او هغو نوچکه ځوانانو کې چې عمر یې د ۱۳ او ۱۹ ترمنځ وي زیاته لیدل کیږي، تر ښځو په نارینه وو کي زیاته ده. د ناروغۍ سببونه یا عوامل په ۷۰ سلنه ناروغانو کي ناڅرګنده وي، صرف په ۳۰ سلنه ناروغانو کې لاندي اسباب یا عوامل د ناروغۍ سب بلل کېږي:

· د نوزېږي لپاره د ولادت په وخت کي د اکسیجن کموالی
· د ستونزمنو او مشکلو زېږونو په وخت کي د نوزېږي د سر صدمه.
· تر ولادت وړاندې د مور په وجود کې شدید انتانات یا مکروبي ناروغۍ.
· د دماغ تومورونه
· د نوزېږي د دماغ ناوړه شکل (abnormalities)
· د دماغ د پردې یا پوښ میکروبي ناروغي چې Meningitis بلل کیږي
· ارثي عوامل
· تصادمات چې جمجمې ته زیان رسیدلی وي
· دوامداره تبه
· د الزایمر ناروغي
· د الکولو زیات مصرف

د میرګي د حملئ په وخت کې برقي امواج چې د دماغ په ماؤفه ساحه کې ترحد زیات شي، د دماغ نورو ساحو ته خپرېږي او د نه کنټرولېدونکو برقي څپو یو طوفان جوړوي او دا د برقي امواجو طوفان د اعصابو د رشتو په ذریعه عضلاتو ته ځي او د عضلاتو د شدیدو تقلصاتو او حرکاتو باعث کېږي، دا حرکات په غاړه، مټو/لاسونو، پښو/ ورنونو او ملا کې وي، دومره شدید وي چې د هډوکو د ماتیدو، بیځایه کیدو/خلع (له بنده وتلو) سبب کېږي، په ډیرو حالاتو کې ژبه د غاښو په واسطه زخمي او یا بیخي قطع شوي وي. د ناروغ په سر، مخ او نور وجود کې د پخوانیو یا مخکنیو حملو په وخت کې راپیدا شوي داغونه موجود وي، کله کله د مثانې کنترول د حملاتو په وخت کې متاثره شي او د ناروغ ادرار بې اختیاره ځي.

تشخیص: ډاکتر صاحبان د ناروغ د اعراضو او نښو پر بنا د ناروغۍ تشخیص کوي، EEG د دماغ ګراف اخیستل CT, CAT scans او MRI تشخیصیه متودونو او کومک کوونکو تشخیصیه الات استعمال په تشخیص کي مرسته کوي. د کورنیو مشرانو ته هم د میرګي د حملو تشخیص ستونزمن نه دی.

درملنه یی ډیر وخت غواړي کلونه حتي د ژوند تر پایه خاص ټابلیتونه ناروغ په منظم ډول د ډاکتر د سپارښتنې مطابق اخلي. جراحي هم په خاصو حالاتو کي د درملنې په منظور اجرا کیږي (د دماغ هغه برخه چې شدید تقلصات رامنځ ته کوي ایستل کیږي، او یا ځینې کوچني الات چې حملات کنټرول کړي په وجود یا د دماغ په شاوخوا کي ایښودل کیږي.)

کله کله تر حملې څو ساعته یا څو ورځي مخکې په ناروغ کې نښې لیدل کیږي هغه لکه د مزاج یا مود تغییر، عدم تمرکز، نارارمي به خوب کي، سردردي.

میرګي (Epilepsy)

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب