Homeخبرونهپه امریکا کې نیول شوي افغان «توحیدي» په ځان لګېدلي تورونه رد...

په امریکا کې نیول شوي افغان «توحیدي» په ځان لګېدلي تورونه رد کړل

تاند (جمعه، د میزان ۲۷ مه) د اوکلاهوما یوه قاضي د هغه افغان تبعه خوشي کولو غوښتنه رد کړه چې په دې ایالت کې اوسېده او د امریکا د انتخاباتو په ورځ د تروریستي برید په پلانولو تورن شوی و.

قاضی پرېکړه وکړه چې محکمې ته د نصیر احمد توحیدي د وړاندې محاکمې دلایل شته.

 د “کوکو (Koco) نیوز ۵” د راپور له مخې، ۲۷ کلن توحیدي یوې ترهګرې ډلې ته د امکاناتو د چمتو کولو او د ترهګریز برید لپاره د وسلو د ترلاسه کولو په دسیسې کې د لاس لرلو په تور نیول شوی دی.

د امریکا فدرالي تحقیقاتي ادارې یا ایف بي ای ویلي چې توحیدي د خپلو پلانونو په جوړولو کې له داعش سره په تماس کې و.

توحیدي په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته د سپتمبر په میاشت کې امریکا ته راغی. هغه مخکې په خپل هېواد کې د سي ای اې لپاره د امنیت ساتونکي په توګه کار کړی و او د دې دندې لپاره څارل شوی و. هغه لږ تر لږه یو ځل بیا اوکلاهوما ته تر لېږدولو مخکې معاینه شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...