شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهامربالمعروف په هرات کې هوټلونو ته د ښځو «بې محرمه» تګ منع...

امربالمعروف په هرات کې هوټلونو ته د ښځو «بې محرمه» تګ منع کړی

تاند:( دوشنبه ، د جوزا ۱۵ مه )   د  طالبانو امربالمعروف دستګاه، په هرات کې هوټلونو ته د «بې محرمه» ښځو او نجونو پر تګ بندیز لګولی.

ځایي هوټل لرونکو ویلي، چې دغه کار یې هوټلونو ته مالي تاوان اړولی.

د هرات لپاره د طالبانو د امربالمعروف دستګاه مشر مولوي عبدالرحمان ویلي، چې د ښځو په اړه دغه بندیز د « بې بندوبارۍ» د مخنیوي لپاره لګول شوی.

خلکو بیا د دې پریکړې پر وړاندې منفي غبرګون ښودلی او رسنیو ته ویلي، چې طالبان په هره پلمه د ښځو خلاف ظالمانه پریکړې کوي.

د طالبانو امربالمعروف دستګاه، چې تر ډېره یې پریکړې د ښځو په اړه پر قیوداتو را څرخي، د منتقدانو له لوري یې د ښځو خلاف د مبارزې په وزارت مشهور شوی.

1 COMMENT

  1. طالبان نسبت به جنگسالاران و لنده غران ، در دل مردم کمی جای دارند، و عقل سالم حکم میکند که کوشش بیشتر نمایند تا خودرا محبوب بسازند. اما کارهای قرون وسطایی طالبان مانند خبر بالا و همچنان بستن مکاتب و پوهنتون ها بروی خانمان و دختران ، به جز مشکل ساختن زندگی بر مردم، ثمر جز نفرت و انزجار نخواهد داشت. ملا هیبت الله و سایر اعضای رهبری تندرو طالبان بدانند که ماه عسل طالبان گذشته است و ملت در قرن بیست یکم از آنان زندگی داخل چوکات افغان و افغانیت ميخواهند، نه ریاست مدینه چهارده صد سال پیش را

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب