په ادبیاتو کې هر تنقید په خپل ځای خورا اړین دی ، که چیرې انسان د ښه والي او بد والي توپیر نه شوی کولای او خپلې نیمګړتیاوې یې په خوبیو نه شوی پټولی ، نو ددې خبرې احساس هم مشکل و، چې ژوند دله کومو شیانو زیات غوره، بشپړ، ښکلی او خوشګوار راتلی شي.
همداراز په ژوند کې ارتقا او د پرمختګ په لارو کې چټک تګ هم ناشونی راتلی شوو.
ادب د ژوند ترجمان دی، د همدې لپاره کوم شیان چې په ژوند جاري کیږي، د هغوی اطلاق پر ادب هم کیږي.
د تنقید مقصد د ژوند سم لوری برابرول دي ، د همدې لپاره پنځګر د تخلیق پر مهال او یا هم له تخلیق وروسته خپل هنري اثر له بېلابېلو لوریو او لید لوریو ګوري، مصور چې تصویر جوړوي ، دا خبره یې له زړه لرې نه وي چې تر کار لاندې تصویر یې د اصل تصویر سره سم دی او کنه؟
په همدې توګه کله چې شاعر شعر لیکي ، په هر لفظ او د هغه په مانا بار بار غور کوي ، هڅه کوي چې خپل خیال په کلماتو کې په ښه توګه ځای پر ځای کړي او هره شیبه په دې تپ و تلاش کې وي، چې خپله تخلیقي کارنامه یې له ټولو بریالۍ پایله ورکړي.
ددې هر څه سره سره کره کتنه مختلفې برخې لري ، او هره برخه ځینې ځانګړي قیودات او اوصول هم له ځانه سره لري. د هغوی له جملې یې یو( جمالیاتي تنقید) ښکلایېزه کره کتنه هم ده ، چې یو څو شیبې به ورته تم شو.
جمال پخپله ښکلا او ښکلي توب ته ویل کیږي او جمالیاتي تنقید په یوه اثر کې د ښکلا او جمال پر شته والي او د هغه پر ارزښت بحث کوي.
حسن او صداقت د ادب له بنیادي موضوعاتو بلل کیږي. ښکلایېزه کره کتنه د هنري اثر راښکون او د حسن په څېر عناصر پلټنې او بیان مهمه برخه ده.
د یادولو وړ ده، چې د کره کتنې دا انداز له دې کار منفرد دی، چې هنري اثر پکې تجزیه شي او یا هم د ماضي د کومې نظریې پیروي پکې وشي.
د تنقید دا برخه د نورو په څېر د زیاتو اوصولو او قوانینو پابنده نه ده، په ادب کې د ښکلا لټه یو ډول ذاتي عمل هم دی، مثلاٌ که یوه کس ته یو شی د ښکلا اعظیمه نمونه ښکاري دا به په دې مانا نه اخلو، چې بل کس ته دې هم هغه شی ښکلی وبریښي، ځکه ښکلا نه تعریف کیدونکې پدیده ده او تر ډیره زمونږ د ذوق له انفرادي څکې پورې تړلې ده.
د ځینو عالمانو له قوله چې ښکلا او صداقت دواړه اضافي شیان دي ، هر کس د ښکلا لپاره په خپل ذهن کې بیلا بیل چوکاټونه لري ، چاته په سپوږمۍ کې ښکلا مالومیږي، څوک یې په ګلابونو کې ویني او څوک يې په نورو شیانو کې مومي.
په اردو شاعرۍ کې د ګلاب د پاڼو په څېر شونډې، د سروې غوندې قد، د وریځو په شان زلفې او د طاووس په څېر تګ د ښکلا مشهور معیارونه بلل کیږي.
شاید ځینو نورو هیوادونو کې هم د ښکلا همدا معیار ټاکل شوی وي ، خو ولې دا هم باید هېر نه کړو، چې په ځینو نور هیوادونو کې شاید پورتنۍ بیلګې د بدرنګتوب او بد صورتۍ معیارونه هم وي. د همدې لپاره یوه نظریه دا هم ده چې ښکلا د توازن نوم دی .
دا ځکه چې د انساني ژوند له تغیر سره ډیری شیان او مفکورې هم بدلون مومي ، ښکلا هم په همدې قسم وبولئ یانې چې معیار او پیمانه یې بدلیدونکې ده.
ښکلایېزه کره کتنه یو مهال ډیره وړاندې تللې وه ، ادب د ادب لپاره په دور کې د ښکلایېزې کره کتنې رول بیخي زیات و، خو کله چې مارکسي او نفسیاتي کره کتنې رامنځ ته شوې ، ښکلایېزې کره کتنې ورو، ورو خپل لمنه له صحنې ورټولوله، تر دې چې له برمه راولوېده او رول یې کمرنګه شو .
خوست