دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهدرې طالب قوماندانان تاییدوي چې روسان له ډېر وخت راهیسې وسلې او...

درې طالب قوماندانان تاییدوي چې روسان له ډېر وخت راهیسې وسلې او پیسې ورکوي

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۱۲) د لوېدیځو رسنیو د راپور له مخې، درو طالب قوماندانانو تایید کړه چې روسانو طالبانو ته پیسې او وسلې ورکړي چې په افغانستان کې پر امریکايي پوځیانو بریدونه وکړي.

د روسیې او طالبانو د اړیکو په اړه راپور لومړی پلا د جمعې په ورځ نیویارک ټایمز د استخباراتي سرچینو په قول افشا کړ خو ټرمپ او سلاکارانو یې دا موضوع په دې خاطر رد کړه چې له انتقادونو سره مخامخ شو چې ولې یې د روسیې دې اقدام ته په خپل وخت ځواب نه دی ویلی.

امریکا: روسي استخباراتو طالبانو ته پیسې ورکړي

لاتین ټایمز ورځپاڼې نن راپور ورکړ چې د ټرمپ د سلاکارانو د څرګندونو خلاف درو طالب قوماندانانو تایید کړه چې روسانو د انعام په توګه یو شمېر طالبانو ته پیسې ورکړي دي.

خو دوی په عین حال کې وویل چې روسانو هغو طالبانو ته پیسې او وسلې ورکړي چې د دې ډلې د مشرتابه فرمانونو او اوامرو ته زیات اطاعت نه کوي.

دوی زیاتوي چې دا څه نوې خبره نه ده بلکې له ډېرو وختونو راهیسې روسان یو شمېر طالب قوماندانانو ته پیسې ورکوي.

دوی دا هم ویلي چې پر روسیې سربېره پاکستان او ایران هم په افغانستان کې د طالبانو مالي او تسلیحاتي ملاتړ کوي.

د دوشنبې په ورځ د امریکا د کانګریس د استازو جرګې ريیسې ننسي پلوسي د ټرمپ له حکومته وغوښتل چې د دې جرګې غړیو ته د هغو استخباراتي راپورونو په اړه توضیحات ورکړي چې پر اساس یې ویل شوي روسیې طالبانو ته د دې لپاره پیسې ورکړي چې په افغانستان کې امریکايي پوځیان ووژني.

مېرمن پلوسې، چې د دیموکرات ګوند غړې او د ټرمپ له سختو منتقدانو څخه ده، په یوه لیک کې د متحدو ایالتونو د ملي امنیت ريیس جان راټکلیف او د سي آی اې رييسې ګینا هاسپیل ته په استولو لیکونو کې ویلي «د حکومت ځوروونکې چوپتیا او نه عمل زموږ د پوځیانو او زموږ د ايتلافي شریکانو ژوند له خطر سره مخامخوي.»

د جمعې په ورځ نیویارک ټایمز ورځپاڼې د استخباراتي سرچینو په قول ویلي و چې د روسیې یوې استخباراتي ډلې تېر کال طالبانو ته د دې لپاره چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو پوځیان ووژني، د انعام په توګه د پیسو وړاندیز کړی و او طالبانو د انعام یوه اندازه پیسې وروسته له دې ترلاسه کړې چې د نړیوالو ځواکونو پر ضد یې بریالي بریدونه وکړل، خو دا څرګنده نه ده چې په هغو ۲۰ تنو امریکايي سرتېرو کې چې تېر کال په افغانستان کې ووژل شول، د کوم یوه وژل کېدا د روسیې له عملیاتو سره تړاو لري او که نه.

روسیې او د طالبانو رسمي ویندوی دا تور رد کړی دی.

پامپیو وايي، روسیه طالبانو ته وسلې ورکوي

1 COMMENT

  1. طالیبان کرایی یا اجیر قاتلان دی چه د پیسو په اخستلو سره هر څه کوی۰
    يعنی هرڅوک چه روپی په لاس ورکړی دهغی لپاره خلک وژنی۰او وطن ورانوی۰
    ای طالبانو جاهلانو تر دی نور شرم ّة غواړی۰
    چه د پاکستان عربو ایران روس او اوس د امریکاهم د لاس اله هستی
    د کالدارو په مقابل کښی افغانان وژنی۰
    دنیا کښی هو ریشخند شوی اخرت مو هم مردار شو۰
    چوټی په پښو توری لکی په سر ډله ډله کیږی د وخشی عربو غوړه مالی د افغان د وژلو په خاطر۰ انالله لا یحب الجاهلین۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب