یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپامپیو وايي، روسیه طالبانو ته وسلې ورکوي

پامپیو وايي، روسیه طالبانو ته وسلې ورکوي

خبریاله: عاقله اسد (پنجشنبه د سرطان ۱۲)

مایک پامپیو: روسیه په افغانستان کې د امریکا مخالفه ده او په طالبانو وسلې خرڅوي.

پامپیو پرون په یو خبري کنفرانس کې وویل، دا واقعیت دی چې روسیه په افغانستان کې داسې یو عمل کوي چې له امریکا سره په تقابل کې وي او دا کوم نوی کار نه دی.

پامپیو وایي:” لس کاله کیږي چې روسیه په طالبانو وسلې خرڅوي چې دغه کار یې امریکایان تهدیدوي. «زه په دې اعتراض کوم هر کله چې ما د روسيي له چارواکو سره لیدلي ورته مې ویلې چې له دغه کار څخه ډډه وکړئ.»

په داسې حال کې چې روسیي څو څو ځله د امریکا دغه ادعا چې په طالبانو وسلې خرڅوي رد کړې ده.

پامپیو زیاتوي، روسیه او د امریکا متحده ایالات په افغاستان کې ورته ګټې لري چې یوه یې د تروریزم کمول دي.

هغه د امریکایي استخباراتي شبکو د هغو معلوماتو په اړه چې پکې ویل شوې و روسیه په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د وژلو لپاره طالبانو ته انعامونه ورکوي څه ونه ویل.

نوموړي یوازې دومره یادونه وکړه چې د دوی استخباراتي ادارې په دې اړه رسمې نظر ښکاره کولای شي.

د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې نیویارک ټایمز په یوه راپور کې ویلې و چې روسیه طالبانو ته وسلې ورکوي تر څو امریکایي ځواکونه ووژني.

د نیویارک ټایمز دغه راپور د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ رد کړی و، او طالبانو هم ویلې و چې دا خبر دروغ دی او حقیقت نه لري.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې، چې د روانې اوونۍ په پیل کې یې د روسیې له لوري افغان طالبانو ته د امریکايي پوځیانو د وژلو په خاطر د انعام ورکولو جنجالي راپور خپور کړی و، یو وار بیا ادعا کړې چې امریکايي چارواکو د انترنیټ له لارې معلومات ترلاسه کړي چې ښيي، د بانک له یوه اکاونټه، چې د روسیې په پوځي استخباراتو پورې تړاو لري، د طالبانو یوه اړوند بانکي حساب ته ډېرې پیسې انتقالېږي.

د اوونۍ په پیل کې هم نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي و چې د روسیې پوځي استخباراتو طالبانو ته د امریکايي پوځیانو د وژلو په خاطر د انعام په توګه د پیسو په ورکړه خبرې کړې وې او یوه اندازه پیسې یې طالبانو ته سپارلې هم وې خو په دې راپور کې جنجال په دې راپورته شو چې نیویارک ټایمز لیکلي و چې د امریکا استخباراتو په دې اړه ولسمشر ټرمپ ته تېر کال معلومات ورکړي و خو ټرمپ او لویو سلاکارانو یې دا خبره ردوله چې ګنې په دې اړه ده ته معلومات ورکړل شوي دي.

د ده انتخاباتي سیال جوبایډن او د استازو جرګې مشري ننسي پلوسي، چې هغه هم د بایډن په شان د دیموکرات ګوند غړې ده، پر ولسمشر ټرمپ په دې خاطر نیوکې وکړې چې په دې اړه د معلوماتو له لرلو سره سره یې د روسیې په وړاندې ځوابي اقدام نه دی کړی او پر راپور یې غوږونه کاڼه کړي دي.

نیویارک ټایمز په تازه راپور کې د شنونکو له قوله کښلي چې هغوی د نورو استخباراتي سرچینو د څرګندونو پر اساس دې نتیجې ته رسېدلي چې د طالبانو بانکي حساب ته د پیسو انتقال ښايي د روسیې د انعام له هماغه پروګرام سره تړلی وي چې د امریکايي پوځیانو د وژلو پر سر یې طالبانو ته منلی و.

پر دې موضوع د روسیې غبرګون څه و؟

دې موضوع ته نیوزویک مجلې کتنه کړې. دا مجله لیکي: د کریملین ویندوی دیمیتري پیسکوف په یوه غیردیپلوماتیک ځواب کې وویل، دا خبرې سل په سلو کې چټيات دي.

نورو روسي چارواکو او رسنیو هم په ورته ډول رد کړې.

پیسکوف په دې اړه د پوښتنې په ځواب کې دا هم وویل «هیڅ امریکايي استازي هیڅکله دا موضوع له روسي استازو سره په کتنو کې مطرح کړې نه ده.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف دا ادعا څرګند جعلي خبر وباله.

په همدې حال کې د کانګریس د استازو جرګې مشرې ننسي پلوسي او د کانګریس ځینو نورو غړیو غوښتنه کړې چې د ولسمشر ټرمپ اداره باید په دې اړه د کانګریس غړیو ته توضیحات ورکړي.

1 COMMENT

  1. د هغه افغان نوم افشا شو چې د روس مرستې یې راوړلې
    https://khabarial.com/archives/5507
    امریکا د هغه افغان نوم افشا کړ چې طالبانو ته یې د امریکایي سرتېرو د وژلو لپاره له روسیې نه بنډل بنډل مرستې راوړلې.

    امریکا په خپل وروستي بیان کې د هغه افغان نوم افشا کړ چې طالبانو ته یې د امریکایي ځواکونو د وژلو لپاره له روسي استخباراتو نه بنډل بنډل مرستې راوړلې.

    نیویارک ټایمز په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د روسیې هېواد استخباراتو (کې جي بي) د رحمت الله عزیزي په نوم یو کس چې اصلآ د هلمند ولایت اوسېدونکی دی، د امریکایانو د وژلو مقابل کې له مسکو څخه د تاجکستان له لارې طالبانو ته پیسې، انعامونه او وسلې راوړلې.

    په دې وروستیو کې د روسیې لخوا د وسله والو طالبانو په مرسته د امریکایي سرتېرو د وژنې خبره ناندریزه شوې ده او ټولې غربي رسنۍ په همدې خبر باندې ګرم بحثونه کوي.

    دا په داسې حال کې ده چې پرون د ډونلډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبرایان ویلي، که هغه راپور تایید شي چې روسیې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د وژلو لپاره طالبانو ته پیسې ور کولې، نو امریکا باید پرېکند ځواب ور کړي.

    نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې عزیزي اوس له افغانستانه تښتېدلی او ښايي روسیه کې وي.

    په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو لخوا د افغان ځواکونو او ملکیانو پر وړاندې هم تاوتریخوالي په بې سارې توګه زیات شوی دی او دې چارې په کور د ننه او بهر اندېښنې زیاتې کړې دي.

    د بشري حقونو د څار نړیوال بنسټ په خپل يوه تازه خپاره شوي راپور کې ويلي، وسله‌والو طالبانو تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې په بشري حقونو جدي محدودیتونه لګولي، په پام کې لري، وېره خپره کړي او واکمني وکړي.

    د بشري حقونو د څار نړیوال بنسټ د اسیا څانګې د مرستیالې پاتريشیا ګاسمن له قوله ويل شوي، طالبانو تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې سخت بنديزونه لګولي او عادي خلک نه ‌شي کولای چې طالب مشرانو ته خپل غږ ورسوي، پرته له چې ولس ته حساب ورکړي، طالبان په پام کې لري وېره خپره کړي او واکمني وکړي.

    راپور وړاندې کاږي، چې مسکو د هر امریکايي د وژلو مقابل کې طالبانو ته سل زره امریکايي ډالر ورکول او طالبانو هم دا پیسې په ویاړ اخیستې.

    امریکا هم ویلي چې دا مالومات اوس ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته رسېدلي او هغه يې په اړه څېړنې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب